103news.com
World News in Pashto
Июль
2021

Новости за 10.07.2021

چارواکي: لغمان کې د سویابینو ۲۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په لغمان کې د سویابینو د کر کیلې د پراختیا او ترویج لپاره ۲۰ننداريزې کروندې جوړېږي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، چې د دغو ننداريزو کروندو جوړولو په پار بزګرانو ته د سويابينو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې ورکړل شوي دي. د نوموړي په خبره هر بزګر ته ۱۲کيلو ګرامه د سويابينو اصلاح شوي تخم، ۲۰ کيلو "DAP" او ۱۵ کيلو يوريا سره ورکړل شوي دي. وزارت وايي، دې وړاندې هم  د لغمان د کرنې ریاست  په همکارۍ د لغماني کروندګرو له خوا... Читать дальше...

فوټبال؛ برازیل-ارجنټاین او انګلستان-ایټالیا به سره ولوبیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې سبا یکشنبه (د چنګاښ ۲۰مه) د فوټبال دوې په زړه پورې لوبې وشي. لومړۍ یوه د برازیل او ارجنټاین ترمنځ د کوپا امریکا سیالیو پایلوبه ده چې د برازیل په ریو دي جینیرو کې به د کابل پر وخت د سهار څلور نیم بجې پیل شي. دوهمه یوه د اروپا د فوټبال د اتلولیو پایلوبه ده چې سبا د کابل په وخت د شپې ۱۱ نیمې بجې د انګلستان او ایټالیا ترمنځ پیلېږي. دا لوبه په لندن کې ده.

غزني کې د امنیت ټینګښت لپاره په ملکي او نظامي رهبرۍ کې بدلون

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه په ملکي او نظامي رهبري کې بدلون راغلی دی. والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رییس او د لوا قوماندان څلور واړه تبدیل شوي دي چې چارواکي یې لامل د غزني ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون بولي.   سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني لپاره نوی ټاکل شوی امنیه قوماندان تورن جنرال فضل احمد شېرزاد په خپله دنده پیل وکړ. د غزني ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده پرون د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ میاشتې په ۱۷مه) رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، په داسې حال کې چې غزني... Читать дальше...



مېل انلاین: یو شمېر پخواني افغان سرتیري د "مرګ لېست" کې شامل دي

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین بریتانوي مېل انلاین خپرونې، له افغانستانه د ټولو سرتيرو د اېستلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن وروستیو څرګندونو په اشارې لیکلي: له افغانستانه د سرتیرو وتلو هغه سیمې چې مخکې په کې بریتانوي ځواکونه ځای پرځای وو، د  سخت تاوتریخوالي له خطر سره مخ کړي،  ځکه طالبانو په ټول هېواد کې خپل فعالیتونه زیات کړي او  یو شمېر پخواني افغان سرتیري د دې ډلې په هغه لېست کې شامل دي چې خپرونې د "مرګ لېست " بللی دی. مېل انلاین د یوه افغان سرتیري د پلار له خولې ویلي، افغانان له خپل ژونده ویریږي ځکه... Читать дальше...

ولسمشر اشرف غني د خوست هوایي ډګر پرانېست

Pa.azadiradio.com 

خوست ولایت ملکي هوايي ډګر نن شنبه (د چنګاښ په ۱۹مه) د جمهورئیس محمد اشرف غني له لوري په رسمي ډول د پروازونو پر مخ پرانېستل شو. ولسمشر غني چې یوه دولتي پلاوي ورسره ملګری دی، په هوایي ډګر کې د هغو مسافرو هرکلی وکړ چې له متحده عربي اماراتو څخه په مستقیمه الوتنه کې خوست ته راغلي وو. ولسمشر غني راغلو مسافرو او د خوست خلکو ته د دې نړیوال هوایي ډګر د جوړیدو مبارکي وویله.  د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي ازادي راډیو ته وویل چې دا په هېواد کې پنځم ستر هوايي ډګر دی چې نړیوال پروازونه به هم ورنه کېږي... Читать дальше...

اکسفام: نړۍ کې د هرې ورځې په هره دقیقه کې ۱۱ تنه له لوږې مري

Pa.azadiradio.com 

د لوږې په اړه اکسفام د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۱۸مه نېټه) په خپاره کړي راپور کې  وايي، په نړۍ کې دا مهال ۱۵۵ میلیونه وګړي د خوړو د نشتوالي له بحران او یا تردې هم سخت وضعیت سره مخ دي.  دا شمېره د تېر کال پرتله شل میلیونه زیاتوالی ښيي. اکسفام په خپل راپور کې زیاتوي د دې کسانو له درې دوه برخې یې له دې کبله لوږې سره مخ دي چې هېوادونه یې په جګړه یا کړکیچ کې دي. په راپور کې افغانستان په همدې ډله کې د سر هېواد یاد شوی چې چېرې تر ۱۳ میلیونو زیات کسان چې د دې هېواد د وګړو په سلو کې ۴۲مه برخه جوړوي، د... Читать дальше...

هشت صبح: طالبانو افغان حکومت ته د سولې اړوند تازه وړاندیزونه سپارلي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د طالبانو له لوري افغان حکومت ته د سولې د نوېو وړاندیزونو د سپارلو، د جو بایډن د وروستیو څرګندونو او په لویو ښارونو کې د طالبانو د بریدونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي. هشت صبح هشت صبح لیکلي چې بالاخره طالبانو د سولې د هوکړې او تاوتریخوالي د راکمولو لپاره افغان حکومت ته تازه وړاندیزونه سپارلي. ورځپاڼې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له قوله لیکلي چې دغو وړاندیزونو کې د مؤقت حکومت، یو بې طرفه کس ته د حکومت د رهبري سپارل او د اساسي قانونو بدلون شامل دي. ورځپاڼه... Читать дальше...

د اروپا د فوټبال مسوولې ادارې هنګري جریمه کړ

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د فوټبال مسوولې ادارې هنګري د اروپا د اتلولۍ په جام کې د فوټبال د مینه والو د ناسم چلند له کبله جریمه کړی. د دې حکم پر اساس د هنګري ملي ټیم به په اروپايي جامونو کې خپلې دوه لوبې له نندارچیانو پرته کوي.   د اروپا د فوټبال ادارې د اروپايي ملتونو د ۲۰۲۰ میلادي کال د لوبو پرمهال د هنګري د فوټبال د پلویانو له خوا، له تبعیض د ډکو لیکلو شعارونو او د بیزو ګانو د غږونو د ایستلو د اعاوو په اړه د تحقیقاتو پر اساس دا حکم ورکړی دی. د هنګري ملي لوبډلې خپلې دوه لومړۍ لوبې د پرتګال او فرانسې پر وړاندې د بوداپست په پوسکاس لوبغالي کې ترسره کړې. Читать дальше...



د ختیځي اروپا مشرانو د افغانانو په احتمالي مهاجرت اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د ختیځې اروپا مشرانو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانانو پر احتمالي مهاجرت اندېښنه څرګنده کړې ده.  د اروپايي ټولنې مشرانو په سلووینیا کې په خپله غونډه کې له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانانو د مهاجرت د نوې څپې له کبله اندېښنه څرګنده کړه.  په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې دوره یي مشري سلووینیا ته وسپارل شوه.  د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویڅکي وویل چې له افغانستانه د ناټو د پوځي ځواکونو وتل ښايي اروپا ته د غیر قانوني کډوالو د ورتګ باعث شي. Читать дальше...

هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې، د هند د بهرنیو چار وزیر اېس جی شنکر پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۸مه) په مسکو کې له خپل روس سیال سرګي لاروف سره په ګډه خبري غونډه کې په دې اړه څرګندونې وکړې. ښاغلي جی شنکر وویل، د افغانستان امنیت د سیمې د امنیت لپاره مهم دی: "موږ باور لرو چې د تاوتریخوالي کمېدل په رښتیا د ورځې سمدستي اړتیا ده او که په افغانستان او سیمه کې سوله غواړو هند او روسیې ته په کار ده چې ګډ کار وکړي څو دا یقیني کړي چې په اقتصادي، ټولنیزو او ډیموکراتیکو برخو کې پرمختګ خوندي وي. Читать дальше...

ملګرو ملتونو له سرحدي لارې سوریې ته د مرستو رسولو پرېکړه لیک تصویب کړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۸مه نېټه) هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یې د ترکیې له یوې سرحدي لارې د سوریې میلیونونه بې وزلو خلکو ته د بشري مرستو رسول یقیني کېږي. روسیې چې پخوا یې د دې پرېکړه لیک له مسودې سره مخالفت کاوه، له امریکا سره د خبرو په وروستۍ شېبه کې مثبته رایه ورکړه. امنیت شورا پرون د جولای په نهمه نېټه یوه ورځ مخکې له دې چې د مخکیني پرېکړه لیک د اعتبار موده پای ته ورسېږي، دې لایحې ته چې له مخې یې د یوه بل کال لپاره د سوریې خلکو ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو بهیر دوام کوي مثبتې رایې ورکړې. Читать дальше...

روغتیا وزارت: د امریکا له لوري مرسته شوی د کرونا واکسین نن پلی کیږي

Pa.azadiradio.com 

د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس پرضد د امریکا له خوا افغانستان ته د ورکړل شوي- جانسن اېنډ جانسن واکسین د تطبیق بهیر نن شنبه(د چنګاښ ۱۹مه) په پلازمېنه کابل او نورو ولایتونو کې پیلېږي.  جانسن اینډ جانسن واکسین یوازې یو ډوز لري.  په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن پرون د چنګاښ په ۱۸ مه نېټه د دې واکسین شااوخوا یو نیم میلیون ډوزه چې د متحدو ایالاتونو د ۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډوزو مرستې یوه برخه ده، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ته وسپارل.  د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري پرون ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

اردوغان: انقره او واشنګټن د حامدکرزي هوايي ډګر پر امنیت سلا شوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، انقره او واشنګټن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت د ټینګولو د څرنګوالي په اړه موافقې ته رسېدلي دي.  د امریکا ولسمشر جوبايډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې امریکايي سرتېري به د اګسټ میاشتې ترپایه له افغانستانه ووځي.  ښاغلي اردوغان زیاته کړه چې د ترکیې او امریکا دفاع وزیرانو، د پنجشنبې په ورځ په دې اړه بحث وکړ.  د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت د څرنګوالي په اړه په تېره جون میاشت کې د امریکا او ترکیې ولسمشرانو... Читать дальше...

امریکا د افغان جګړې د ختمولو او جوړجاړي لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړو په ډګر کې لا هم وینې توېږي، د امریکا دفاع وزیر د دې جګړې د ختمولو لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې. لوېډ اسټن پرون جمعه د چنګاښ په اتلسمه پر ټویټر ولیکل، په افغانستان کې امنیتي وضعیت یوازې پر دې دلالت کوي چې نړیوال باید نور فشار راوړي څو د جګړې د ختمولو لپاره د خبرو له لارې سیاسي جوړ جاړی وشي. ښاغلي اسټن لیکلي، افغانان باید داسې حکومت ولري چې دوی یې غواړي او مستحق یې دي. اسټن زیاتوي چې نړیوال د لازم فشار راړولو له لارې په دې چاره کې مرسته کولای شي. ... Читать дальше...



Москва

Росгвардия обеспечила безопасность футбольного матча в Дагестане


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: более 900 культурных центров работают в Москве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

В Республике Таджикистан стартует проект «Русский язык: читаем, слушаем, смотрим в странах СНГ»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардия обеспечила безопасность футбольного матча в Дагестане

Росгвардия обеспечила правопорядок на футбольном матче «ЦСКА» - «Краснодар» в Москве

Агент Сафонов: Дзюба в «Акроне» может так стрельнуть, что все офигеют!


ATP

Рейтинг ATP. В топ-10 без изменений, Шаповалов покинул топ-100



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области напоминает: Гражданам Москвы и Московской области, получившим тяжелые производственные травмы, выданы автомобили марки «Лада Гранта»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России