پاکستان کې وروستیو سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي
د پاکستان حکومت وايي، وروستیو سېلابونو په دې هېواد کې لږ تر لږه لس میلیارده ډالره مالي زیانونه اړولي دي. د پاکستان ماليې وزیر مفتي اسماعیل پاکستاني رسنیو ته ویلي دي چې د زیانونو دا کچه ښايي نوره هم لوړه شي ځکه د ده په خبره چې لا هم د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو ګواښونه پر ځای دي. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي. په همدې حال کې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد په ځينو سیمو کې د نورو سېلابونو او سختو اورښتونو اټکل کړی دی. Читать дальше...