طالبانو ته د ناټو پيغام: تاوتریخوالی کم او له ټولو ترهګرو سره اړیکې پرې کړئ
طالبانو ته د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو سازمان) د سرمنشي ینس سټولټنبرګ واضح پیغام، "د تاوتریخوالي نهمنونکې کچه راټیټه او له ټولو ترهګرو سره اړیکې پرې کړئ." ناټو پرون جمعه او وړمه ورځ د دفاع وزیرانو په سطحه د افغانستان په اړه بحثونه کړي. سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی او پهکار ده چې طالبان د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي. ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "طالبان باید د تاوتریخوالي نهمنونکې کچه راټیټه کړي څو د اوربند د ټینګښت لپاره زمینه برابره شي. Читать дальше...