پولیسو هند کې د 'القاعده شبکې د بریدونو' مخه نیولې
هندي پولیسو ویلي، په کشمیر کې د القاعده شبکې یوې څانګې پلان درلود چې د هند په شمالي برخه کې بریدونه وکړي. فرانس پرس خبري اژانس لیکلي، پولیسو پرون یکشنبه دا خبره وروسته تر دې وکړه چې له دې شبکې سره د اړیکو په تور یې دوه کسان ونیول. دا دوه کسان د اوترا پردېش د مرکز لکهنو په یوې ناحیه کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو لهخوا نیول شوي دي. د اوترا پردېش د پولیسو مشر پرشنټ کومار ویلي چې نیول شوي کسان له (انصار غزاوت الهند) ډلې سره اړیکه لري، هغه ډله چې کشمیر کې د القاعده یوه څانګه بلل کېږي. کومار خبریالانو... Читать дальше...