Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 06.03.2021

مېکسيکو کې د ولسي ټرانسپورټ لپاره کېبل بسونه کارول کېږي

Mashaalradio.com 

د لاطيني امريکا هېواد مېکسيکو په مېکسيکو ښار کې د مارچ له څلورمې نېټې د ولسي ټرانسپورټ لپاره د کېبل په واسطه چلېدونکې ګاډي کارول پيل شوي. د څه باندې ۲۱ میليونه نفوس لرونکي دې ښار کې ګڼې ګوڼې ته په کتو حکومت غواړي چې د څه باندې نهه کلوميټره اوږد کېبل بس نظام له لارې لږ تر لږه ۴۸ زره کسانو ته د تګ راتګ زمينه برابره کړي. ويډيو: رويټرز

هېواد:که امريکا د کوم بل نظام لپاره هڅې ګړندۍ کړي، پايله به ورنه کړي

Pa.azadiradio.com 

هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي, د بین الافغاني مذاکراتو له درېدو او په دغې پروسې له ګڼو ستونزو وروسته امریکایانو د سولې بهير لپاره نوې تګلاره او نقشه طرحه کړې ده. وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې دغه طرحه د خلیلزاد له لوري له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، حامدکرزي، د یو شمېر ګوندونو له مشرانو او سیاسي څیرو سره شرېکه شوې ده. ورځپاڼې دغه شان لیکلي چې خلیلزاد دوحې ته د سفر پر مهال دغه طرحه له طالبانو سره هم شرېکه کړې ده. سرمقاله ليکونکي لیکلي چې افغان حکومت ته د امریکا نوې طرحه کې د انتقالي حکومت موضوع هم شامله ده. Читать дальше...

موټربم چاودنې د هلمند د ملي امنیت څارنوال وواژه

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت د ملي امنیت د څارنوالۍ رئیس محموداغا نن شنبه (د کب ۱۶مه) په یو برید کې ووژل شو.  د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان ازادي راډیو ته وویل، د ملي امنیت پر څارنوال نن سهار په مرکز لښکرګاه کې موټربم برید وشو: "د ملي امنیت د څارنوالۍ رئیس ښاغلی محمود اغا نن له کوره د دندې خوا ته روان و چې موټر بم برید پرې وشو او په شهادت ورسېد. یو یې سرباز ورسره شهید شوی او اته تنه ټپیان شوي دي."  د دې برید مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.



د بېلاروس چارواکو د 'ویاسنا'سازمان پرضد جنایي تحقیقات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس چارواکو د دغه هېواد د بشري حقونو د یوه منلي سازمان پرضد جنایي تحقیقات پیل کړي او د دې موسسې یو شمېر غړي یې نیولي دي.  د ویاسنا په نوم د بشري حقونو موسسې د جمعې (د کب ۱۵مه) په ورځ وویل، د  تحقیقاتو کمېټې دا دوسیه پرانېستې ده چې د دوی موسسه له اعتراض کوونکو سره چې عمومي نظم ګډوډوي، مالي مرسته کوي.  د دې موسسې څلور فعالان هم نیول شوي دي.  په بېلاروس کې د اګسټ له میاشتې راهیسې چې د ولسمشرۍ انتخابات وشول او په کې الکساندر لوکاشینکا د شپږمې دورې په مخه بریالی وبلل شو، تقریباً هره ورځ اعتراضونه وي. Читать дальше...

رسنۍ: روسي توغندیو د سوریې شمال کې ۳ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

روسي توغندیو د سوریې په شمال کې د تیلو د تصفیه کېدو سیمې په نښه کړي دي.  ترکي رسنۍ او په لندن کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله خبر ورکوي چې دې برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ګڼ کسان ټپیان شوي دي.  د سوریي د بشري حقونو د څار ډله وایي چې د مارچ په پنځمه د سوریي ساحل ته نژدې له روسیې بېړۍ لږ تر لږه درې توغندي د ترابلس ښارګوټي ته نژدې د تیلو د پلور او د تیلو د تصفیه کېدو د مرکز پر لور ویشتل شوي دي. دا ښارګوټی د ترکیې پولې ته نژدې پروت دی.  بل لور ته د سوریې د حکومتي ځواکونو له لوري د الباب ښار ته نژدې سیمې په نښه شوي دي. Читать дальше...

البانیا دوهم نړیوال هوایي ډګر جوړوي

Pa.azadiradio.com 

البانیا د دوهم نړیوال هوایي ډګر د جوړېدو د چارو پریکړه وکړه. د بالکان دغه هېواد غواړي چې په دې ډول د ګرځندوی صنعت پراخ کړي.  د البانیا صدراعظم ایدي راما په یوه بیان کې د جمعې په ورځ وویل، هوایي ډګرونه کارونه پیدا کوي او د پرمختګ سبب کېږي.  دا هوایي ډګر د وولوري  په ښارګوټي کې چې د البانیا په جنوب لویدیځ کې دی، ودانیږي.  پر دې هوایي ډګر به یو سل او پنځه ویشت میلیونه ډالر ولګېږي. د دې له جوړېدو سره به خلکو ته د البانیا په زړه پورې ادریاتیک سمندرغاړو ته تګ اسانه شي.  په البانیا کې اوس یوازې... Читать дальше...

افغانستان کې د سکاټ مېلر د کار ۹۱۵ ورځې پوره شوې، څه یې کړي؟

Pa.azadiradio.com 

سټارز اېنډ سټرایبز سټارز اېنډ سټرایبز ورځپاڼه په یوه لیکنه کې وايي، د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د قوماندان په توګه د جنرال سکاټ مېلر د کار ۹۱۵ ورځې پوره شوې. په دې حساب نوموړی هغه کس شو چې تر نورو زیات یې د امریکا په تر ټولو اوږده جګړه کې د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې. د ورځپاڼې په وینا د ۲۰۱۸ میلادي کال د سېپټمبر په دویمه نېټه مېلر د خپلې لوړې په مراسمو کې ویلي و: نړۍ پوهیږي چې د امریکا متحده ایالتونه نه ناکامېږي. د مقالې په دوام راغلي، له هغې وخت تر... Читать дальше...

د اروپا پارلمان افغانستان کې دوامداره تاوتریخوالی غندلی

Pa.azadiradio.com 

د اروپا پارلمان په افغانستان کې هدفي وژنې او دوامداره تاوتریخوالی غندلی دی. پرون جمعه(د کب ۱۵مه) ناوخته د افغانستان د وضعې په اړه د اروپايي پارلمان په اعلامیه کې د خبریالانو، بشري حقونو د فعالانو او د مدني ټولنو د غړیو د وژنې په غندلو سربېره د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه شوې ده. په اعلامیه کې د مارچ په دویمه په ننګرهار کې د درېیو ښځينه خبریالانو وژنه سخته د اندېښنې وړ بلل شوې ده. له افغانستان سره د اروپا د پارلمان د اړیکو د ډلې مشر پیټراس اوسټرېویچیوس په حواله په دې اعلامیه کې راغلي، دا ډېره... Читать дальше...



د بشر حقونو کمېسیون د ۷ زړورو افغان مېرمنو په اړه د امریکا پرېکړه ستايي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اقدام ستایلی چې ۷ افغان وژل شوېو فعالو مېرمنو ته د زړورتیا افتخاري اوارډ ورکوي. دغه کمېسیون پرون جمعه (د کب ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې دا ۷ ښځې ۲۰۲۰ میلادي کال په هدفي بریدونو کې ووژل شوې. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په اعلامیه کې د اووه افغان مېرمنو په ډله کې د فاطمه ناتاشا خلیل یادونه شوې چې په خبره یې بشري حقونو ته متعهده وه او تل یې د افغانانو د ژوند د ښه کېدو لپاره هڅې کولې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی... Читать дальше...

چارواکي: هند کې نیول شوي ۴ افغان تبلیغیان خوشې او هېواد ته ستانه شول

Pa.azadiradio.com 

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت وايي، څلور تنه افغان تبلیغیان چې په هند کې بندیان وو، خوشې او هېواد ته ستانه کړل. د دغه سفارت په ټوېټر پاڼه دا خبر بېګا ناوخته خپور شو. په ټوېټ کې زیاته شوې چې دغه څلور افغان تبلیغیان په هندوستان کې د کرونا د ویروس د خپرېدو پر مهال نیول شوي وو. معلومه نه ده چې د هند پولیسو دا افغانان په کوم تور زندان ته اچولي وو.

د امریکا سنا پر ۱،۹ ټریلیون ډالره بودیجې په اړه بحثونه پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا جرګې د کووېډ-۱۹پر مهال خلکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په هدف د۱۹۰۰  میلیارد ډالرو یا یو اعشاریه نهه ټریلیون ډالرو بودیجې په اړه بحثونه پيل کړي. د دې بودیجې طرحه د ولسمشر جوبایډن له خوا وړاندې شوې. ښايي د دې پیسو د مصرف په اړه بحثونه ډېر وخت ونیسي وي. د دغه پروګرام هدف دا دی چې په امریکا کې له کووېډ – ۱۹ سره ښه مبارزه او زیانمن شوي اقتصاد سره مرسته وشي. د دغه پروګرام له لارې هر امریکايي ته د ۱۴۰۰ ډالرو ورکړې وړاندیز شوی دی. د کووېډ-۱۹د واکسین پیسې، ټېسټونه، دولتي ادارو او... Читать дальше...

د بلوچستان چاودنې ۵ کارګر وژلي او ۲ پاکستاني سرتیري یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

تېر ماښام د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه لېرې پرته سیمه کې د ساختماني کارګرو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه کسان وژل شوي او د هغوی دوه سرتیري ټپیان دي. هېچا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. د سیبۍ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر زاهد شاه ویلي چې د دې چاودنې په اړه څېړنې پيل شوي دي. بلوچستان له کلونو د فرقه یي شخړو او د پوځ او بلوڅ بېلتون پالو عموماً د بلوچستان د ازادۍ لښکر او ازادۍ جبهې وسله والو د بریدونو شاهد دی. بلوڅ بېلتون پال خپلواکي غواړي.

کرستین برګینر: امنیت شورا دې د میانمار په اړه چټک ګامونه پورته کړي

Pa.azadiradio.com 

د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړې استازې له امنیت شورا غوښتي چې د میانمار په اړه متحد او چټک ګامونه پورته کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې وخت په میانمار بحث وکړ چې جمعه (د کب ۱۵مه) هم د دغه هېواد پوځیانو په مظاهره چیانو باندې زورزیاتی کړی دی. له مظاهره چیانو سره د حکومت زورزیاتي ګڼ نړیوال غبرګونونه پارولي دی. تر اوسه پورې د مظاهره چیانو له ډلې شااوخوا ۵۰ تنه وژل شوي او تر ۱۷۰۰ زیات نیول شوي دي. د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې کرستین برګینر د لسګونه ملکي مظاهره... Читать дальше...

نور: د امریکا نوې طرحه ښه ارزوم ځکه۲۰ کلنه لاسته راوړنه په کې خوندي ده

Pa.azadiradio.com 

د افغان ولسمشر د ټاکنو د دورې متحد او د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطا محمدنور د زلمي خلیلزاد له خوا وړاندې شوې طرحه ښه ارزوي. ښاغلي نور چې په خپله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي وايي، په دې طرحه کې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب په پام کې نیول شوی دی. هغه له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د طرحې درې مهمې او عمومي برخې داسې یادې کړې: "لومړۍ برخه پر اساسي قانون او راتلونکي اسلامي دولت باندې موافقه ده هر دولت چې منځته راځي. دوهمه برخه د اجرائیوي... Читать дальше...

پاپ فرانسس په عراق کې د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

پاپ فرانسس عراق ته د سفر په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او تُندلارې په ختمولو ټينګار وکړ. دا عراق ته چې د عیسویانو ټولنه یې د جنګ جګړو له امله څو کلونو په اوږدو کې کمه شوې لومړنی سفر دی. د نړۍ د کاتولیک عیسویانو ۸۴ کلن رهبر په نړۍ کې د کرونا ویروس اندېښنو او د عراق امنیتي ګواښونو ته له پام پرته دغه هېواد ته سفر کړی دی. دا په تېر یوه کال کې د پاپ لومړی بهرنی سفر دی. د عیسوي عراقیانو لپاره چې کلونه د دغه هېواد د نورو وګړو په څېر له فرقه يي شخړو او ترهګرۍ سره لاس او ګریوان دي د پاپ څلور ورځنی سفر هیله بښونکی بلل کیږي. Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Кинопродюсер.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


ATP

Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Сергей Брановицкий

Кинопродюсер.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России