د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا نړۍ کې له ۴میلیونو زیات خلک مړه کړل
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ټوله نړۍ کې په کرونا د مړو شوېو کسانو شمېر له څلور میلیونو واوښت. پرون (ډبلیو.ایچ.او ) دا رسمي شمېرې خپرې کړې، خو روغتیاپالان بیا په دې نظر دي چې د مړو شوېو نارسمي شمېر تر دې ډېر زیات دی. اوس د کرونا ویروس د ډیلټا بڼې ډېر هېوادونه اندېښمن کړي او ځینو یې له سره بندیزونه لګولي دي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې نړۍ د دې وبا له اړخه په خطرناک حالت کې ده. ټاکل شوې جاپان چې د المپیکي سیالیو کوربه دی، د کرونا له کبله نوي بندیزونه ولګوي. Читать дальше...