پنټاګون ۲ میاشتې نور هم ۲۳۰۰ سرتیري د کانګرس خوندیتوب ته ساتي
پنټاګون به د دوو نورو میاشتو لپاره هم د ملي ګارد ۲۳۰۰ سرتیري په واشنګټن کې د کانګرس د ودانۍ د خوندیتوب لپاره وساتي. پنټاګون پرون (د مارچ په نهمه) وویل چې د دفاع وزیر لوېډ اسټن ( Lloyd Austin) په دې اړه د کانګرس د پولیسو هغه غوښتنه ومنله چې ویلي یې و، د مې تر ۲۳مې پورې دې د ملي ګارد دا شمېر سرتیري واشنګټن کې پاتې شي. دا د ملي ګارد د هغو ۵۲۰۰ سرتیرو نیمایي برخه ده چې د کپیټول یا ګانګرس ودانۍ د ساتنې لپاره ګمارل شوي دي. پنټاګون ویلي، راتلونکو اونیو کې د کانګرس له پولیسو سره په همغږۍ کې شرایطو... Читать дальше...