Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2021

Новости за 19.03.2021

ننګرهار کې ۸۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې اتیا کیلوګرامه نشه يي مواد او زرګونه 'ټابليټ کا' نشه يي ګولۍ ونيول شوې. د ننګرهار ولایت امنيه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته وويل، لومړي عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د حوت د میاشتې په ۲۷مه نېټه په خوګياڼو ولسوالۍ کې ترسره کړل، په نتيجه کې يې په يوه کور کې ۴۷ کيلوګرامه هيروئين ونيول شول. دوهم عمليات چې په مومنددره کې وشول، په نتيجه کې يې ۸۱۰۰ ټابلیټ کا ګولۍ ونيول شوې او د درېيمو عملياتو په نتيجه کې له يوه موټره ۱۷ کيلوګرامه هيروئين ترلاسه شول. د دې قضیو په تړاو درې تنه هم نيول شوي دي.

هند ته د هیروئينو د قاچاق پرمهال درې تنه ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

درې تنه قاچاق کوونکي هند ته د هیروئينو د قاچاقو پر مهال ونيول شول. درې قاچاق کوونکي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د تلاشۍ پرمهال ونيول شول. دې قاچاق کوونکو درې کیلوګرامه هیروئين د ګولیو په بڼه په خپلو ګیډو کې پټ کړي وو او غوښتل يې چې هند ته يې قاچاق کړي.  د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیس وايي چې نيول شوي قاچاق کوونکي تر لومړيو څېړنو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

کابل کې ۶۰ معتادین راټول او روغتیايي مرکز ته یووړل شول

Pa.azadiradio.com 

له کابل ښار څخه شپېته معتادین راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکز ته يووړل شول. د ابن سينا زر بستريز روغتيايي مرکز رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل، زموږ مرکز د پولیسو په مرسته د بې سرپناه معتادينو راټولولو په لړ کې د کابل ښار له پل سوخته او شپږمې ناحيې له بېلابېلو سيمو څخه ۶۰ معتادين راټول او د درملنې لپاره د ابن سينا زر بستريز روغتيايي مرکز ته يووړل. د يادونې وړ ده چې د ۱۳۹۹ شمسي کال د ژمي له پيله بيا تر اوسه پورې له کابل ښاره دوه زره بې سرپناه معتادین راټول شوي او په روغتيايي مرکزونو کې بستري شوي دي.



کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو ۵۵ پلورونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په ۲۱ ولايتونو کې د نشه يي موادو ۵۵ خرڅوونکي ونيول شول.  د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل، پولیسو د افغانستان په ۲۱ ولايتونو کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو ۵۵ خرڅوونکي له ۳۰ کيلوګرامو نشه يي موادو سره نيولي دي. دا نشه يي مواد هيروئين، ښیښه، ټابلیټ کا ګولۍ، تارياک او چرس دي. د نيول شوېو تورنو کسانو دوسيې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته استول شوي دي.

ملي امنیت: فاریاب کې د داعش ۱۸ کسیزه ډله نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي امنیت په فاریاب ولایت کې د داعش د یوې ۱۸ نفري ډلې د نیولو خبر ورکړی دی. د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوي کسانو په یاد ولایت کې داعش وسله والو ته جلب و جذب کاوه. د اعلامیې له مخې چې نیول شوې ډله د داعش مهم کسان هم شامل دی.  په اعلامیه کې راغلي چې دغه ډلې دغه شان په سیمه کې په ترورستي فعالیتونو کې هم لاس درلود.  په اعلامیه کې په دې اړه چې یاده ډله کله نیول شوې څه نه دي ویل شوي.

ناسا 'اېس.اېل.اېس' سیسټم په بریالیتوب وازمایه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فضایي تحقیقاتو ادارې یا ناسا د SLS په نوم د فضايي توغولو سیسټم پرون د مارچ په اتلسمه نېټه په بریالیتوب سره وازمایه.   دا ازموینه له مخکینۍ ناکامې ازموینې شااوخوا دوه میاشتې وروسته وشوه. په ميسي سيپي کې د سټینېس په نوم د فضايي الوتنو په مرکز کې د پرونۍ ازموینې پر مهال د SLS توغندي څلور واړه انجنونه د اتو دقیقو لپاره- چې د ازموینې ټوله موده وه، په دوامدار ډول لګېدلي وو.  د ناسا سرپرست مشر ستيف جورزېک په یوه بیان کې دا ازموینه سپوږمۍ ته د انسان د استولو په مقصد د ناسا د پروګرام لپاره خورا مهمه وبلله. Читать дальше...

غني: د جګړې پای بحث ته اړتیا لري چې د ژورنالېستانو رول په کې مهم دی

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني وايي، د افغانستان د جګړې پای ته رسول ملي بحث ته اړتیا  لري چې د ده په وینا افغان ژورنالېستان مهم رول په کې لوبولای شي.  ښاغلي غني پرون پنجشنبه (د کب ۲۸مه) د خبریال د ورځې په مناسبت په ارګ کې په یوه غونډه کې خبریالان نه یوازې د بیان د ازادۍ بلکې د هېواد د راتلونکې مدافعین وبلل. ولسمشر په دې غونډه کې یو شمېر هغو خبریالانو ته چې د دندې پر مهال وژل شوي د مډالونو او د یوه صندوق له لارې د مرستو اعلان هم وکړ. ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د دې مرستو وېش باید عادلانه وي: "د شهیدو خبریالانو... Читать дальше...

امریکايي او چینایي ډیپلوماتان په لفظي شخړه کې ښکېل شول

Pa.azadiradio.com 

امریکايي او چینایي ډیپلوماتان د ولسمشر جوبایډن د کار له پیل وروسته په خپله لومړنۍ غونډه کې پرون د مارچ په اتلسمه نېټه په لفظي شخړه کې ښکېل شول او په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ژر تر ژره ټینګښت او د چین د چلند د بدلولو لپاره د امریکا هیلې نهیلې شوې.  په الاسکا کې د پرونۍ غونډې پرانېستونکو ویناوو چې عموماً په دې ډول غونډو کې له څو دقیقو نه زیاتېږي له یو ساعت زیات وخت ونیو ځکه د دواړو خواو و پلاوو د یو بل پر سیاستونو انتقادونه وکړل.  د دې غونډې لحن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني... Читать дальше...



فراه کې 'نوای زن' راډیو فعالیت پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د 'نوای زن' په نوم په فراه ولایت کې یوې راډیو خپل فعالیت پیل کړ. دا په فراه ولایت کې د صدای زن راډیو نه وروسته د مېرمنو په مشرۍ دوهمه رسنۍ ده. د نوای زن راډیو په فراه کې د یوې مېرمنې په شخصي لګښت جوړه شوې ده. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

مېل انلاین: مسکو غونډه د سولې ولاړ بهیر په ګړندي کېدو کې به مرسته وکړي

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین مېل انلاین ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه د مسکو غونډې په اړه لیکلي چې روسیې د پنجشنبې (د کب ۲۸مه) په ورځ د افغان حکومت استازي او طالبان د نورو نړیوالو څارونکو سره یو ځای پر یوه میز راټول کړل، په دې هیله چې د افغانستان د سولې په ټپه ولاړ بهیر د ګړندي کولو سره مرسته وکړي. ورځپاڼه لیکي، دا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د مې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل دمخه د درېیو پلان شوېو نړیوالو غونډو لومړنۍ ناسته وه. ورځپاڼه لیکي: د مسکو دا هڅه داسې مهال کېږي چې واشنګټن او کابل... Читать дальше...

نن مسکو کې افغان دولتي پلاوی د طالبانو له پلاوي سره غږیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن جمعه (د کب ۲۹مه) هم په مسکو کې د افغانستان د دولت پلاوی د طالبانو له پلاوي سره خبرې وکړي. د افغان دولت د پلاوي یوې غړې، حبیبې سرابي ازادي راډیو ته په ایمیل کې لیکلي دي چې په نننۍ غونډه کې هیله ده افغانان په خپلو کې وغږیږي. په مسکو کې پرون د افغانستان د سولې لپاره غونډه وشوه. په دې غونډه کې د افغانستان د دولت پلاوي، د طالبانو چارواکو، د کوربه هېواد روسیې، د امریکا، چین او پاکستان استازیو ګډون وکړ. په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د دولت استازیو له طالبانو سره خبرې ونه کړې، دوی د کنفرانس پرمهال سره ولیدل.

د اسپانیا د پارلمان موافقه؛ د مرګ پر بستر پراته ناروغان کولی شي ځان وژنه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا پارلمان موافقه وکړه چې هغه ناروغان چې درملنه یې نه کېږي او له سختو دردونو کړیږي، کولی شي چې له ډاکټره وغواړي چې داسې دوا ورکړي چې دوی مړه شي. له دې سره اسپانیا په نړۍ کې شپږم او په اروپا کې څلورم هېواد شو چې د مرګ پر بستر پرتو ناروغانو ته د ځان وژلو اجازه ورکوي. په پارلمان کې پرون پنجشنبه(د کب ۲۸مه) ۲۰۲تنو له دې سره موافقه وکړه او ۱۴۰ تنو مخالفه راییه وکاروله. د اسپانیا د روغتیا وزیرې کارولینا دریاس د پارلمان دا پریکړه د بشري حقونو د پېژندلو په لور د یوه مهم ګام په توګه یاده کړه،... Читать дальше...

د 'جمعیت اسلامي ګوند' په نوم پر جوړې شوې غونډې ډزې؛ ۳ تنه ووژل

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د جمعیت اسلامي ګوند په نوم پر جوړه شوې غونډه د ډزو پرمهال لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او څلور تنه ټپيان شوي دي. دا برید پرون پنجشنبه (د کب ۲۸مه) پر هغه غونډه وشو چې په ترڅ کې یې عطا محمد نور د جمعیت اسلامي ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. برید کوونکو نژدې درې ساعته د دې غونډې د جوړېدو مخه ونیوله. تر برید وروسته عطا محمد نور طلوع نیوز ته وویل چې دا برید د ده سیاسي مخالفانو کړی دی او دا کار تر ترورستي عمل بدتره دی. د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي دي... Читать дальше...

د افغانستان، تاجکستان او امریکا۳ اړخیزه غونډه او له افغان سولې ملاتړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان، تاجکستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه کې د افغان سولې د روان بهیر ملاتړ وشو. په دې غونډه کې چې پرون پنجشنبه (د کب ۲۸مه) د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرمحمد حنیف اتمر، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرسراج الدین مهرالدین او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال ډوېډ هیل برخه واخېسته. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر وویل چې افغان دولت د اساسي قانون په رڼا کې سیاسي مشارکت ته او وار له مخه انتخاباتو ته چمتو دی. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت... Читать дальше...

نن د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د کرکټ سیالۍ ده

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن جمعه (د کب ۲۹مه) د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ د شل اورونو لوبه وشي. دا لوبه د متحد عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د شیخ زاید په لوبغالي کې ده. د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ په متحد عربي اماراتو کې د شل اورونو درې لوبې په پام کې وې چې لومړۍ یوه یې د چهارشنبې په ورځ افغان لوبډلې د اته څلویښت منډو په توپیر وګټله. ټاکل شوې ده چې د دې لړۍ درېیمه او وروستۍ شل اووره لوبه سبا د دغو دوو لوبډلو ترمنځ وشي.

کرونا؛ د اسټرازینیکا واکسین د خوندیتوب او اغېزمنتیا ډاډ ورکړل شو

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د درملو د کیفیت معلومولو ادارې خلکو ته د اسټرازینیکا واکسین د خوندیتوب او اغېزمنتیا ډاډ ورکړ. اسټرازینیکا واکسین اکسفورډ پوهنتون د یوې بریتانیایي او یوه سوېډني شرکت په مرسته جوړ کړی دی. په اروپایي ټولنه کې د دوا د کیفیت معلومولو ادارې رئیسې ایمرکوک د اسټرازینیکا واکسین د نتیجې د بیا کتنې د اعلان پر مهال وویل چې مؤظفې کمېټې ښکاره علمي نتیجه ترلاسه کړې ده. ده زیاته کړه چې دا واکسین خوندي او اغېزمن دی چې خلک له کرونا ویروس څخه ساتي. خو د اروپایي ټولنې د درملو د کیفیت معلومولو... Читать дальше...

د اذربایجان ولسمشر په سلګونو زندانیان وبخښل

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف په سلګونو زندانیان چې په کې سیاسي بندیان هم دي، وبخښل. د ټولو خوشې شوېو زندانیانو شمېر ۶۲۵ ته رسیږي چې په دوی کې څلورتنه د اذربایجان د ولسي جبهې د ګوند غړي دي. دا د حکومت مخالف سیاسي ګوند دی. په دې کسانو کې نژدې دیرش تنه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له پولیسو سره د اخ وډب پرمهال بندیان شوي وو، همدا راز د یوه اسلامي ګوند غړی چې په ښوونځیو کې یې د حجاب پر ممانعت اعتراض کړی و، له بنده ازاد شو. د نژدې سل تنو نورو د بند موده نیمایي ته راکمه شوې ده او درې تنه چې په عمري بند محکوم و، د بند موده یې ۲۵ کالو ته راټیټه شوه. Читать дальше...

امریکا، روسیه، چین او پاکستان: افغانستان کې ښکېلې خواوې دې سمدستي اوربند وکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونو، روسیې، چین او پاکستان په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غوښتي دي چې سمدستي اوربند وکړي. دا غوښتنه شپږ اوونۍ مخکې تر دې شوې ده چې له ژمنې سره سم به ټول امریکایي ځواکونه نژدې شل کاله وروسته له افغانستانه وځي. د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې د خبرو په پای کې دغو هېوادونو په ګډ بیان کې د جګړې دواړو لوریو ته بلنه ورکړې چې د سولې تړون وکړي. په دې بیان کې له طالبانو او حکومتي ځواکونو غوښتل شوي دي چې له شخړو لاس واخلي او له طالبانو هیله شوې ده چې په پسرلي او اوړي کې پوځي عملیات اعلان نه کړي. Читать дальше...

روسیه بیا د ازادې اروپا/ازادي راډيو د ځپلو لپاره وغندل شوه

Pa.azadiradio.com 

امریکا او اروپا یو ځل بیا روسیه د ازادې اروپا/ازادي راډيو په ګډون د ازادو رسنیو د ځپلو لپاره وغندله. د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د امریکا شارژدافیر کورتني اوسټرین پرون پنجشنبه (د کب ۲۸مه) وویل، د رسنیو لپاره د روسیې نوي مقررات له فني پلوه د پلي کېدو نه دي او له دې په روسیه کې د امریکایي بنسټونو او کسانو پر ضد کار اخېستل کېږي. کورتني اوسترین په خبرپاڼه کې د امریکا او کاناډا په استازیتوب وویل، دا مقررات د ازادو، خپلواکو غږونو او مدني ټولنې د ځپلو لپاره دي. د ښاغلي اوسترین په باورد... Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Арутюнов

Триумфальное возвращение Льва Лещенко на сцену спустя месяцы затишья. Артист презентовал дуэт с солистом группы “Парк Горького” Сергеем АРУТЮНОВЫМ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Северодвинске телефонный мошенник убедил ребенка поджечь газ в квартире



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России