د مسافر پرمخ د یوې ورځې لپاره تورخم دروازه پرانیستل شوه
د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو او په افغانستان کې د پاکستاني بندپاتې وګړو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې نن شنبه سهار د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو او په افغانستان کې د پاکستاني بند پاتې وګړو د تګ راتګ په هدف پرانیستل شوه. د ننګرهار د چارواکو په خبره، تورخم دروازه به یواځې د نن لپاره پرانستې وي او په افغان مسافرو یې غږ کړی چې له دې فرصته دې استفاده وکړي د ننګرهار د چارواکو په خبره،، راستنیدونکو مسافر ته یې بشپړ روغتیایي تدابیر نیولي. Читать дальше...