د امریکا د جورجیا په اتلانتا ښار کې ۸ تنه وژل شوي
د امریکا د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار او هغه ته څېرمه د ډزو په درې جلا پېښو کې اته تنه وژل شوي دي. د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې د دغو پېښو په تړاو یو ۲۱ کلن تورن کس د اتلانتا په ۲۴۰ کیلومترۍ کې نیول شوی دی. د چیروکي د سیمې د پولیسو مشرجی بکر وویل، اکثره قربانیانې اسیایي نژاده ښځې دي خو نوموړي په دې اړه چې د دغو ډزو تر شا انګېزه څه وه، له احتیاطه کار واخېست او ویې ویل چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي. څلورتنه اتلانتا ته نژدې د اکورټ سیمه کې، درې د ګولډ مسیج سپا سیمه کې او یو اروما تیراپي سپا سیمه کې وژل شوي دي.