د مارچ په دویمه د اصف علي زرداري اسناد د پيپلز پارټۍ يو مشر فاروق اېچ نايک او د محمود خان اڅکزي اسناد د تحریک انصاف مخکښ لطیف کوسه په اسلام اباد هايي کورټ کې د پريزايډنګ افسر سره جمع کړل.
ساحل دا راپور د ۸۱ ورځپاڼو د راپورونو او له پولیسو څخه د اخیستو معلوماتو په اساس ترتیب کړی دی او شمیرې یې ښايي چې په پاکستان کې هره ورځ لږ تر لږه ۱۱ ماشومان ځورول کیږي. د راپور لپاره د پاکستان د بشري حقونو ملي کمیسیون د ادارې سره مرسته کړی ده.
د هند مشهور غزلبول پنکج ادهاس چې تېره اوونۍ ومړ، په افغانستان کې زیات مینهوال لري. یو شمېر افغان سندرغاړي د ادهاس سندرې په خصوصي محلفونو کې اجرا کوي. یو له دغو هنرمندانو څخه محبوب الله محبوب دی چې د ادهاس سندرې وايي. نور په ویډیو کې:
د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د روانې کب میاشتې له لومړۍ نېټې تر دولسمې نېټې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سړې هوا، واورې، بارانونو او سېلابونو له امله ٢٠ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. نور په ویډیو کې:
ګنډه پور د صوبې پر خلکو غږ وکړ چې د درغلیو او اداري فساد پرضد دې هڅې وکړي. "د کرپشن پرضد جهاد شروع کړئ، موږ له تاسې سره یو. د چا څه جرات چې له تاسو پیسې وغواړي؟ د چا څه جرات چې له تاسو رشوت وغواړي."
په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د مارچ په دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د یادې صوبې په ډېرو سیمو کې د ورښتونو لړۍ روانه ده او د دوی ادارې په ټولو ضلعو کې له خلکو سره د مرستو لپاره په هلو ځلو لاس پورې کړی
د خوست ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د زمبر په غرییزو سیمو کې یو شمېر رضاکارو ځوانانو د خلکو د ساتېري لپاره دمه ځایونه جوړ کړي دي. د صبریو سیمې ځوانان وايي خلک هڅوي چې د تفریح او دمې لپاره د یادې سیمې شنو او ځنګلیزو سیمو ته ورشي. هغه شنې او ځنګلیزې سیمې د خوست له ښاره شمال لور ته پر شاوخوا ۴۰ کیلوميټره پرتې دي. ويډيو رپورټ
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости