بايډن: امریکا له منځني ختيځ نه وځي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وايي، امریکا به له منځني ختیځ څخه ونه وځي، چې دغه خلا د چین یا نورو هېوادونو له خوا ډکه شي. جو بایډن پرون شنبه د سعودي عربستان په جده کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا غونډې ته په خبرو کې ویل: "موږ به څنډې ته نه شو او کومه خلا نه رامنځته کوو چې هغه د چین، روسیې یا ایران له خوا ډکه شي. موږ هڅه کوو دا شېبه د امریکا په فعاله او اصولي رهبرۍ بدله کړو." ولسمشر بایډن زیاته کړه، امریکا متعهده ده چې ډاډ ترلاسه کړي ایران به هېڅکله اټومي وسلې نه ترلاسه کوي. د امریکا ولسمشر، تر اسراییل وروسته سعودي عربستان ته سفر وکړ.