ارزګان کې په لومړي ځل باران د بزګرانو هیلې راژوندۍ کړې دي.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د تېرې شپې له نمايي ورښتونه پیل شول چې له املهیې په یو شمېر سیمو کې سېلابونه هم راغلي دي.
بزګران له دولته غوښتنه کوي چې د اوبو ذخیروي بندونه دې ورته جوړ کړي.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د ۲۰۲۲ز کال په راتګ د سوات په اوډیګرام کې د پوهنتون زده کوونکو او فعالانو د "کلتوري شپې" په نوم محفل جوړ کړی وو چې پکې د پښتو مشاعرې ترڅنګ د موسیقۍ بنډار هم وشو. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کابل او تخار ځیني اوسېدونکي وایي چې طالبانو جوماتونو کې خلکو ته د حاضرۍ کتاب جوړ کړی دی.
د کابل ښار د څلورمې حوزې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت کارکوونکو څو ورځې وړاندې د امام ابوحنیفه جومات کې خلکو ته ګواښ کړی، که هره ورځ په جماعت کې لمونځ ادا نهکړي، نو جریمه به شي.
د دوی له ډلې یو یې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې څو ورځې وړاندې یو شمېر کسان چې ځانونه یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت کارکونکي... Читать дальше...
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د فردي امنیتي ګواښونو په لړ کې په کابل ښار کې د فتانې محمدي په نوم یوه مدافع وکیله په خپل کور کې د یو ناپېژانده وسلهوال له لوري د وهلو ډبولو کیسه کوي.
فتانې محمدي چې د تېر جمهوري حکومت پر مهالیې په لویه څارنوالۍ او محکمه کې هم دنده ترسره کړې وایي، دغه ناپېژانده وسلهوال کس د دې په کور حمله وکړه او د دې په خبره، په دې دلیل چې د تېر حکومت کارکوونکې وه، شکنجه کړې یې ده.
فتانه وایي، دوه میاشتې مخکې هم پرې حمله شوې وه، دا د امنیت او خندیتوب غوښتونکې ده.
دا پېښه شااوخوا... Читать дальше...
د کډوالو نړیوال سازمان رپورټ لیکي چې دمګړۍ افغانستان پنځه نیم میلیونه کورني بېځایه شوي کسان لري چې د ژمي سړه هوا او د خوړو کموالی یې ژوند ګواښي.
په داسې حال کې چې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه په چټکۍ سره نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې د کرونا ویروس له نوې بڼې سره د مبارزې لپاره چمتووالی ونیسي، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي تر اوسه د اومېکرون د تشخیص دستګاه نهلري.
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژبر د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د مرغومې ۱۳» ازادي راډیو ته وویل، د اومېکرون د تشخیص د وسایلو برابرولو لپاره هڅې پیل شوي او دوی د روغتیا له نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د... Читать дальше...
پښتون ژغورنې غورځنګ خبرداری ورکړی دی چې که د تحریک د یوه مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون یې نور ګرفتاره ملګري او پلویان خوشې نه شول نو د اسلام اباد پر لوري به لاریون وکړي. د غورځنګ مشر منظور پښتین د جنورۍ پر دویمه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، پر ګرفتاریو او مقدمو سربېره به د پښتنو د حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي. وزیر او د غورځنګ یوشمېر نور غړي د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو د پارونو په تورونو ګرفتار دي او مقدمې یې په عدالتونو کې روانې دي. خو غورځنګ دا تورونه ردوي او... Читать дальше...
د کندهار-هلمند لویه لار د لښکرګاه د دوراهي سیمې ته نږدې د سېلابونو له خاطره تړل شوې ده.
د راپورونو له مخې له بېګا راهیسې پر کندهار ښار او شااوخوا سیمو کې سخت بارانونه روان دي چې له املهیې د ښار په څو سیمو کې د اوبو د راوتلو وېرې ځي.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند ازادي راډیو ته وویل: "کندهار ښار سرخک علاقه کې مو اوبه عمومي زابر ته ور سمې کړې. تر څنګ مو د کندهار ښار د مسلکي لیسې مخ ته چې هر کال زیاتې اوبه دریږي هغه مو هم مرکزي زابر ته ور پرچاو کړې. نو دغه د سیلابي اوبو مخه مو ونیوله او تر... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د نیدرلنډ خلاف درېیو یو ورځنیو سیالیو لپاره قطر ته روانه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوې خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې د افغانستان او نیدرلینډ ترمنځ په درې یو ورځنۍ لوبې چې د «ورلډ کپ سوپر لیګ» برخه هم ده د جنورۍ په ۲۱ مه، ۲۳ مه او ۲۵ مه نېټه ترسره شي.
د خبرې پانې له مخې، د یادو سیالیو کوربهتوب د افغانستان په غاړه دی چې په قطر هېواد کې ترسره کېږي.
که څه هم تر اوسه د لوبډلې وروستی نوملړ نهدی اعلان شوی، خو د کرکټ بورډ لهخوا په خپور شوي تصویر کې ټول«۲۰» لوبغاړي ښکاري. Читать дальше...
د پاکستان د صدراعظم عمران خان مخکېنۍ ښځې ریحام خان ویلي چې بېګا یې پر موټر باندې برید شوی دی.
نوموړې نن ازادي راډیو ته وویل چې بېګا د اسلاماباد له شمس کالونۍ خپل کور ته روانه وه چې دوو موټرسايکل سپرو یې پر ګاډي ډزې وکړې.
هغې وویل چې دا او ورسره مل ډرېور او سکرتر یې روغ دي.
د ريحام خان سکرتر بلال عظمت د پېښې په اړه له پوليسو سره شکایت درج کړی او پوليس وايي، پلټنې يې پيل کړي دي.
پاکستانيالاصله بریتانوۍ خبريالې او مبصرې ريحام خان د پاکستان اوسني صدراعظم عمران خان سره د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې... Читать дальше...
د طالبانو حکومت په نوې جوړېدونکې اردو کې د دوی د انتحاري "استشهادي" ډلې شاملېدل.
د طالبانو حکومت وایي، انتحاري «استشهادي» ډله بهیې هم د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د ځانګړو ځواکونو په توګه په ځانګړي شمېر جوړه شي چې د خاصو عملیاتو لپاره به کارول کېږي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د مرغومې ۱۳» ازادي راډیو سره خبرو کې د دې خبرې ترڅنګ وویل، په نوي جوړېدونکي پوځ کې به د اړتیا په صورت کې ښځې هم شاملې شي او پخواني مسلکي افسران به هم پهکې وي.
د ښاغلي مجاهد په خبره،... Читать дальше...
طالبان وايي د یوې سل زره کسیزې اردو د جوړولو کارونه په بشپړېدو دي.
دا خبره د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن دوشنبه (د مرغومې په ۱۳مه) ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل چې د پوځ د جوړښت لپاره ټول پلانونه برابر شوي او پخواني مسلکي افسران به هم پهکې وي.
مجاهد دغهشان د اړتیا پر مهال په یاد پوځ کې د ښځو د شاملېدو خبره هم وکړه.
د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو په بیا واکمنېدو د افغانستان د پخوانۍ اردو، پولیس او امنیت شااوخوا ۳۰۰ زره کسیزه ځواک چې د بهرنیو په تېره بیا امریکا لهخوا تمویلېده، وپاشل شو. Читать дальше...
سیګار خبرداری ورکړی چې د طالبانو لهخوا پر ښځو د کار بندیز به د افغانستان اقتصادي ناورین لاپسې زیات کړي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې/ سیګار دا خبره نن په خپل ټویټر باندې لیکلې ده.
په ټويټ کې زیاته شوې چې د طالبانو په بیا واکمنېدو او د ښځو پر کار بندیز به د افغانستان اقتصادي ناورین لا پسې زیات او بېوزلي به لا پسې زیاته کړي.
سیګار یو نیم وخت د خپلو پخوانیو راپورونو مهمې برخې په ټویټر خپروي او اوسنۍ څرګندونې یې پخوا په یوه مفصل راپور کې هم کړې وې.
د سیګار... Читать дальше...
ريحام خان وویل، نه پوهېږي دا بريد پر هغې د خپل کار له امله شوی او که غلو کړی دی خو د نوموړې په وينا، غواړي پولیس یې په اړه پلټنې وکړي.
د طالبانو د رئیسالوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي له یوه ډله افغان او روسي پانګهوالو سره لیدلي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دا خبره په خپل ټویټر کړې.
هغه ویلي چې په دې لیدنه کې د تېلو او ګازو د استخراج او تصفیې، سي اېن جي او اېل اېن جي ګازونو د دستګاوو په لګولو او د سمنټو د تولید د شرکتونو په جوړولو باندې بحث وشو.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په ټول هېواد کې یې د اوړو د فابریکو او سیلو ګانو د ارزونې په هدف پلاوي ټاکلي دي.
د دې وزارت ویاند مولانا زهیر نن دوشنبه (د مرغومې په ۱۳مه) ازادي راډيو ته وویل، یاد پلاوي به ټولو ولایتونو کې د اوړو له فابریکو او سیلو ګانو لیدنه کوي او د دوی ستونزې به له نږدې اوري.
د ښاغلي زهیر په خبره، د اوړو د فابریکو او سیلو ګانو ټولنې مسؤلینو هم تېره ورځ د وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې خپلې ستونزې له دوی سره شریکې کړې دي چې د بانکي سیستم او سوداګریزو لارو په برخه کې دي. Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زلنسکي ته وویل، که روسیه پر اوکراین نور تهاجم وکړي، واشنګټن او متحدان بهیې قاطع ځواب ورکړي.
سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر بایډن تېره شپه له زلنسکي سره په ټیلیفوني تماس کې د اوکراین د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب لپاره د امریکا پر ژمنه ټینګار وکړ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل، دواړو مشرانو د هغو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړ چې راروانه اوونۍ د ناټو او روسیې د شورا او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې پیلېږي.
دا په... Читать дальше...
اسرائیل په نړۍ کې لومړی هېواد شو چې تر ۶۰ کلنۍ پوخ عمره کسانو او روغتیايي کارکوونکو ته د 'کووېډ-۱۹' ضد څلورم ډوز تقویتي واکسین ورکوي.
د دغه هېواد صدراعظم نفتالي بېنېټ پرون په یوه ټلوېزيوني وینا کې وویل، موږ اوس د دفاع یو نوی قشر خپل کړ.
اسرائیل تېره پنجشنبه هغو کسانو ته چې د بدن دفاعي سیستمونهیې کمزوري دي، د کرونا ضد واکسین د څلورم ډوز ورکولو اجازه ورکړه چې په دې اقدام کې هم د نړۍ تر نورو هېوادونو مخکې شو.
د کرونا ویروس اومېکرون بڼې په نړۍ کې په بېساري ډول ډېر کسان اخته کړي دي.
خو داسې... Читать дальше...
ټویټر شبکې د امریکا متحده ايالاتو د کانګرس د لانجمنې غړې مارجوري ټېلر ګرین (Marjorie Taylor Greene) حساب وربند کړ.
ټویټر ویلي، د هغې حسابیې ځکه ورتړلی چې هغې د دې شبکې له هغې پالېسۍ سرغړونه کړې چې دوی د 'کووېډ-۱۹' په اړه د غلطو معلوماتو خپرولو په اړه ټاکلې ده.
د جورجیا ایالت د دې سیاستوالې د ټویټر حساب پرون وروسته له هغې د تل لپاره وتړل شو چې هغې له دې شبکې پنځه وارې خبرداری واخیست.
مارجوري ټېلر ګرین چې د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ له عمده متحدانو ده، په وار وار یې د کرونا ضد واکسین د خوندیتوب،... Читать дальше...
د افغانستان د هواپوهنې ریاست په اکثریت ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابو اټکل کړی دی.
دغه ریاست پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې له بغلان او کندز ولایتونو پرته په ۳۲ نورو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدل نن پیلېږي او تر سبا به دوام کوي.
د هواپوهنې ادارې په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو او د واورې هغه له ۱۵ تر ۵۰ سانتي مترو اټکل کړې ده.
تر دې مخکې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مشر، عبدالله عبید ازادي راډیو ته ویلي و چې په سالنګ کې د درنې واورې اورېدل... Читать дальше...
د یونېسف جنوبي اسیا څانګې مشر وايي چې سږ کال به په ټول توان په افغانستان کې له ګرځنده مرستندویه ټیمونو ملاتړ کوي څو اړمنو ته مرستې ورسوي.
جورج لاریا اجې په خپل ټویټر باندې دا خبره کړې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق دغه مسؤل زیاته کړې چې سیار ټيمونه په کلیوالو او ليرو پرتو سیمو کې فوقالعاده مؤثره تمام شوي او د ګڼو خلکو په تېره بیا میندو او ماشومانو لپارهیې اړین او ژوند ژغورونکي صحي او نور خدمتونه وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې افغانستان کې ۲۳ ملیونه خلک له لوږې... Читать дальше...
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به افغانستان ته طبي او خوراکي توکي ولېږي.
هندي رسنیو د دغه وزارت له قوله ویلي چې په دې مرستو کې به ۵۰ زره ټنه غنم او طبي وسایل له هغې ډلې د کرونا ۵۰۰ زره ډوز واکسینونه شامل وي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
ویل کېږي چې دغه مرستې به په راتلونکو دوو اوونیو کې افغانستان ته ورسېږي.
تر دې مخکې د شنبې په ورځ هند په کابل کې د اندراګاندي روغتون ته د کرونا د واکسین ۵۰۰ زره ډوزونو د مرستې اعلان وکړ.
د افغانیو د ترویج او زیاتې کارونې په کمپاین کې د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو هم برخه اخیستې ده.
د افغانستان بانک له څو ورځو راهیسې د چارواکو، عامو خلکو او تازه د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو پيغامونه خپاره کړي چې خلک د افغانۍ کارولو ته رابولي.
له دې ډلې حمید حسن وايي: "درنو هېوادوالو که د خپل هېواد سره مینه لرئ، افغانۍ وکاروئ!"
د افغانستان بانک په وینا، دا کمپاین د افغانیو د اسعارو د ودې او بقا، په لویو بازارونو کې له افغانیو سره د سوداګري او د افغانۍ د زیات کارولو په هدف ترسره کېږي.
د طالبانو حکومت... Читать дальше...
د جنوبي افریقا په کیپ ټاون کې د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدنې سخت زیان اړولی دی.
اور پرون سهار د جنوبي افریقا د پارلمان د ودانۍ په زړې برخه کې چې اوس د دفترونو لپاره کارول کېږي، ولګېد.
وروسته اور د ودانۍ نورو برخو ته هم خپور شو.
د جنوبي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا چې د پارلمان سوځېدلې ودانۍ کتله دا یوه زړه بوږنوونکې پېښه وبلله.
له ډېرو هڅو سره سره، د اور وژنې ډلې تر پرون ماښامه پورې ونهتوانېدې چې اور مړ کړي.
ویل کېږي چې د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
تر اوسه د چا د وژل کېدو او ټپي... Читать дальше...
عیني شاهدان او یوه څارونکې ډله وايي چې د روسیې جنګي الوتکو د سوریې په شمال لوېدیځ ادلب ښار کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې د اوبو رسولو یوه دستګاه بمبار کړې ده.
د راپورونو له مخې په دې برید سره د سوریې په ادلب ښار کې سلګونه زره کسان له اوبو بېبرخې شوي دي.
د روسیې د جګړو بریتانیا مېشته څارونکې ډله وايي چې د روسيې جنګي الوتکو پرون په ادلب کې څو ځايونه بمبار کړل چې په هغو کې د دغه ښار د اوبو رسولو شبکه هم شامله ده.
د وسلهوالو اورپکو ترمنځ ځینو چارواکو ویلي چې د روسیې جنګي الوتکو پرون ۱۰ هوايي بریدونه... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России