بایډن او هاریس: امریکا کې به د نژاد پالنې پرضد مبارزه کوو
ولسمشر جوبایډن او مرستیاله یې کمالا هارېس ژمنه وکړه چې په متحد ایالاتونو کې به د نژاد پالنې پر ضد مبارزه کوي. ښاغلي بایډن او مېرمن هارېس په اتلانتا ایالت کې د تېرې سې شنبې ورځې له پېښې وروسته چې په ترڅ کې یې اته کسان په ډزو ووژل شول دا ژمنه وکړه. په وژل شوېو کسانو کې شپږ اسیایي مېرمنې شاملې وې. بایډن په جورجیا کې د اسیايي ټولنو له استازو سره د کتنې پر مهال په لنډه وینا کې وویل، په متحد ایالاتونو کې ډېر وخت د کرکې او تشدد پر وړاندې خلک پټه خوله پاتې کېږي چې د ده په وینا دا کار له جرم سره یولاس کول دي. Читать дальше...