د پنجاب په لاهور کې د ناڅرګنده وسله والو په برید کې د وژل شوي خبريال حسنېن شاه په جنازه کې د خبریالانو په ګډون په لوی شمېر کې خلکو ګډون وکړ. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د خبريالانو خونديتوب دې يقیني کړي او زمه وارو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي. پر دې اړه د اسوشییېټېډ پرېس راپور اسرار عالم مومند پښتو کړی.
په امریکا کې د افغانستان د پخواني حکومت ځینو دیپلوماتانو ویلي چې رسمي بانکي حسابونه یې تړل شوي دي.
د امریکا غږ انګلیسي څانګې پر خپله وېب پاڼه د دوو دیپلوماتانو په حواله ویلي چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت او امریکا کې د افغانستان د دوو قونسلګریو حسابونه بند شوي دي.
امریکا غږ سره دغو ډیپلوماتانو د نوم نه ښودو په شرط خبرې کړې دي.
یوه ډيپلومات ویلي، دوی د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې، خو تراوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.
دې ډيپلوماتانو دا هم ویلي چې امریکا ورڅخه د چوپتیا غوښتنه کړې ده. Читать дальше...
روسیې د کرملین زنداني منتقد الکسي ناوالني او د هغه یو شمېر متحدین یې په خپل تروریستي او افراطي لیست کې شامل کړي دي.
د ناوالني او د هغه د یولسو همکارانو، لیوبوف سوبل، ویاچیسلاف ګیمادي، ګورګي البوروف، روسلان شاویدینوف، پاول زیلینسکي، لیلیا چانیشیوا، زاخر ساراپولوف، کسنیا فادیوا، ایګور بوتاکوف، وادیم اوستانین او اندري فاتییف نومونه د سې شنبې په ورځ د روسفین مانیتور په نوم په هغه لیست او ردیف کې راڅرګند شول چې په هغه کې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې په څېر د ترهګریزو سازمانونو نومونه درج کېږي.
دغه... Читать дальше...
د جنوري پر ۲۵مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لويې کمیشنرۍ UNHCR په خوست کې پر نېږدې ۳۰۰ غریبو کورنیو د ژمنیو توکیو د رانیولو لپاره نغدې مرستې وېشلې دي.
نور حال په دې ویډیو راپور کې.
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو فدراسیون وایي طالب چارواکو ورته ویلي چې د دوی له هدایت پرته د خبري ناستو د جوړولو اجازه نه لري.
د دغه فدراسیون غړي میرعلي اصغر اکبرزاده په یو ویډیویي پیغام کې چې رسنیو ته یې استولې ویلي، ټاکل شوې وه چې نن په کابل کې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د وضعیت د څرنګوالي په اړه یوه خبري ناسته جوړه شي خو طالبانو د دغې ناستې د جوړېدو مخه نیولې ده.
ښاغلی اکبرزاده د طالبانو د حکومت له چارواکو غواړي چې د دا شان ستونزو د حل لپاره دې ژر تر ژره خپل طرزالعمل له رسنیو او خبریالانو سره شریک کړي. Читать дальше...
د افغانستان یو همجنس باز نجیب فیضي چې اوس جرمني کې اوسېږي وايي، هغه مهال چې افغانستان کې اوسېدو له بد برخلیک سره مخ و.
نوموړی وايي، د نورو ځوانانو بر عکس د متفاوتي جنسي لېوالتیا او دا چې خوښېدل یې د ښځو په څېر سینګار وکړي او لباس واغوندي، تل تر ګواښ او توهین لاندې و.
نجیب فیضي ازادي راډیو ته وویل:" زه د خلکو په څېر نه وم، توپیر مې لاره، غوښتل مې درګ کوین واوسم او ښځینه جامې واغوندم. غوښتل مې سینګار وکړم. البته د تل لپاره نه، بلکې یو څه وخت لپاره. زما کړنو توپیر لاره، ښوونځي کې به شکنجه کېدم او ښکنځلې به راته کېدې. Читать дальше...
دغو سفارتکارانو د جنورۍ پر ۲۵مه د ناروې په سرښار اوسلو کې د غونډې په وروستۍ ورځ د بندو دروازو ترشا د طالبانو له ۱۵ کسیزه پلاوي سره وکتل.
په پاکستان کې له هغه وروسته سیاست زیات تود شوی چې د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه د روڼتيا نړيوال سازمان (ټراسپېرنسي انټرنېشنل) په خپل نړيوال کلني رپورټ کې وويل چې په پاکستان کې په ۲۰۲۱ز کال کې د نورو کالونو په پرتله درغلي يا کرپشن زيات شوی دی. د درغلۍ پرضد مبارزه هغه مهمه نکته وه چې له کبله يې وزيراعظم عمران خان په واک کې راغلی وو. خو د شفافيت نړيوال سازمان دې تازه رپورټ د عمران خان سیاست له يو نوي چېلنج سره مخامخ کړی. پوښتنه دا ده چې دې رپورټ د عمران خان د درغلۍ پرضد سياسي بیانيې ته څومره ضربه رسولې ده؟
... Читать дальше...
د ملي بس تصدي وايي، په پلازمېنه کابل کې یې سل او په هرات، بلخ، ننګرهار، لغمان، پروان او پکتیا کې یې ۳۲ ملي بسونه فعاله کړي چې له نن یې کار پیل کړی دی.
د دې ادارې د تخنیکي چارو مسول رومان الله امان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په رغول شوېو بسونو زیاتې پیسې نه دي لګول شوي که لګول شوي هم وي ټاير، بطرۍ، د روغنیاتو برخه، ځینې پرزې چې ورته اړتیا وې هغه ورته اخیستل شوي چې دومره پېسې نه کېږي. خو هغه ۶۲۱ بسونه چې خراب دي هغه اساسي جوړولو ته اړتیا لري او زیاتې پېسې ورته پکاریږي چې تراوسه موږ په دې برخه... Читать дальше...
لویدیځ ډپلوماټان وایي، دوی د ناروې په کنفرانس کې له افغانستان سره بشري مرستې د بشري حقونو د وضعیت په ښه والي پورې وتړلې.
دغو ډپلوماټانو پرون د غونډې په وروستۍ ورځ د بندو دروازو ترشا په اوسلو کې د طالبانو له پنځلس کسیز پلاوي سره وکتل.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر هنریک تونې ( Henrik Thune ) تر دې غونډې مخکې وویل، لویدیځ ډپلوماتان به له طالبانو د پام وړ غوښتنې وکړي او وروسته به یې تعقیب هم کړي چې طالبان یې عملي کوي او که نه؟
معلومه نه ده چې دغو ډپلوماټانو له طالبانو څه غوښتنې کړې، خو ناروې د... Читать дальше...
امریکایي شرکت فایزر او جرمني شرکت بایو ان ټیک د یوه نوي واکسین کلینیکي ارزونه پيل کړې چې د کرونا د نوې بڼې اومېکرون پرضد جوړ شوی دی.
دوی ویلي چې امریکا کې یې څه باندې ۱۴۰۰ کسانو ته دا واکسین ورکړی چې اوس یې دوی د بدن د خوندیتوب کچه او نور اغیز څيړي.
دغو شرکتونو د روانې میلادي میاشتې په سر کې اعلان وکړ چې د اومېکرون ضد واکسین تولید یې پيل کړی دی.
دغو شرکتونو له دې وړاندې ویلي چې د کرونا لپاره اصلي جوړ شوی واکسین یې د اومېکرون پر وړاندې په بشپړ ډول د خلکو ساتنه نه شي کولای.
بايډن وويل چې هغه اوکراين ته دننه د امريکايي سرتېرو د لېږلو اراده نه لري، خو روس ته يې خبرداری ورکړ، که پر اوکراين د بريد امر وکړي نو پر دې هېواد به سخت بنديزونه ولګوي.
قادر دانش نومی سړی چې کابل په دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا پر ښوونځي په شوي برید کې د وژل شوې ۱۸ کلنې زرغونې تره دی وايي، پر ښوونځي برید جنګي جنایت دی او باید مجرمان یې ونیول شي او عدالت پلی شي.
ښاغلی دانش زیاتوي: "موږ خپل یوزاینۍ عزیزه له لاسه ورکړه. له دولت مو غوښتنه دا ده چې باید دا پېښه وڅېړل شي. عامل یې پیدا شي او د کورنیو لاسنیوی یې وشي. دا د ټولو قربانیانو د کورنیو غوښتنه ده."
د کابل په لویدیځ کې پر سیداشهدا ښوونځي د غويي د اتلسمې نېټې برید هغه مهال په کور دننه او بهر تند غبرګونونه راپارول، وغندل شو او د دغې پېښې د څېړنې غوښتنه وشوه.
شنونکي وايي، له حکومتي ژمنو سره سره درغلي موجوده ده. خو واکمن ګوند تحريک انصاف دريځ لري چې د نورو حکومتونو پرتله د دوی په واکمني کې درغلي نه ده شوې.
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی پر نورو مسالو سربیره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کوي.
ټاکل شوې چې دا دواړه مشران نن چهارشنبه(د سلواغې ۶مه) سپینه ماڼۍ کې سره وګوري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي چې د دوی خبرې به د منځني ختیځ پر امنیت، د نړۍ د انرژۍ د تدارکاتو د ثبات پر ساتنه او د افغانستان پر وضعیت ور ټولې وي.
په افغانستان کې بشري وضعیت وروسته تر هغه ډېر کړکیچن شوی چې د تېرکال د اګسټ په ۱۵مه پخوانی حکومت ړنګ او طالبان واک ته ورسېدل.
د امریکا او قطر مشران... Читать дальше...
د افغانستان مرکزي بانک وايي، له افغانستان سره نغدې بشري مرستې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو کې نېغ په نېغه اغېز لري.
د دې بانک ویاند صابر مومند نن چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې د بشري مرستو له پیله تراوسه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.
د صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي دادګل هم دا مساله تائیدوي او وايي، له اړمنو سره شوې نغدې مرستې کله چې په بازار کې تبادله کېږي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په لوړولو مستقیم تاثیر کوي.
دا څرګندونې داسې... Читать дальше...
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت کې د زعفران په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د دې خونې مرستیال توریالي غوثي نن چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) ازادي راډيو ته وویل، په روان لمریز کال کې د وچکالۍ له امله د زعفرانو کروندو د تېرکال پرتله کم محصول درلود.
ښاغلی غوثي وايي، په روان لمریز کال کې ۱۵ټنه زعفران تولید شوي دي، په داسې حال کې چې دا رقم تېرکال ۲۰ ټنه و.
خو نوموړی زیاتوي چې د تېر کال پرتله د زعفرانو بیې لوړې شوې دي.
ښاغلی غوثي وايي، تېرکال یو کیلو زعفران له ۲۵ تر ۳۰ زرو... Читать дальше...
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار ۷مه حوزه صافیانو سیمه کې یو کس په مرموز ډول وژل شوی چې وروسته یې جسد موندل شوی دی.
یوه سرچینه چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي ازادي راډيو ته وویل، وژل شوی کس اسدالله نومیږي چې د خپل کور څخه نا معلومه کسانو وړی و او بیا یې وژلي دی.
د هلمند چارواکي هم مني چې یاد کس په مرموز ډول وژل شوی دی.
د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریاست د یویې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د وژل شوي کس جسد د طالبانو له خوا د ګرشک د سامنار دښت سیمه کې موندل شوی.
اعلامیه زیاتوي یاده وژنه جنايي اړخ لري، خو تر اوسه یې دقیق معلومات نشته. Читать дальше...
له تعلیمه بې برخې شوې نجونې وايي، د ښوونځیو تړل کېدو سره يې ټولې هیلې په نههیلۍ بدلې شوي دي.
د بریتانيا په لندن ښار کې وتليو افغان، ايراني او پاکستاني نژاده موسيقارانو له هغو افغان هنرمندانو سره د مرستې لپاره کنسرټ کړی چې دا مهال په افغانستان کې بند پاته دي. د اګست په مياشت کې د طالبانو پر کابل تر واکمنېدو وروسته په هغه هېواد کې پر موسیقۍ بندیز لګېدلی او يو شمېر افغان سندرغاړي او هنرمندان له افغانستانه وتلي دي. خو په هېواد کې پاته موسيقاران نه يوازې له سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي بلکې په وتلو کې هم مشکلات لري. په دې اړه د فرانس پريس اژانس ويډيويي رپورټ وګورئ چې عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
مظهر علي د کوټې ختیځ لور ته پروت مهردار غره کې د باراني اوبو خوندي کولو لپاره بند جوړوي. نوموړی په اونۍ کې دوه ځله پر پښو د دوه ساعته مزل کولو وروسته د غره سر ته ځان رسوي او بيا هلته له سهاره تر ماښامه کار کوي. مظهر علي وایي، که حکومت او ولس مرسته ورسره وکړي نو په غره کې به داسې نور بندونه هم وتړي. نور حال د مشال راډیو خبریال صمد شبنم په ويډيو راپور کې وګورئ.
په کونړ کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو ښځينه زده کوونکې وايي، شپږ میاشتې په پوره کېدو دي چې د دوی پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي او اوسني چارواکي که څه هم د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو ژمنې کوي، خو لا هم یادې ژمنې نه دي عملي شوي.
له تعلیمه بې برخې شوې نجونې وايي، د ښوونځیو تړل کېدو سره يې ټولې هیلې په نههیلۍ بدلې شوي دي.
د یوولسم ټولګي زده کوونکې ښکلا وویل:"شپږ میاشتې کېږي چې زموږ ښوونځي تړل شوي، ما هیله درلوده چې راتلونکې کې د کانکور ازموینه ورکړم او ښه پوهنځي ته بریالۍ شم. هیله مو دا ده چې موږ ته د تعلیم او تحصیل کولو اجازه راکړل شي. Читать дальше...
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي ټپیان کړي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۵مه) د ماڼوګي په اړونده مټین سېمه کې د ماین د چاودنې په نتیجه کې وشوه.
حنیف زیاته کړه: "د محمد علي په نوم د مټين اوسېدونکی دی. هغه ته چا د کوهې خوا کې ماین ایښی و چې دی برسېرن ټپي دی او ورسره درې ماشومان دي چې لمسيان یې دي، هغوی هم ورسره ټپیان شوي. ټول روغتون ته رسول شوي خو حالت يي ښه دی."
خو د اسعداباد... Читать дальше...
د امریکا متحدو ایالاتونو بېلاروس ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین د روسیې له احتمالي یرغل سره مرسته وکړي نو قاطع ځواب به وویني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، بېلاروس ته په ډاګه ویل شوي چې که پر اوکراین د یرغل لپاره له خپل قلمرو څخه د کار اخیستو اجازه ورکړي، نو د امریکا او د متحدانو له چټک او قاطع غبرګون سره به مخامخ شي.
پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه د لویدیځ اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې مسکو د خپل دې ګاونډي... Читать дальше...
د ازبیکستان د انرژۍ وزارت وايي چې افغانستان ته له دې هېواده د برېښنا صدور د انرژۍ په سیسټم کې د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېدلی دی.
د انرژۍ وزارت د رسنیو د څانګې مشرې ایلمیرا بیک مرادووا تاس خبري اژانس ته وویل، افغانستان ته د برېښنا صدور پرون سې شنبې (د سلواغې ۵مه) وروسته له هغه وځنډېد چې جنرېتورونو کار پرېښوده.
نوموړې زیاته کړه چې ګاونډي افغانستان ته د برېښنا د صادرولو بهیر به د سیسټم له فعالولو وروسته بیا پیل شي.
په عین حال کې د افغانستان د برېښنا شرکت له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا د وصلېدو خبر ورکړی. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России