اروپايي ټولنه له روسيې د تېلو واردات ۹۰ سلنه کموي
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر وایي چې د روان کال تر اخره به اروپایي ټولنه د روسیې د تېلو واردات تر نوي فیصده پورې کم کړي. جوزیپ بوریل پرون څرګنده کړه چې د دې هڅې هدف د روسیې د جنګي ماشین بندول دي. هنګري چې له سمندر سره لاره نه لري د اروپایي ټولنې له دې اقدام سره مخالفت کوي، خو د دې ټولنې ځیني نور په وچه کې ایسار هېوادونه وخت غواړي څو یو مخ د روسیې د انرژۍ پر وارداتو بندیز ولګول شي. اروپایي ټولنه وایي، له روسیې څخه د تېلو د وارداتو د مخنیوي ژمنه یې په خپل ځای ده. په دې تړاو د دوشنبې په... Читать дальше...