103news.com
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 24.10.2020

پاکستان کې د خبريال علي عمران سید تری تم کېدو غبرګونونه راپارولي

Mashaalradio.com 

د پاکستان جیو تلویزون د اکتوبر پر ۲۳مه په کراچۍ ښار کې د خپل یو خبریال علي عمران سید د لادرکه کېدو خبر ورکړی.  د جیو ټیلي ویژن ترمخه، علي عمران  د اکتوبر د ۲۳مې په ماسخوتن د اوو او اتو بجو ترمنځ له کوره ووت او کورنۍ ته یې د بیرته ورتللو ویلي ول خو د څو ګنټو تېریدو وروسته هم کور ته نه دی ستون شوی.  د جیو ټیلي ویژن انتظامیه وايي، د کراچۍ پولیس چارواکي یې د عمران د لا درکه کېدو نه خبر کړي دي او کورنۍ یې هم رپوټ په سچل تاڼې کې کړی دی. خو ډان ورځپاڼې ته د سچل تاڼې ایس ایچ او هارون کورایې ویلي چې... Читать дальше...

د کاکا شوقي بریتونو د خلکو پام ځان ته اړولی

Mashaalradio.com 

د کابل اوسېدونکی کاکاجان شوقي نیم میتر اوږده بریتونه لري، هغه وايي، د شوق له مخې یې خپل بریتونه لوی کړي دي او خلک ورسره له همدې کبله مینه کوي. هغه ارمان لري چې بهرنیو هیوادونو کې د بریتونو په مقابلو کې برخه واخلي. د ارادۍ راډیو خبریال فریدالله سعادت پرې ویډیويي راپور جوړ کړی.

د افغانستان برېتوره څېره

Pa.azadiradio.com 

کاکا جان شوقي ادعا کوي، اوسمهال په افغانستان کې تر ټولو د اوږدو برېتو لرونکی دی. د ازادي راډیو خبریال فریدالله سعادت پرې ویډیویي راپور چمتو کړی:



د عامه ساتنې ملي تصدۍ: طالبانو د کمال خان بند ۶ ساتونکي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ وايي، وسله والو طالبانو په نیمرزو کې پر کمال خان بند په برید سره د دې تصدۍ ۶ ساتونکي وژلي دي.  د دې تصدۍ ویاند ضیا ودان رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي دي چې د طالبانو په دې برید کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ۶ ساتونکو د وژلو ترڅنګ دوه نور ټپیان کړي هم دي.   هغه زیاته کړه: "نن سهار وختي طالبانو پر کمال خان بند برید کړی او په دې پېښه کې زموږ شپږ ساتونکې شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، طالبانو د خپلو ټولو ژمنو خلاف په ملي پروژو او عامه شتمنیو بریدونو ته زور... Читать дальше...

'ننګرهار کې تر ۳۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي'

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د والي ویاند وايي، په سره رود ولسوالۍ کې په وسله واله جګړه کې تر ۳۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي. عطا اله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي، د سره رود ولسوالۍ په برینه او ګزک سیمو کې پرون د ملي امنیت ځواکونه د وسله والو طالبانو له مقاومت سره مخامخ شول. هغه زیاته کړه: "د دې مقاومت په پایله کې چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله، ۳۱ وسله وال طالبان چې د دوی مهم غړي هم په کې شامل دي، وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي، له بده مرغه وسله والو طالبانو هاوان توغولي چې له کبله یې یوه مېرمن او یو بل کس ټپیان شوي... Читать дальше...

فراه چارواکي: وسله والو طالبانو ۳ ملکیان په ډزو وژلي

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت امنیه قومانداني وايي، وسله والو طالبانو درې ملکیان په ډزو وژلي دي. د امنیه قوماندانۍ ویاند محب اله محب وویل، وسله والو طالبانو دغه کسان پرون د قلعه کاه ولسوالۍ پر لویه لار وژلي دي. هغه زیاته کړه: "(وسلوالو طالبانو) دوه ملکیان چې دواړه سپین ږیري وو، په بېرحمانه ډول شهیدان کړي او یو ماشوم یې چې له دوی سره و، هم شهید کړی دی، چې دا د اسلامي ارزښتونو او د بشرپالنې د قوانینو خلاف کار دی." ښاغلي محب ونه ویل چې د دې وژنې انګېزه څه وه خو زیاته یې کړه، چې دغه درې کسان د فراه د مرکز اوسېدونکي وو. Читать дальше...

کټوازی: تاوتریخوالی او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله نور د زغم وړ نه ده

Pa.azadiradio.com 

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله نوره د زغم وړ نه ده.  محمد مېرزا کټوازي نن ازادۍ راډیو ته وویل، که وضعیت دغسې روان وي دوی به هم د امنیتي بنسټونو سرپرست وزیرانو ته د باور رایه ورنه کړي. هغه زیاته کړه: "دا نوره موږ ته د زغم وړ نه ده، کابینه موږ ته معرفي شوې ده، که دا لړۍ دغسې روانه وي، د ملت استازي به په ځانګړي ډول امنیتي ادارو ته رایه ور نه کړي." بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، اکتوبر میاشت چې نن یې څلورویشتمه ده، د ملکي افغانانو لپاره هم خونړۍ وه. Читать дальше...

د لشکر جنګوي مهم قوماندان عبدالکریم کرد ووژل شو: ضیا لانګو

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د حکومتي سرتېرو او وسله والو ترمنځ په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه عسکر ټپیان دي.  ضیا لانګو د اکتوبر د ۲۳مې په ماسخوتن په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل، کوټې ته ورڅېرمه په مستونګ سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو او د لشکر جنګوي وسله والې ډلې ترمنځ دغه جګړه شوې ده.  لانګو وايي، په دې پېښه کې د لشکر جنګوي ډلې  یو مهم قوماندان عبدالکریم کرد او د هغه درې نور ملګري وژل شوي دي.نوموړي وویل، ژوبل سرتیري د درملنې لپاره د کوټې یو روغتون ته لېږدول شوي دي.  د بلوچستان... Читать дальше...



روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کویډ۱۹ له امله نوی خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

په اروپا او د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.  د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګیبریسوس وايي، د شمالي نیم کرې هېوادونه په خطرناکه مرحله کې دي.   ګیبریسوس پرون وویل، په راروانو میاشتو کې به وضعیت نور هم کړکېچن شي. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دوڅلوېښت میلیونو اوښتی دی.  په دې ویروس په نړۍ کې تر یو میلیونو او څوارلسو لکو زیات کسان مړه شوي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.

له اقتصاد پوه ډاکټر صمد سره مرکه

Mashaalradio.com 

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې فاينانشل ايکشن ټاسک فورس پریکړه کړې چې پاکستان به د ۲۰۲۱ز کال تر فبرورۍ پورې په خړ لسټ کې وي. زموږ همکار ګل اياز په اسلام اباد کې له اقتصاد پوه ډاکټر صمد سره مرکه کړې او پر سر کې یې ترې پوښتلي چې د اېف اې ټي اېف په خړ لېسټ کې د پاکستان پاتي کېدو او فبرورۍ مياشت پورې د مهلت څه معنا لري؟

افغان چارواکي: د غنمو سلګونه ننداریزې قطعې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په روان لمریز کال کې د غنمو د یو زرو ۳۰۰ ننداریزو قطعو د جوړولو خبر ورکوي.   د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دغه ننداریزې قطعې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړې شوي دي.   تېر کال هم د غنمو ۸۲۰ ننداریزې قطعې په بغلان، بلخ، هرات،کونړ،کندز، لغمان، ننګرهار او تخار کې جوړې شوې وې.   دغه ننداریزې قطعې د غنم او سویابیو د کښت زیاتېدو او نویو لارو چارو د برابرولو په هدف جوړېږي.

'د هوايي دهلیزونو له لارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی'

Pa.azadiradio.com 

د هوايي دهلیزونو له لارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.   د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل، چې له قرنطین وروسته پروازونه زیات شوي او د روان لمریز کال له پیله تر اوسه ۴ زره ټنه وچې او تازه میوې بهر ته صادر شوي دي.   نوموړي وویل، هند او چین له هغو هېوادونو دي چې د هوایي دهلیزونو له لارې ډېر صادرات شوي.   تېر کال تر دې دمه ۳ زره او ۵۰۰ ټنه صادرات شوي وو.   د سوداګرۍ خونه وايي، په نږدې ورځو کې به ۴ سوه ټنه جلغوزه چین ته ولېږل شي.

ځینو کروندګرو په سوات کې د زیتونو بوټو کښېنولو ته مخه کړې

Mashaalradio.com 

د سوات یو شمېر کروندګرو او باغوانانو د زیتونو بوټي کښېنول پیل کړي دي. په دوی کې یې ځینو وار له مخه د زیتونو حاصلات هم اخیستي. د زراعتي چارو پوهان وايي، که کروندګر د زیتون ونو ته پام وکړي نو هر کال ترې خورا زیاته ګټه اخیستای شي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

د پاکستان سترې محکمې د قاضي عیسی پر ضد درخواست غېر اييني بللی

Mashaalradio.com 

د پاکستان سترې محکمې (سپریم کورټ) د قاضي عیسی پر ضد ستر قضايي کونسل (سپریم جوډیشل کونسل) ته د تورونو صدارتي رېفرېنس د ایین او قانون خلاف اقدام بللی.  د اکتوبر پر ۲۳مه، د سپريم کورټ ۱۰ قاضیانو د جسټس قاضي فايز عيسی پرضد د صدراتي ريفرنس تفصيلي پرېکړه خپره کړه. په دې پرېکړه کې ویل شوي چې د قاضي فايز عيسی پرضد ريفرنس د بدنيتۍ په بنیاد جوړ شوی و او ولسمشر له ايين او قانون  څخه تجاوز کړی دی.  سپریم کورټ همدا رنګه ویلي چې په دې سربېره، ولسمشر د خپلو صوابديدي اختياراتو په استعمالولو کې هم ناکامه شوی دی. Читать дальше...

دنیا: افغانستان کې جګړه ولې د بهرنیانو له وتلو سره لا تودېږي؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د تلفاتو ډېرېدو او د ولسي جرګې له لوري وزیرانو ته د باور لیکونو د لړۍ په تېزېدو لیکنې او تبصرې کړې دي.   هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د تېرې اوونۍ خونړیو بریدونو ته اشاره کوي لیکي چې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د امریکا وروستیو هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې او لاهم خونړي بریدونه روان دي.   وړاندې راغلي چې په دوحه کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو له پیل څخه نږدې یوه میاشت تېرېږي، خو لاهم دواړه لوري د تګلارې له پړاوه مخکې نه‌دي تللي.   د سرمقاله لیکونکي... Читать дальше...

د «اېس-۴۰۰» توغندیو سیستم له ازمویلو وروسته ترکیې ته د امریکا خبرداری

Pa.azadiradio.com 

وروسته تر دې چې ترکي پوځیانو د روسیې ساخت «اېس-۴۰۰» توغندیو سیستم وازمویه، د امریکا متحده ایالاتو دغه هېواد ته خبرداری ورکړ چې دا به ناوړه پایلې ولري.  د امریکا د دفاع وزارت ویاند جانتن هافمن په یوه بیان کې د جمعې په ورځ وویل، د امریکا دفاع وزارت د ترکیې له لوري د اکټوبر په ۱۶مه د «اېس-۴۰۰» دفاعي سیستم د توغندي ازموینه په کلکو ټکو غندي او دا د امریکا د یوه متحد او د ناټو د غړي له ژمنو سره سر نه‌خوري.  په استانبول کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې موږ له امریکا د اجازې  غوښتنه نه‌کوو او دې ازموینو ته  ادامه ورکوو.

ټرمپ: سوډان او اسرائیل د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، سوډان او اسرائیل د واشنګټن په منځګړیتوب موافقه وکړه چې اړیکې په خپلو کې عادي کړي. ټرمپ په ټویټر کې لیکلي دي، نن په نړۍ کې د سولې لپاره لویه بریا ده.  د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره په بهرنۍ تګلاره کې د نومبر د درېیمې نېټې د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې دا یوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.  ټرمپ چې د نظرپوښتنو له مخې تر خپل ډیموکرات سیال جوبایډن وروسته دی زیاتوي، لږ تر لږه پنځه نور عرب هېوادونه غواړي چې له اسرائیل سره د سولې تړون وکړي.  ولسمشر... Читать дальше...

پاکستان په خړ لېسټ کې پاتې شو

Mashaalradio.com 

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې فاينانشل ايکشن ټاسک فورس پرېکړه کړې چې پاکستان به د ۲۰۲۱ کال تر فبرورۍ پورې په خړ لېسټ کې ساتي. دغې پاریس مېشتې نړيوالې ادارې د اکتوبر پر ۲۳مه، د درې ورځنۍ غونډې په پاې کې وويل چې پاکستان ته چې کومې ۲۷ نکتې ښودل شوې وې چې پرې عمل به کوي، په هغو کې یې ۲۱ پوره کړي دي او دا چې پر شپږو نورو مادو عمل کول پاتې دي نو ځکه یې د اوس لپاره په خړ لېسټ کې ساتي.  یاده اداره وايي، پاکستان ته چې د دغو ۲۷ مادو د پوره کولو لپاره څومره وخت ورکړل شوی و، هغه پای ته رسېدلی نو ځکه... Читать дальше...

د کرویشیا پولیسو له لوري د پناه غوښتونکو د وهلو ډبولو په اړه غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

لسګونه پناه غوښتونکي چې په‌کې ډېر د افغانستان او پاکستان وګړي دي د کرویشیا د پولیسو له‌خوا وهل شوي دي. دا پناه غوښتونکي له بوسنیا څخه کرویشیا ته تلل چې د پولیسو له‌خوا نیول شوي او تر وهل کېدو وروسته بېرته بوسنیا ته شړل شوي. د کډوالو مدافع سازمانونه د پناه غوښتونکو د ژوبلېدو د پېښو څېړنه غواړي او غږ یې کړی چې د کرویشیا د پولیسو د بد چلند مخه ونیول شي. پناه غوښتونکي د ښه ژوند په هیله اروپايي هېوادونو ته مخه کوي، خو په لار کې له داسې ستونزو سره مخ وي چې په خپل سفر پښېمانېږي. اکثر پناه غوښتونکي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певица

Певица Natalie Orlie выступила на самой мистической премии





Rss.plus
Сергей Арутюнов

Несостоявшийся дуэт финалиста шоу “Голос” Сергея АРУТЮНОВА и его наставника Басты. И почему АРУТЮНОВ только сейчас раскрыл, что на самом деле он является исполнителем хита “На Заре 2020”?




Сергунина: Москва использует потенциал всех актуальных технологий умного города

«Фиксики» выпустили специальную серию про заправку

В Москве мужчина сломал челюсть девушке за отказ познакомиться

Ефимов: в Покровском-Стрешневе построят новые образовательные объекты




د بخښنې سازمان: افغانستان کې ګڼ ملکیان هره ورځ په جګړو کې قرباني کېږي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنشنل وايي په دوحه کې د سولې د خبرو په دوام سربېره ګڼ ملکیان هره ورځ په جګړو کې قرباني کېږي. دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا اکټوبر میاشت د افغانانو لپاره ډېره خونړۍ وه. په اعلامیه کې راغلي چې په غور، هلمند، میدان وردک او ځینو نورو سیمو کې د روانو جګړو او بمي چاودنو په نتیجه کې دا میاشت د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۱۸۰ ملکیان وژل شوي او څه باندې ۳۷۰ نور ټپيان دي. د امنېسټي انټرنشنل د جَنوبي اسیا څانګې مشر عمر وړایچ ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان... Читать дальше...

د هلمند والي: د لښکرګاه د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شوی

Pa.azadiradio.com 

د هلمند والي وایي د لښکرګاه د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شوی او افغان پوځیان اوس د هغو سیمو د نیولو لپاره عملیات کوي چې د طالبانو لاس ته لوېدلي. جنرال محمد یاسین پرون دا خبرې ازادي راډيو ته وکړې. هغه وویل د نادعلي، ناوې، باباجي او چاه انجیر په سیمو کې عملیات روان دي، خو مخالفینو ماینونه کېنولي چې د دوی پرمختګ‌یې لږ ستونزمن کړی. جنرال یاسین زیاتوي: "د پلان له مخې مخ ته روان یو. د دې لپاره چې دښمن په سړکونو، کوڅو، پلونو باندې ماینونه کېنولي دا عملیات لږ وخت نیسي." د هلمند والي داسې وخت... Читать дальше...

د پولیو نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې مثبتې پېښې زیاتې شوي'

Pa.azadiradio.com 

د اکټوبر ۲۴مه )نن شنبه( د پولیو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس پر ضد د مبارزې په لارو چارو باندې د خلکو د پوهاوي او د دې ویروس د له‌منځه وړلو هڅو ته ځانګړې شوې ده. د پولیو ویروس یوازې په محدودو هېوادونو له هغې ډلې افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې پاتې ده. په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو د ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل میر جان راسخ ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د ګوزڼ مثبتې پېښې زیاتې شوي. ښاغلی راسخ زیاتوي: "د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې د پولیو... Читать дальше...

د لیبیا د جګړې ښکېلو خواوو پر دایمي اوربند هوکړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د لیبیا د جګړې ښکېلو خواوو سمدستي د یوه دایمي اوربند د ټينګښت په سر تړون لاسلیک کړ. د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت او د خلیفه حفتر ډله د سویس په جنوا کې تر پنځو ورځو خبرو وروسته د جمعې په ورځ موافقې ته ورسېدل. په دې تړون سره هیلې ژوندۍ شوي چې د لیبیا د یوې لسیزې جګړې او وینې تویېدو ته د پای ټکی کېښودل شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دغه تړون ته رسېدل ستایلي. اخوا د ناټو سرمنشي هم د دغه تړون هرکلی، خو په تطبیق‌یې ټینګار کړی. ینس سټولټنبرګ وايي: "موږ د دغه اوربند... Читать дальше...

پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ د تمویل خړ لېست کې پاتې شو

Pa.azadiradio.com 

پاکستان بیا هم د نړیوالې ترهګرۍ د تمویل په خړ لېست کې پاتې شو. د تورو پیسو د مينځنې او د ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو پر چارو د څار ادارې (اېف ای ټي اېف) پرون په یوه اعلامیه کې دا خبر ورکړ. (اېف ای ټي اېف) له ۳۵ غړو هېوادونو او دوو سیمه‌ییزو سازمانونو جوړه اداره ده چې د نړیوالې ترهګرۍ د تمویل د سرچینو د وچولو او د تورو پیسو له مینځلو سره د مبارزې په هدف کار کوي. د دې ادارې د اعلامیې له مخې د پاکستان نوم یو ځل بیا په خړ لېست کې وساتل شو او پاکستان چې د دوی د ۲۷ شرطونو له ډلې په ۲۱ عمل کړی په... Читать дальше...

حبیب نورمحمدوف او جستین ګیجي نن شپه یو بل سره مخامخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د رزمي لوبو دوه پېژندل شوي لوبغاړي حبیب نورمحمدوف او جستین ګیجي نن شپه له یو بل سره مخامخ کېږي. دوی د رزمي لوبو د معتبره سازمان (یو اېف سي) په ۲۵۴ دور سیالیو کې لوبیږي چې دا وار یې کوربه د متحده عربي اماراتو پلازمېنه ابوظبي ده. حبیب نورمحمدوف وايي له خپلې اتلولۍ به دفاع وکړي، خو شرایط تر پخوا لږ څه متفاوته دي. ښاغلی نورمحمدوف زیاتوي: "د ما لپاره دا یو خاص وخت دی چې دلته په ابوظبي کې لوبه کوم. د کرونا وبا له شرایطو سره او دا چې ننداره‌چیان به نه‌وي، مینه‌وال به نه‌وي. لږ څه ستونزمنه ده." روسی... Читать дальше...



Москва

Участники Молодежного сообщества ВЫЗОВ взяли интервью у выдающихся деятелей России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Гранты города помогают НКО в реализации социально значимых проектов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Раскрыта тайна трека “На Заре 2020”. Вокалистом проекта “НаЗаре” является финалист шоу “Голос” Сергей АРУТЮНОВ. Несостоявшийся дуэт АРУТЮНОВА и его наставника Басты.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардия обеспечила правопорядок на футбольном матче «ЦСКА» - «Краснодар» в Москве

Росгвардия обеспечила безопасность футбольного матча в Дагестане

Росгвардия обеспечила правопорядок на футбольном матче «ЦСКА» - «Краснодар» в Москве


WTA

Хромачёва и Данилина выиграли турнир WTA в Гвадалахаре в парном разряде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России