Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 16.03.2021

افغان سوله؛ خلیلزاد د مسکو غونډه کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د مسکو په کنفرانس کې ګډون وکړي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورتر پرون شپه په یوه خبري غونډه کې د مسکو په کنفرانس کې د خلیلزاد د ګډون خبر ورکړ. نوموړې وویل، د مسکو غونډه د هغو نړیوالو هڅو تکمیلوونکې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ برخه کې کار کوي او ښيي چې نړیواله ټولنه دې برخه کې تر دې دمه د شوي پرمختګ په برخه کې اندېښمن دي.  د مسکو په غونډه کې... Читать дальше...

۲ امریکايي وزیران خپل جاپاني سیالانو سره د اتحاد پر پیاوړتیا غږیږي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران انتوني بلېنکن او لوېډ اسټن نن سې شنبه (د کب ۲۶مه) په توکیو کې له خپلو جاپاني سیالانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتحاد پر پیاوړتیا خبرې وکړي.  دا د ولسمشر جوبایډن د کابینې د دوو مهمو وزیرانو لومړی بهرنی رسمي سفر دی.  د جاپان د بهرنیو چارو وزیر پرون دوشنبه وویل، په دې خبرو کې به ډېر تمرکز پر چین وي چې په اندو- پسفیک سیمه کې مخ پر زیاتېدو نفوذ یې اندېښنې پارولې دي. توشي میڅو موتېګي زیاته کړه چې جاپان او متحدایالاتونه به د روان وضعیت... Читать дальше...

اطلاعات روز: د افغان سولې لپاره د مسکو غونډه به څه پایلې ولري؟

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر او په مسکو کې د افغان سولې په پار د جوړېدونکې غونډې په اړه کابل چاپ ورځپاڼو یو شمېر تبصرې او مقالې خپرې کړي دي. اطلاعات روز اطلاعات روز ورځپاڼې په روسیه کې د افغان سولې په اړه کېدونکې ناستې ته په اشارې لیکلي چې دا ناسته به څه پایلې ولري؟   وړاندې راغلي، روسیه د افغانستان په جنګ او سوله خپل اغېز لري، خو د یو سیمه ییز ځواک په توګه د روسیې جیو پولیټیکي ګټې دا ایجابوي چې د سیمې سیاسي قضیو کې په خپله دخیل وي. Читать дальше...



د بغلان پوهنتون پر استادانو او محصلانو برید؛ ۲ تنه مړه او ۶ نور ټپيان دي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان د زراعت پوهنځي د استادانو او محصلینو پر موټر نن د مرکز پلخمري په لمن کې برید شوی دی.  د بغلان پوهنتون رئیس عبدالقدیر مهان ازادي راډیو ته وویل، پر یوه کاسټر موټر چې د زراعت پوهنځي استادان او محصلان په‌کې روان وو، د پلخمري ښار په شمالي څنډه کې د خلازیو په سیمه کې برید شوی دی. د بغلان د عامې روغتیا ریاست د رسنیو مسؤل عبدالله ملنګ ازادي راډيو ته د دې پېښې د قربانیانو په اړه وویل: "دوه تنه مو شهیدان دي او شپږ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې یو محصل دی او بل د موټر چلوونکی دی."  په دې برید کې استادان ټپيان شوي دي. Читать дальше...

پر کانګرس یرغل؛ محکمې ۲ تنه پر یوه پولیس په برید تورن کړي

Pa.azadiradio.com 

د واشنګټن ډي سي یوې محکمې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د جنوري په شپږمه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د یرغل په قضیه کې دوه کسان پر یوه پولیس افسر په برید تورن کړي دي.  د امریکا د عدلیې وزارت وايي، د پنسلوانیا اوسېدونکی ۳۲ کلن جولیان خاطر او د لویدیځې ویرجینیا اوسېدونکی ۳۹ کلن جورج تانیوس محکمې ته د یوه شکایت پر اساس نیول شوي دي.  خاطر او تانیوس پر کانګرس د یرغل په پېښه کې حاضر وو او ویډیو یې په داسې حال کې اخېستل شوې ده چې د پولیس افسر براین سیک نېک پرمخ د حیواناتو پر ضد د ځانګړي سپرې په شیندلو کې له یو بل سره همکاري کوي. Читать дальше...

ملګرو ملتونو د سوریې د کړکېچ حل لپاره نوی نړیوال فارمټ غوښتی

Pa.azadiradio.com 

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګایر پېډېرسين د سوریې د کړکېچ د سیاسي حل د بیا پیل لپاره د نوي نړیوال فارمټ غوښتنه کړې. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د سوریې د کورنۍ جګړې لسم کال پوره شوی.  ښاغلي پېډ ېرسېن پرون د مارچ په ۱۵مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې انلاین غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په نوېو هڅو کې باید متحد ایالات، اروپايي ټولنه، ایران، ترکیه او عربي هېوادونه ګډون ولري. هغه زیاته کړه چې د سوریې د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره نړیواله ډيپلوماسي ډېره مهمه ده. پېدېرسېن... Читать дальше...

تخار کې سندرغاړي وايي د طالبانو پراخ فعالیت د دوی کاروبار سقوط کړی

Pa.azadiradio.com 

په تخار ولایت کې سیمه ییز سندرغاړي وايي چې دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د پراخ فعالیت له کبله د دوی کاروبار سقوط کړی او دغه راز د موسیقي مېنوال هم کم شوي دي. سیف الرحمان صمیم چې له ۲۰ کلونو راهیسې موسیقي غږوي او سندرې وايي، د دوی کاري ساحه اوس يوازې د تالقان ښار پورې محدوده شوې او نه شي کولى له ښاره بهر ولاړ شي. دی وايي: "واقعاً زموږ سیمه ییزه موسیقي له خطر سره مخ ده، ځکه کلیوالو سیمو سقوط کړی او د سندرغاړو او موسیقۍ پر وړاندې منفې فکرونه زیات شوي. پر موږ د فعالیت فضا تنګه شوې. وېره لرم چې... Читать дальше...

سوله؛ عبدالله د افغان دولت په استازیتوب د مسکو غونډه کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د دولت په استازیتوب د مسکو په غونډه کې ګډون کوي. دغه غونډه را روانه پنجشنبه په مسکو کې جوړېږي چې طالبانو هم په کې د خپل ۱۰ کسیز هیئت د ګډون کولو ډاډ ورکړی دی. د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري، د مسکو په غونډه کې د ښاغلي عبدالله ګډون مهم وباله او له طالبانو یې وغوښتل: "هیله من یو د طالبانو ډله له دغه راغلي فرصت څخه د افغانانو د ګټو لپاره کار واخلي او پام ورته وکړي." بل خوا په پام کې ده د ترکیې په استانبول کې... Читать дальше...



روغتیا وزارت: ۴۲زره دولتي کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یوه مسووله وايي، په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسین نږدې ۴۲زره دولتي کار کوونکو ته لګول شوی دی. په کابل کې د اندراګاندي روغتون رئیسې حلیمې بلوچزاده وویل چې دا مهال دغه واکسین، روغتیایي کار کوونکو، ښوونکو، دولتي او د رسنیو کار کوونکو ته لګول کېږي:"څومره ډېر ځوانان مو له لاسه ورکړل. اوس دوی ته واکسین لګوو چې له کووېډـ۱۹ ناروغۍ وژغول شي. هیله مې دا ده چې دوی د واکسین په لګولو کې ناغېړي ونه کړي، بلکې ژر تر ژره راشي او خپل واکسین ولګوي." افغانستان د اسټرازِنِکا واکسین... Читать дальше...

د کمال­ خان بند د جوړونې چارې بشپړې شوي د 'وري په ۲مه' پرانېستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دولت وايي، په نیمروز ولایت کې به کمال­ خان بند چې د جوړونې چارې یې بشپړې شوي، را روانه دوشنبه (د وري/حمل پر دویمه) په ځانګړو مراسمو کې پرانېستل شي. د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویاند، نظام الدین خپلواک پرون دوشنبه(د کب ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل: "د جوړولو چارې یې بشپړې شوي او راتلونکی میاشت ګټې­ اخېستنې ته سپارل کېږي. تر ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو زیات لګښت ورباندې راغلی چې د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخېره کولو وړتیا لري او د دې تر څنګ به ۱۷۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي." کمال خان... Читать дальше...

پولیس: غور کې روح الله نومی ځوان په مرموز ډول وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د غور ولایت پولیس په دغه ولایت کې د روح الله په نوم د یوه ځوان د مرموزې وژنې خبر ورکوي. د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالقادر ولیزاده پرون دوشنبه (د کب ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ځوان درې ورځې مخکې له فېروزکوه ښاره ورک شوی و چې مړی یې د یکشنبې ماښام د پولیسو له خوا د خلکو په مرسته وموندل شو. ښاغلي وليزاده زیاته کړه: "د سیمې د خلکو په مرسته  تر پلټنې وروسته په اخته خانه سیمه کې د دغه ځوان مړی او موټر پیدا شول. قضیه د پولیسو له خوا څېړل کېږي." د وژل شوي ځوان د کورنۍ غړي وايي، دغه ځوان... Читать дальше...

فرانسه، جرمني او ایټالیا د کرونا ضد اسټرازِنِکا واکسین بندوي

Pa.azadiradio.com 

فرانسې، جرمني او ایټالیا اعلان وکړ چې د اسټرازِنِکا په نوم د کرونا ضد واکسین لګول بندوي. د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون دوشنبه (د کب ۲۵مه) وویل، هېواد یې د احتیاطي اقدام په ډول د دغه واکسین لګول ځنډوي او د اروپا د درملو د تنظیم ادارې تر ارزونې وروسته په دې اړه پرېکړه کوي. له بلې خوا د جرمني د روغتیا وزیر ینس سپان پرون دوشنبه وویل چې جرمني هم د اسټرازِنِکا واکسین تطبیق دروي. ده زیاته کړه چې دا اوس د اروپا د درملو د تنظیم په ادارې پورې اړه لري چې د دغه واکسین د تطبیق یا هم بندولو په اړه پرېکړه وکړي. Читать дальше...

ناوالنۍ:د روسیې پوکروف 'بدنامه توقیف ځای' ته لېږدول شوی یم

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د اپوزیسیون سیاستوال الکسي ناوالنۍ تایید کړه چې په پوکروف ښار کې یوه بدنامه توقیف­ځای ته لېږدول شوی دی. ده دغه مرکز له یوه دوستانه اجباري کمپ سره تشېبه کړ. ښاغلي ناوالنۍ پرون دوشنبه (د کب ۲۵مه) په انسټاګرام کې خپل له یوه عکس سره لیکلي چې د IK-2 په نوم زندان ته درې ورځې مخکې له لېږدولو وروسته بهتره دی. ناوالنۍ د مارچ میاشتې پر درېیمه نېټه په کولچو-ګینو ښارګوټي کې درېیم نمبر توقیف­ځای ته ولېږدول شو. اټکل دا و چې دی په تدریجي ډول په پوکروف کې یوه تبعیدځای ته ولېږدول شي. دغه تبعیدځای... Читать дальше...

مزار شریف کې د پېړۍ بدلون او د نوروز جشن د لمانځلو ته پراخ چمتووالی نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

تر راتلونکو څو ورځو ۱۳۹۹ لمریز کال پای ته رسېږي او ورسره سم ۱۴مه پېړۍ هم پیلېږي. د هر لمریز کال په لومړۍ ورځ په بلخ کې د ۴۰ ورځو لپاره د نوروز مشهور جشن لمانځل کېږي. تېر کال دا جشن د کرونا وبا د خپرېدو له امله ترسره نه‌شو. خو اوس په داسې حال کې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال ختمېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، د بلخ ځايي چارواکي وايي چې د نوروز جشن د لمانځلو لپاره چمتووالی نیول شوی دی. د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال عطا محمد ساهو ازادي راډیو ته ویلي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د نوروز جشن به د کورني او بهرني مېلمانو په ګډون ولمانځل شي. Читать дальше...

نیویارک ټایمز: امریکا په افغانستان کې له اعلان شوې شمېرې زیات سرتېري لري

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز له امریکا خپرېدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي، امریکا په افغانستان کې پر اعلان شوې شمېرې سربېره ۱،۰۰۰ اضافي سرتېري لري.  د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي، دوی دا مهال افغانستان کې دوه‌نیم زره سرتېري لري، خو ورځپاڼې د امریکایي، اروپایي او افغان چارواکو په حواله ویلي، د پوځیانو اصلي شمېر درې نیم زره دی.  د لیکوال په باور، دا مسئله به په سپینه ماڼۍ کې هغه بحثونه لا پېچلي کړي چې د طالبانو او د امریکا د دوحې تړون په اړه روان دي.   دا بحثونه... Читать дальше...

د مصالحې شورا: مسکو غونډه فرصت ده، طالبان دې د افغانانو په ګټه ترې کار واخلي

Pa.azadiradio.com 

د ملي مصالحې عالي شورا یوه چارواکي په مسکو کې جوړېدونکې غونډه د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا او برخلیک ټاکلو لپاره مهمه وبلله. په پام کې ده، دغه غونډه را روانه پنجشنبه د مسکو په کوربه توب وشي چې د طالبانو لوري هم په کې د خپل پلاوي د ګډون ډاډ ورکړی دی. د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري، تېره شپه ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه غونډه د سولې لپاره یو فرصت وباله. نوموړي وویل: "دې ­ته په پام سره چې په افغانستان کې شرایط بحراني، نازک او د اندېښنې وړ دي، دغه راز د نړۍ... Читать дальше...

ایران کې راروانې ټاکنې؛ ظریف: امریکا دې پر اټمي موضوع بېرته مذاکرو ته وګرځي

Pa.azadiradio.com 

ایران په جون میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په چمتووالي بوخت دی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له متحدو ایالاتونو غواړي چې پر اټمي موضوع مذاکرو ته بېرته مخه کړي. محمد جواد ظریف اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، ښايي د امریکا له نوې ادارې سره په مذاکرو کې پرمختګ ستونزمن وي او وخت ونیسي. ظریف زیاته کړه: "وروسته له هغې چې د امریکا متحد ایالاتونه د شپږو کلونو مخکې موافقې طبیق ته مخه کړي، موږ به هم سم د لاسه ورستانه شو. دا کار په اسانۍ کېدای شي. اړتیا نه ده چې په دې اړه خبرې وکړو ځکه پوهېږو چې په کوم پړاو کې یو. Читать дальше...



Москва

Слушатель из Смоленска выиграл на «Авторадио» «Москвич 3»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Элджей

Рэпер Элджей стал зарабатывать меньше в восемь раз




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию


Ролан Гаррос

Теннисистка из Пятигорска вышла в четвёртый круг турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Свыше 2,2 тыс. случаев коронавируса выявили в столице за неделю



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России