هشت صبح: قطر کې د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی
له کابله چاپېدونکو نننیو ورځپاڼو د سولې په مذاکراتو کې د وروستیو پرمختګونو، د حامدکرزي د تېرې ورځې د څرګندونو او نورو موضوعاتو اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. هشت صبح هشت صبح لیکلي، افغان حکومت د سرطان په ۲۵مه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د سولې یو پلاوی قطر ته لېږي چې د پلاوي په ترکیب کې به د حکومت، ګوندونو او قومونو غړي وي. ورځپاڼه لیکي، په دې وروستیو څو اونیو کې په قطر کې د طالب او افغان حکومت د استازو ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ شوی او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې افکار تبادله کړي. Читать дальше...