Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2021

Новости за 15.07.2021

د ارزګان ځینې اوسیدونکي: کرونا وېروس یوازې 'کافرانو' لپاره ده، نه یې منو

Pa.azadiradio.com 

په جګړه ځپلي ارزګان کې خلک د جګړو او وچکالي سربېره کرونا ویروس هم زیات ځپلي دي. د دغه ولایت د ولایتي روغتون مسوولین وايي، د کرونا ویروس درېیمه څپه په چټکۍ سره پرمخ روانه ده چې ورسره په یاد ویروس د اخته کسانو شمېر د پخوا پرتله څو چنده زیاته شوې ده. روغتیا پالان وايي، په شدت سره د کرونا ویروس خپرېدو لامل په خلکو کې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي کموالی دی چې روغتیایي سپارښتنې هېڅ په پام کې نه نیسي او کرونا ویروس نه مني. د دوی په خبره، که څه هم د کرونا درېیمه څپه په چټکۍ سره روانه ده، خو ترینکوټ... Читать дальше...

ملي ارمان: د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې پر موسیقۍ بندیز لګول شوی

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د جګړې د زیانونو، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې سخت ژوند، د افغان حکومت په ننګه او پر ضد یې د لاریونونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي. ملي ارمان ملي ارمان لیکلي، په هغو ولسوالیو کې چې د طالبان د لاس لاندې دي، دوی خپل قوانین عملي کوي، په موسیقۍ بندیز لګول شوی. د لیکوال د معلوماتو له مخې هغه څه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له بشري حقونو سرغړونه په کې تر سترګو کېږي. د سرمقالې لیکوال ټېنګار کوي چې د بشري حقونو د خوندیتوب بنسټونه... Читать дальше...

د کندهار ځایي سرچینې: ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو لاسونو ته ولوېده

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ځایي سرچینو تایید کړې چې ارغنداب ولسوالۍ تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.  دا ولسوالۍ له ښار سره شااوخوا شل کیلو متره واټن لري او طالبانو یې هم د نیولو ادعا کړې ده.  پرون دغلته طالبانو د سپین بولدک په ولسوالۍ او ګمرک هم برید وکړ چې د راپورونو له مخې لا هم د ولسوالۍ ډېره برخه د دوی د وسله والو په لاس کې ده.  د ازادي راډیو خبریال وایي، نن سهار د چمن- سپین بولدک لاره هم د مسافرو پرمخ تړل شوې ده.  طالبانو ویلي، دوی له پاکستاني لوري سره تماس کې دي او هڅه کوي چې دا دروازه بېرته پرانیزي. Читать дальше...



د جرمني صدراعظمه سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر دوام خبرې کوي. داسې ښکاري چې دا به سپینې ماڼۍ ته د صدراعظمې په توګه د مېرمن مېرکل وروستی ورتګ وي. نوموړې پلان لري چې جرمني کې له شپاړلس کلنې مشرۍ وروسته له واکه لېرې شي. جرمني کې دوه میاشتې وروسته پارلماني ټاکنې ترسره کېږي او اټکل دا دی چې دا ټاکنې به دغه هېواد کې له ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسې حاکمه رهبري بدله کړي. مېرکل او بایډن به د کرونا وبا، چین او دغه راز له... Читать дальше...

کونړ چارواکي: اسمار کې د یوه پاکستاني په ګډون ۶ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وایي،  د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې يې په پوځي عملیاتو کې د القاعده شبکې د یو پاکستاني وسله وال په ګډون شپږ تنه وسله والو طالبان وژلي او یو تن يې ټپي کړی دی. دا هغه سېمه ده چې له تېرې یوې میاشتې په کې وسله والو طالبانو د اسعداباد او ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ لاره د ترافیکو پرمخ تړلې ده. د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه يې د اسمار ولسوالۍ اړوند ډپ خوړ او د غازي اباد په ډپ بروړو کې پوځي عملیات کړي چې په کې يې د یو  بهرني وسله وال په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده... Читать дальше...

جلال اباد کې چاودنې د یوې مېرمنې په ګډون ۲۱ تنه ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د یوې مېرمنې په ګډون ۲۱ تنه ټپیان کړل. د ننګرهار د سیمه ییز روغتون یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې(د چنګاښ ۲۲مه) په ماښام شا او خوا ۷ بجې تالاشۍ څلور لارې ته څېرمه د دوهمې امنیتي حوزې مربوط د پولیسو په یوه رېنجر موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه وکړه چې ۲۱ تنه یې ټپیان کړل. د سرچینې په خبره، په ټپیانو کې د یوې مېرمنې په ګډونه شل تنه ملکیان او یو نظامي چې د دوهمې حوزې د امر مرستیال دی، شامل دي. سرچینه په ټپیانو کې د یو تن روغتیایي وضعیت نازک بللی دی. Читать дальше...

د افغانستان په اړه د جورج بوش پر وروستیو څرګندونو د ګڼو امریکايي رسنیو لیکنې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ګڼو رسنیو د دې هېواد د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر هغو وروستیو څرګندونو لیکنې خپرې کړي چې له دویچه‌وېلې سره‌یې په یوه مرکه کې د افغانستان په اړه ویلي، له دې هېواد څخه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه به بد عواقب ولري. په ۲۰۰۱ م کال کې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته جورج ډبیلو بوش افغانستان ته د امریکايي سرتېرو د استولو پرېکړه وکړه چې دغلته‌یې د طالبانو رژیم راوپرځاوه او امریکا او ناټو متحدان‌یې په دې هېواد کې په یوه اوږده جګړه کې ښکېل شول. واشنګټن... Читать дальше...

"د جولای وروستۍ اوونۍ کې د امریکايي ځواکونو افغان همکاران ایستل کیږي"

Pa.azadiradio.com 

جګپوړيو امریکایي چارواکو دا خبره تایید کړه چې د بایډن اداره غواړي د هغو افغانانو ایستل له افغانستانه د جولای په وروستۍ اوونۍ کې پیل کړي چې له امریکایي پوځیانو سره یې د تېرو نژدې شلو کلونو په موده کې کار کړی دی. چارواکو اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي دي چې لومړی به هغه کسان چې د امریکا له متحد ایالاتونو څخه یې د کډوالۍ د ویزو غوښتنه کړې ده، وایستل شي. پر ولسمشر جو بایډن د کانګرس د غړیو له لوري فشار دی چې دغه افغانان چې له امریکایي پوځیانو سره یې مرستې کړي دي د امریکایي پوځیانو تر وتلو مخکې له افغانستانه بهر کړي. Читать дальше...



چارواکي: هرات کې د پاشدان برښنا بند ۸۵ سلنه کارونه بشپړ شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان د اوبو د بند د جوړېدو چارې د ناامنیو سربېره روانې دي. د اوبو د ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل: "د پاشدان بند د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې تراوسه یې پنځه اتیا فیصده کارونه بشپړ شوي دي. دا بند د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د موسومي سیلابونو کنټرول، د څښلو د پاکو اوبو د تنظیم او هېوادوالو ته د کار موندلو په پار جوړیږي." د پاشدان د بند د جوړېدو کارونه نژدې لس کاله مخکې پيل شول. ټاکل شوې ده چې پردې بند یو سل او اوولس میلیونه امریکایي ډالر لګښت راشي. Читать дальше...

جورج بوش له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل تېروتنه بولي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل یوه تېروتنه بولي. ښاغلي بوش له جرمني رسنۍ دویچه ویله سره په مرکه کې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) وویل، دا وېره ورسره ده چې افغان نجونې او ښځې به له سختو مشکلاتو سره مخامخ شي. ټاکل شوې ده چې د سېپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. له ننه نژدې شل کاله مخکې د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر وخت د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د طالبانو رژیم په کابل کې ړنګ کړ.

بریتانیا: افغانستان کې د القاعدې خطر له منځه تللی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د استخباراتي ادارې 'اېم.ای.فایف' مشر وایي چې د القاعدې خطر په افغانستان کې له منځه تللی دی. کین میکالم پرون چهارشنبه(د چنګاښ ۲۳مه) په لندن کې وویل، په افغانستان کې شل کلنو هڅو ډېرې ژورې اغېزې لرلې دي: "د القاعده ترورستي شبکې بنسټ چې په دوه زره لومړي کال کې موږ په پراخه کچه ورسره مخامخ وو، له مودې راهیسې له منځه تللی دی.  زه غواړم چې د هغو پوځي همکارانو درناوی وکړم چې د دوی د زړورتیا او قربانۍ له کبله مو دا مهم څه ترلاسه کړي دي." په افغانستان کې د تېرو نژدې شلو کلونو په ترڅ کې د بریتانیا شااوخوا څلورنیم سوه پوځیان وژل شوي دي. Читать дальше...

د اقلیم بدلون سره مبارزه؛ اروپایي ټولنې خپل هر اړخیز پلان اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره خپل هر اړخیز پلان اعلان کړ. د اروپایي ټولنې کمېسیون د چهارشنبې (د چنګاښ ۲۳مه) په ورځ د هغو وسایلو په اړه خپل وړاندیزونه وکړل چې هوا تودوي. په دغو کې موټر، الوتکې، فابریکې او د کورونو د تودېدو وسایل شامل دي. د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو پارلمان باید د دې هر شي په اړه چې وړاندیز یې شوی دی، په خپلو کې سلا مشورې وکړي او بیا پرېکړه وکړي. دا بهیر ښایي دوه کاله وخت ونیسي. د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا واندرلین وویل، اروپا لومړۍ نیمه وچه ده چې د اقلیم په برخه کې یو هر اړخیز پلان مطرح کوي. Читать дальше...

تاشکند کې اقتصادي غونډه؛ ولسمشرغني د افغانستان او ازبیکستان پر اړیکو غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) د منځنۍ او جنوبي اسیا او سیمه ییز اقتصادي اتصال فرصتونه او ستونزې په نوم غونډه پیلېږي. په دې غونډه کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون له ۴۰ د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي. د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال ازادي راډیو ته وویل: "تاشکند ته د ولسمشر سفر د دوو ورځو لپاره دی په دې سفر کې به ولسمشر د اسیا او جنوبي اسیا د منطقوي اتصال په ناسته کې ګډون وکړي همدا راز به ولسمشر د ازبیکستان له ولسمشر... Читать дальше...

د لیکوال او ناول لیکونکی نصیر احمد احمدي پر مینه والو څه تیریږي؟

Pa.azadiradio.com 

تېره اوونۍ افغاني ټولنه له یوه داسې لیکوال او ناول لیکونکي څخه بې برخې شول چې ساری یې نه وو، خو د هغه د کتابونو لوستونکي اوس په هغه پسې ارمان کوي.  دا لیکوال او ناول لیکونکی نصیر احمد احمدي نومیده، خدای بښلي احمدي د ۴۷ کلنۍ په عمر ۲۶ کتابونه چاپ کړي وو چې ډېری برخه یې ناولونه دي.  د ازادي راډیو خبریال په دې اړه یو راپور برابر کړی دی چې اورېدو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:



Москва

Звезды оперной сцены представят I Международный фестиваль «Мир классического романса»!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Доля новейших вагонов в метро Москвы с 2010 года увеличилась в шесть раз



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Жаркое лето в Сочи: МOT, Джиган и Ольга Бузова выступят на сцене VИНОГРАD Pool Day&Night Club




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии открылся в «Лужниках»

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 Москвичей и гостей столицы


Уимблдон

Экс-теннисист Ольховский: россияне могут хорошо выступить на Уимблдоне



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Фигуристка Тотьмянина провела «Зарядку долголетия» на Воробьевых горах



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России