ازادي راډیو نن شل کلنه شوه او دغه څو رسنیز یا مولټي میډیا بنسټ د بې غږه خلکو د غږ په تګلارې د فعالیت درېیمه لسیزه پيلوي.
دغې راډیو د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه افغانستان لپاره خپرونې پيل کړې.
په لومړیو کې د راډیو نوم "ازاد افغانستان" و، خو وروسته یې د مسولینو په سلا مشوره په ازادۍ راډيو بدل شو.
دا چې ازادي راډیو په کوم هدف د فعالیت درېیمه لسیزه پيلوي، مشر یې قادر حبیب په دې اړه وایي: "په درېیمه لسیزه کې به هم زموږ لومړیتوب زموږ اوریدونکي وي، موږ به هڅه وکړو چې خپلو اوریدونکو... Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وایي، د تهران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي تړون بیا ژوندی کیدای شي.
مکرون ټینګار کړی چې په دې هدف پيل شوې خبرې باید ګړندۍ شي او ایران ټولو هغو ژمنو ته را وګرځي چې نړیوالو ته یې ورکړي دي.
مکرون له خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي سره تر پرونیو ټیلیفوني خبرو وروسته ویلي، د ډپلوماټیک جوړجاړي امکان شته او په خبره یې دا اړینه چاره ده.
د مکرون دفتر نن د جنورۍ په دېرشمه ویلي، د اټمي تړون په اړه هر ډول خبرې دا ایجابوي چې ښکېل لوري یې ښکاره او کافي ژمنتیاوې ولري. Читать дальше...
د سپريم کورټ د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه د جسټس قاضي فايز عیسي د نظرثاني د درخواست په اړه خپله تفصيلي فيصله خپره کړه چې پر ۴۵ پاڼو مشتمله ده.
د بریتانیا صدراعظم وایي، هېواد یې ختیځې اروپا ته په لوی شمېر کې د سرتیرو، جنګي بیړیو او جنګي جیټونو پر لېږلو غور کوي.
بورېس جانسن ویلي، له دې کاره یې هدف د اوکراین پر وړاندې د روسیې له دښمنانه چلند سره مبارزه ده.
جانسن پرون ناوخته په یوه بیان کې ویلي: "د پوځي اقداماتو دا ټولګه به کرملین ته ښکاره پیغام ورکړي چې ګواښوونکي فعالیتونه یې د زغملو نه دي."
د ده په خبره، بریتانیا تل د روسیې د بریدونو په اړه د ناټو له متحدانو سره دریږي.
د بریتانیا صدراعظم دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ناټو نورو... Читать дальше...
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په کابل کې خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه او خپل هېواد ته ستون شو.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په دې اړه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: "د ملي امنیت سلاکار معید یوسف او ورسره ملګری پلاوی یې له ګټورې لیدنې وروسته له کابله روان شو. د لیدنې په ترڅ کې یې په دوه اړخېزو خبرو اترو کې په بشر دوستانه ښکېلتیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د اسانتیاوو په زیاتولو تمرکز کړی."
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي نن یکشنبه (د سلواغې ۱۰)... Читать дальше...
د افغانستان یو شمېر اوسیدونکي د کرونا ویروس له امله خپلې روغتیا ته اندېښمن دي او ادعا کوي چې روغتیايي سکټور د کرونا ویروس د واکسین برخه کې منظم پروګرامونه نه لري او نه دی توانیدلی چې دې برخه کې د خلکو باور خپل کړي.
د کابل ښار اوسیدونکې پلوشه وايي: "د ژمي په راتګ سره د کرونا پېښې بیا په ډيرېدو دي او له بلې خوا په روغتونونو کې لازم امکانات نشته، ورسره جوښت د واکسین په برخه کې خلک عامه پوهاوی نه لري، له مسوولینو غواړم چې دې برخې ته جدي پام واړوي."
دا مهال په دې برخه کې بله جدي اندېښنه چې مطرح کیږي... Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا وايرس د څار ملي ادارې ( نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنېټر) د جنورۍ پر ۲۸مه په هېواد کې د کورونا وایرس مخنيوي لپاره لګول شوي بنديزونه د فرورۍ تر ۱۵مې وغځول.
د غزني غېږنیوونکو لوبغاړو د غېږنیونې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.
د بدني روزنې او ورزش ادارې نن یکشنبه د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، دې سیالیو کې د غزني ولایت ۸ لوبغاړو برخه اخېستې وه چې له دې ډلې ۵ غېږ نیوونکو خپلو سیالانو ته ماته ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.
دا غېږنیوونکي غزني ته له ستنېدو وروسته د دې ولایت د ورزشي امریت او د غزني د خلکو له لوري وستایل شول.
د غېږنیونې دا سیالۍ په ننګرهار کې پیل شوې وې چې د ۶ ولایتونو غېږنیوونکو په کې برخه اخېستې وه.
د دې سیالیو د جوړولو هدف... Читать дальше...
د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان کرکټ لوبډله د انګلستان پر وړاندې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته تیاری نیسي.
دا سیالۍ راتلونکې سې شنبه د وېسټ انډیز د انټيګا ښار په سر ويوان ریچارډز لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې راتلونکې لوبه مهمه ده او د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان ملي لوبډله اوس د دې لوبې لپاره تیاری نیسي.
د افغانستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ځوانانو په خپله مخکېنۍ لوبه کې سریلانکا ته په ۴ منډو ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووته.
ښاغلي هوتک دغه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش دا څرګندونې له هغه وروسته کړې دي چې د افغانستان د لوګر ولایت اوسېدونکې رڼا نومي ماشومې خبرې هم مشهوره شوې.
له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، تر ۱۰۰ زیات پخواني دولتي کارکوونکي له محاکمې پرته وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د وژنو دغه ادعاګانې پر واقعیت ولاړې دي.
د جرمني خبري اژانس د پروني راپور په حواله، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش امنیت شورا ته ویلي چې دوه پر درېیمه برخه وژنې د برحاله چارواکو او په هغوی پورې د تړلو کسانو له خوا شوي دي.
د سرمنشي د دغه داخلي راپور له مخې چې جرمني خبري ژانس وايي، یوه کاپي یې دوی ته هم رسېدلې، څه باندې ۵۰ مشکوکې وژنې... Читать дальше...
۵۶ کلن مطیع الله له ۲۰ کلنو راهیسې د سهار ۷ بجو څخه، د ماښام تر بجو پورې ازادي راډيو اوري، دی په خپل کلي د ازادي راډيو د مینوال په نوم شهرت لري.
نوموړی ترینکوټ ښار کې د ملالۍ لېسې په دروازه کې ناست وي، ازادي راډیو اوري، نوموړي وویل: "ازادي راډيو سره له بې حده زیات مینه لرم، شلو کالو کې یوازې ازادي راډيو راسره ملګرې پاتې شوې."
مطیع الله ازادي راډيو ته وویل، له دې راډیو یې زیات څه زده کړي دي.
دي وايي: "نورې رسنۍ تر فشار لاندې ده، خو ازادي راډيو د هېچا تر فشار لاندې نه ده، تل حقایق خپروي، بې طرفه... Читать дальше...
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د جنورۍ پر ۲۹مه له یو پلاوي سره کابل ته لاړی.
د اېم.ای.ار 'MIR CONSULTING' په نوم یو پولنډي شرکت د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د دې شرکت رئیس رادو سلاو زروینسکي ویلي، د کرنې، د صنعتي فابریکو په حوړولو، د کرنیزو محصولاتو په پروسس، د درملو په تولید، د کانونو په استخراج او د ساختماني موادو په برخه کې لېوالتیا لري چې پانګونه وکړي.
په هغه لیدنه کې چې د رادوسلاو زروینسکي او د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د سرپرست وزیر دین محمد حنیف ترمنځ پرون ناوخته وشوه، ښاغلي زروینسکي یادونه کړې چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې... Читать дальше...
د ترکمنستان د ټاپي پروژې اړوند استازي وايي، افغانستان باید په خپله خاوره کې د ګازو د نللیکې د غځولو په برخه کې جدي اقدام وکړي.
د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې راغلي دي، د ترکمنستان هېواد د ټاپي پروژې اړوند یوه استازي عاشیر قربان نیازوف ویلي، که افغانستان د ګازو د نللیکې د غځولو برخه کې جدي اقدام وکړي، کولی شي له دې درکه ۶ میلیارده ډالر د ټرانزیټ حق په توګه ترلاسه کړي.
په همدې اړه د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال ملا محمد عیسی... Читать дальше...
په تېرو ۲۰ کلونو کې لوړې ژورې- د تېروتنو یوه ټولګې واورئ، په دې راپور کې د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د همکارانو له خوا د شوېو تېروتنو ځینې بېلګې راټولې شوي دي.
دا راپور د دې لینک په کېکاږلو واورئ:
ازادي راډیو د خپل نشراتي مزل ۲۰ کاله پوره کړل او اوس د یوه پیاوړي څو رسنیزه یا مولټي میډیا بنسټ په توګه د خپل کار درېیمه لسیزه پيلوي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان لپاره خپلې لومړنۍ خپرونې د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۳۰ پیل کړې.
باوري، بې پلوه او متوازنه خبر رسونه د ازادي راډیو د اهدافو له ډلې ده او د دې ترڅنګ دا راډيو د ولسواکۍ، بشري حقونو او لږکیو ملاتړ کوي.
د راډیو د پيل شپې ورځې
د ۲۰۰۲م زیږدیز کال د ژمي سړې شپې ورځې وې چې د ازادي اروپا راډیو/ازادي راډیو د افغانستان لپاره په پښتو او دري ژبو ازمېښتي خپرونې پیل کړې. Читать дальше...
د لوګر پر اوسېدونکې رڼا چې په نهم ټولګې کې زده کړې کولې، پرې د طالبانو د حکومت لهخوا د ښوونځي دروازې بندې شوي دي.
مهمه غوښتنه یې د ښوونځیو بیا پرانیستل دي: "طالبان دې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره خلاص کړي، څو موږ خپلې زدهکړې وکړو او خپلو هیلو ته ورسېږو. "
د افغانې نجلۍ دا غږ نړیوالو په ځلونو بدرګه کړی، تر دې چې اوس د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، افغانستان کې نجونې او ښځې یو ځل بیا د زدهکړې، کار او برابرۍ له حقونو محرومې شوي.
انتونیو ګوترېش په خپله ټویټر پاڼه پر طالب چارواکو غږ کړی چې"په واقعي او... Читать дальше...
د کوټې ګل کاکړ د نادرو ساعتونو یا ګړیو ساتلو شوقین دی. هغه په لیویز دفتر کې رسمي مامور هم دی خو وايي، ګړۍ، راډیوګانې او نور نوادرات جمع کول، ساتل او نندارې ته وړاندې کول یې له تېرو څو لسیزو راهېسې مشغله ده. نوموړی وايي، هغه ګڼي چې ګړۍ ورسره خبرې کوي. د مشال راډیو خبریال د ګل کاکړ د ګړیو نندارتون ته ورغلی او دا راپور یې جوړ کړی دی.
ارزګان کې مېشت کوچيان وايي، رامنځته شوې وچکالي يې د حيواناتو څړځايونه له منځه وړي دي او حيوانات يې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
له ډلې یې ګل رووف وايي، نه تېر حکومت ورته پاملرنه کړې او نه هم اوسني حکومت: "ګڼ شمېر څاروي مو د خوړو له نشتوالي مري، دښته کې مو په دې هيله اړولي چې که څارويو ته څړ ځايونه پیداکړو، له حکومته غواړو چې سږکال دې زموږ سره د حيواناتو په غدايي موادو چمتو کولو کې مرستې وکړي، که نه ټول څاروي به مو له لوږې مړه شي."
۵۷ کلن دارو خان چې د ترینکوټ ښار اړوند د چرمګر سیمې پر دښته کې خیمه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو یو تازه راپور ښيي چې کابو دوه زره یمني ماشومان د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ تر مې میاشتې پورې د دغه هېواد په روانه جګړه کې وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دا کوچنیان د حوثي یاغیانو له لوري چې د ایران د رژیم له ملاتړه برخمنه ډله ده، جذب شوي وو.
په دې راپور کې چې پرون شنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شو، ویل شوي؛ حوثي یاغیانو هڅه کړې چې د یمن له حکومت سره د مقابلې په هدف د ځوانانو لپاره د جنګي زده کړو کمپونه او پروګرامونه جوړ کړي.
د یمن حکومت چې د نړیوالې ټولنې له... Читать дальше...
د عراق پوځ وايي، د دغه هېواد د هوايي ځواک په برید کې د اسلامي دولت یا داعش د تروریستي ډلې ۹ یاغیان وژل شوي دي.
د عراقي پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عراق د هوايي ځواک درېيو الوتکو پرون شنبې په حاوي العظیم سیمه کې د ترهګرو پر پناهځای بمباري وکړه.
د پوځ په وینا، ګومان کېږي چې په دیاله ولایت کې د جنورۍ د دوولسمې نېټې د حملې مسوولان په همدې ځای کې پټ شوي وو.
۹ ورځې وړاندې په دیاله ولایت کې د عراق د پوځ لږترلږه ۱۱ سرتېري ووژل شول.
پاکستان وايي، له هند سره له څو میاشتې خبرو وروسته به اجازه ورکړي چې هند د غنمو مرسته د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د هند مرسته به د راتلونکې فبرورۍ په لومړیو کې د پاکستان له لارې افغانستان ته واستول شي او دا به لومړی ځل وي چې پاکستان اجازه ورکوي چې هند د پاکستان له لارې افغانستان ته مرسته استوي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دې مسالې له څو میاشتو راهیسې خبرې روانې وې او پاکستان پر دې ټینګار کاوه چې هندي مرسته به په پاکستاني لاریو کې افغانستان ته رسول کېږي... Читать дальше...
د امریکا د کنزاس ایالت یوه اوسېدونکې ښځه په دې تور محاکمه کېږي چې په سوریه کې د داعش د ښځو د کنډک قوماندانه وه.
د امریکا د عدلیې وزارت وايي، ۴۲ کلنه الیسن فلوک په وروستیو کې په سوریه کې نیول شوې او د جمعې په ورځ د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې 'اېف.بي.ای' توقیف ځای ته واستول شوه.
دا به سبا (دوشنبې) د لومړي ځل لپاره محکمې ته حاضره کړای شي.
پر مېرمن فلوک تور دی چې په سوریه کې یې ښځو او ماشومانو ته له وسلې، لاسي بمونو او د انتحاري بریدونو له واسکټونو څخه کار اخېستل او د امریکا په خاوره کې د تروریستي بریدونو لپاره پلانونه ښودل. Читать дальше...
ارادي راډیو شل کلنه شوه.
ازادي راډیو نن شل کلنه شوه او دغه څو رسنیز یا مولټي میډیا بنسټ د بې غږه خلکو د غږ په تګلارې د فعالیت درېیمه لسیزه پيلوي.
دغې راډیو د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه افغانستان لپاره خپرونې پيل کړې.
د عکسونو په دې ټولګه کې د ازادي راډیو دخبریالانو عکسونه وګورئ:
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России