Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 18.03.2021

نوې نوښت؛ رسول رضايي کابل کې 'مرخیړي' هم پالي او هم یې پلوري

Pa.azadiradio.com 

افغانستان چې د وګړو ډېرسلنه یې ځوانان دي، ډېری یې له بې کارۍ کړېږي او ډېر کله د کاروبار په لټه نورو هېوادونو ته د سفر خطرناکې او قاچاقي لارې خپلوي. خو رسول رضایي بیا یو له هغه افغانانو دی چې د یوه نوې کار نوښت یې کړی او نور نه غواړي بهرنیو هېوادونو ته په کار پسې ولاړ شي. دا چې څه کوي؟ په دې ویډیويي راپور کې یې جزئیات وګورئ:

د بېلاروس د اپوزیسیون مشره: امریکا دې پر لوکاشینکا نور فشار راولي

Pa.azadiradio.com 

د بېلاروس د اپوزیسیون مشرې سویتلانا څیخانوفسکایا د امریکا له متحدو ایالاتونو غوښتنه وکړه چې پر زورواکي مشر، الکساندر لوکاشینکا نور فشار راولي.  هغې ویلي چې واشنګټن دې د بېلاروس پر رژیم د بندیزونو په پراخولو سره خپل حد اکثر فشار راولي او دا رژیم مجبور کړي چې د ډیالوګ لپاره د اپوزیسیون غوښتنې ته غاړه کښېږدي.  مېرمن څیخانوفسکایا چې پرون چهارشنبه(د کب ۲۷مه) یې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې وویل، اضافي بندیزونه باید قاضیان، دولتي شرکتونه، امنیتي افسران،... Читать дальше...

شمالي کوریا: څو چې امریکا خپله تګلاره بدله نه کړي خبرو ته نه حاضریږو

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا، د امریکا د متحدو ایالاتونو پر هغو هڅو عکس العمل وښود چې غواړي پر اټمي موضوع ورسره مذاکرې بېرته پیل کړي.   د شمالي کوریا په خبره تر هغو چې واشنګټن خپله تګلار بدله نه کړي، دوی به دغو مذاکرو ته حاضر نه شي.   د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې چوی سون هوی  نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) د پیونګ یانګ پخوانی دریځ تکرار کړ او ویې ویل، تر هغو چې امریکا خپله د خصومت پالیسي بېرته نه وي اخیستې، هېڅ ډول ډیالوګ ورسره ممکن نه دی.   هغې ویلي، شمالي کوریا به په راتلونکي کې هم د امریکا دغه ډول هڅې له پامه وغورځوي. Читать дальше...



جلال اباد کې چاودنې د ملي امنیت یو کار کوونکی ټپي کړ

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهارپه مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د ملي امنیت یو کار کوونکی ټپي کړ. د ننګرهار رسنیو دفتر وايي چې دغه چاودنه نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) سهار شااوخوا اته نیمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند افغان ترک لېسې ته څېرمه د ملي امنیت پر رنجر موټر شوې ده چې د ملي امنیت یو کارکوونکی  په کې ټپي شو. چاودنه د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د یادې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

کابل کې چاودنې ۳ تنه وژلي؛ عبدالله پېښه غندلې

Pa.azadiradio.com 

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې د خیرخانې کوتل سیمه کې د نن سهار چاودنه وغندله.  ښاغلي عبدالله نن پڼجشنبه(د کب ۲۸مه)  سهار په یوه اعلامیه کې ویلي: 'د ملکي وګړو په نښه کول، بشرضد جنایت، ظالمانه او د ټولو اسلامي، اخلاقي او انساني ارزښتونو خلاف دی."  په دې چاودنه کې د کابل د امنیې قوماندانۍ په خبره ۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.   د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، دا پېښه هغه وخت وشوه چې یو کاسټر ډول موټر پر ماین ور برابر شو. Читать дальше...

د مسکو غونډه افغان سولې لپاره څومره اغېزمنه او د کومې ډلې په ګټه به تمامه شي؟

Pa.azadiradio.com 

نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناسته پیلېږي چې درې ورځې دوام کوي. په مسکو کې نننۍ ناسته د افغان سولې خبرو د چټکتیا په هدف ترسره کېږي. په دې ناسته کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي هم برخه اخلي. د افغانستان د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ دولس کسیز پلاوی مسکو ته رسېدلی دی. د سولې په چارو کې دولت وزیر سیدسعادت منصور نادری، د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزی، متین بېګ، احمدنادر نادري، حبیبه سرابي د دې پلاوي نور غړي دي. دغه شان... Читать дальше...

د امریکا ولسمشر: د روسې ولسمشر پوتین 'قاتل' دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن خپل روسي سیال ولادمیر پوتین ته د 'قاتل' خطاب کړی دی.  هغه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ګواښ وکړ چې د روسیې ولسمشر به ډېر ژر د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په ګټه د خپلې لاس وهنې عواقب وویني.  له سي.بي.ایس نیوز سره په مرکه کې ښاغلي بایډن وویل: "هغه به د دې بیه پرې کړي، موږ اوږدې خبرې وکړې، موږ یو بل نسبتاً ښه سره پيژنو، کله مو چې خبرې پیل کړې، ومې ویل چې یو بل پيژنو، که ما دا ثابته کړه چې دا کار شوی، پس باید چمتو اوسې."  دا خبرې داسې مهال کېږي چې د... Читать дальше...

بلخ کې د مېرمنو اعتراض: ماشوم عبدالروف دې له تښتوونکو وژغورل شي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې پرون چهارشنبه (د کب ۲۷مه) لسګونه ترکمني مېرمنو دغه ولایت کې د تښتول شوي نهه کلن ماشوم د تښتونې پرضد اعتراض وکړ.  دا مېرمنې په مزارشریف کې د بشري حقونو د ساحوي کمېسیون مخې ته راټولې شوې وې او غوښتنه یې کوله چې ماشوم عبدالروف باید له تښتوونکو وژغورل شي.  دغه ماشوم نژدې پنځه میاشتې مخکې په مزار شریف کې ښوونځي ته پر لار وتښتول شو، خو تراوسه یې کوم درک نه دی لګیدلی.  لوړپوړو افغان چارواکو او د بلخ ځایي مسولینو ویلي، د عبدالروف د ژغورنې لپاره یې ډېرې عملي هڅې کړي، خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.



کرکټ؛ افغانستان او زېمبابوې سبا جمعه دوهمه لوبه ترسره کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې سبا جمعه د روانې شل اورېزې لوبلړۍ دوهمه لوبه ترسره کوي.  د دې سریز لومړنۍ لوبه پرون افغان لوبډلې د اته څلويښتو منډو په توپیر وګټله.  په ابوظبۍ کې د پرونۍ دې لوبې غوره لوبغاړی د افغانستان د پيل توپ وهونکی رحمان الله ګربز وپیژندل شو.  ګربز په ۴۵ توپونو ۸۷ منډې جوړې کړې چې دې کې یې ۷ شپږیزې او ۶ څلوریزې ووهلې.  توپ اچونه یا باولینګ کې بیا د تل په څېر راشد خان ښه وځلېد او وې کولای شول چې د زیمبابوې درې لوبغاړي وسوځوي.

پاکستان کې سند لرونکو افغان کډوالو ته ځیرک کارتونه ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان کابینې تایید کړې چې هلته دېره سند لرونکو افغان کډوالو ته به د اوسېدو ځیرک کارتونه ورکوي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پرون پرخپله ټویټرپاڼه دا خبر ورکړی دی. نوموړي لیکلي چې دغو ځېرکو کارتونو کې به د کډوالو ټول شخصي معلومات ثبت وي. د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر دا کار د کډوالو لپاره د اسانچارۍ یو بل ګام یاد کړی دی. د شمېرو له مخې پاکستان کې شااوخوا درې نیم میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې دوی کې یې یوازې نژدې یو نیم میلیون د اوسېدو قانوني اسناد لري.

سټارز انډ سټرایپس: افغانستان کې د مېلر په نوم د ټولنیزو رسنیو ۹۰۰ حسابونه جوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

سټارز انډ سټرايپس سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند په وینا لیکي چې دغو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې پر هغو طالبانو بمباري کړې ده چې څو ځله‌یې د افغان حکومت پر ځواکونو بریدونه وکړل.  په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګېت د چهارشنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې امریکایي الوتکو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کندهار په ژړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.  ساني لګېت په ټویټر کې دا هم لیکلي دي چې له طالبانو سره د شوي تړون له مخې امریکایي... Читать дальше...

د وینې د غوټه کېدو احتمال سره-سره د 'اسټرازینیکا' د تطبیق سپارښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین د خوندیتوب مشورتي ډلې پرون چهارشنبه (د کب ۲۷مه) د کرونا ضد اسټرازینیکا واکسین په اړه د اروپا د درملو د ادارې نظر تایید کړ. د اروپا د درملو د تنظیم ادارې یوه ورځ مخکې ویلي و، داسې هېڅ اسناد نشته چې د اسټرازینیکا واکسین او د وینې د غوټې کېدو ترمنځ رابطه وښيي. د روغتیا نړیوال سازمان مشورتي ډلې ټینګار وکړ چې هېوادونه باید د اسټرازینیکا واکسین تطبیق ته دوام ورکړي. اسټرازینیکا شرکت هم ویلي، د واکسین د خوندیتوب د ارزونې معلومات ښيي چې له واکسین وروسته په بدن کې د وینې د کلکېدو شواهد نشته. Читать дальше...

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي محکمې ته حاضر شو

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د ۲۰۱۲ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو د ناقانونه تمویل په تړاو محکمې ته حاضر شو.  هغه په دې ټاکنو کې بریالی نه شو.  د سرکوزي محکمه پرون چهارشنبه (د کب ۲۷مه) ترسره شوه.   له دې دوه اوونۍ مخکې ۶۶کلن سرکوزي د اداري فساد او یوې بلې قضیه کې د لاس لرلو په تور محکوم وپېژندل شو.  که هغه مجرم وپیژندل شي، له یوه کال حبس او نقدي جریمې له سزا سره به مخامخ شي.  سرکوزي پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي.  د نوموړي دا محاکمه ابتدایي ده او ټاکل شوې د اپریل تر پنځلسمې نېټې دوام وکړي.

د مسکو غونډې پیل؛ هدف‌يې د سولې د روان ټکني بهیر ګړندي کول دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د مسکو غونډه پیل شوه. د مسکو د نننۍ غونډې یو هدف د سولې د روان ټکني بهیر ګړندي کول دي. د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډه کې د روسیې دریځ په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه روانه ده او ګډونوال‌یې د سولې د روان بهیر پر چټکتیا او ورته نورو مسایلو خبرې کوي. د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې د ویناوالو له ډلې و او نوموړي له طالبانو غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاته شي. د غونډې له جریانه لا ډېر جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو اټکل... Читать дальше...

ایران په نطنز اټمي بټۍ کې د یورانیمو پخول پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

ایران په نطنز ځمکې لاندې اټمي بټۍ کې د پرمختللو سنټرفیوژونو په وسیله د یورانیمو پخول پيل کړي دي.  دا د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه د ایران تازه سرغړونه بلل کېږي.  د اټمي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې پرون چهارشنبه وویل، د دوی مشر رافایل ګروسي دوه ورځې مخکې د اټمي تړون لاسلیکونکو هېوادونو ته دا خبر ورکړی دی.  دوی ویلي، ایران اوس مهال له ( آی. آر-۴) ډوله سنټرفیوژونو په وسیله تر پنځو درجو پورې یورانیم پخوي.  دا د یورانیمو د پخولو د پروسس پرمختللي وسایل یاد... Читать дальше...

داوودزی: له وخته مخکې د ټاکنو پرېکړه جمهور رئیس نه، لویه جرګه دې وکړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی وایي، جمهور رئیس د قانون له مخې د دې واک نه لري چې خپله کاري موده را لنډه او یا یې پریږدي. محمد عمر داوودزي د چهارشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، قانون او ملت دا ولسمشر ته دا مشروعیت نه دی ورکړی چې چې واک له منتخب جمهور رئیس نه غیر منتخب ته ولېږدول شي. د ښاغلي داوودزي په خبره، که جمهور رئیس غواړي له وخته وړاندې ټاکنې ترسره شي نو په دې اړه باید لویه جرګه پریکړه وکړي: "که داسې وي چې له نیوکو او فشارونو ستړی شوی وی، لویه جرګه دې جوړه کړي... Читать дальше...



Москва

Московский аэропорт Домодедово и Всероссийское общество инвалидов заключили соглашение о сотрудничестве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Филипп Киркоров

Филипп Киркоров, Люся Чеботина, SHAMAN – 25 ярких звезд в Открытой студии «Авторадио» на «Премии МУЗ-ТВ 2024»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России