طالبان: د فرهنګي محدودیتونو له امله د نجونو ښوونځي تړل شوي
په داسې حال کې چې پر طالبانو د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره د کورنیو او نړیوالو فشارونه په زیاتېدو دي، د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر وایي، دوی د نجونو د زده کړې مخالف نه دي خو ځیني ښوونځي د فرهنګي محدودیتونو له امله بند دي. د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر پرون دوشنبې په خوست کې خبریالانو ته وویل چې فرهنګي محدودیتونه او ټولنیز حساسیتونه د دې سبب شوي چې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل وځنډېږي. هغه زیاتوي: "د افغانستان اسلامي امارت د نجونو له تعلیم... Читать дальше...