نومیالی غزلبول هندی سندرغاړی پنکج ادهاس د فبرورۍ پر ۲۶مه د ۷۲ کلونو په عمر کې ومړ. نوموړی په افغانستان کې خورا زیات مینه وال لري او ځینې افغان سندرغاړي یې په محفلونو کې سندرې هم وايي. له هغو څخه یې یو محبوب الله محبوب دی چې د ادهاس سندرې یې ویلې دي. ویډيو وګورئ.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق د مارچ پر دویمه په بیان کې وویل چې په تېرو ۱۲ ورځو کې د ورښتونو پر مهال د سختې یخنۍ، سېلابونو او کورونو ړنګېدو پېښو هغه مرګژوبله اړولې ده.
د مارچ پر درېیمه نېټه د پاکستان د قامي اسمبلۍ اکثرو غړو د مسلم لیګ (ن) سیاستوال میا شهباز شریف د هېواد د نوي وزیراعظم په توګه غوره کړ. ټاکل شوې چې نوموړی اوس د پیپلز پارټۍ په ګډون له خپلو نورو پلویانو سره ګډ وفاقي حکومت جوړ کړي. شهباز شریف تر منتخبېدو وروسته قامي اسمبلۍ ته په لومړۍ وینا کې وویل چې د اقتصادي او امنیتي ستونزو هواري ذکر کوي. دا چې د نوموړي حکومت به له کومو مشکلاتو سره مخامخ وي، ځواب یې په دې ویډیو کې وګورئ.
په پاکستان او ځینو نورو هېوادونو کې اوسېدونکي بلوڅان د مارچ پر دویمه د خپل کلتور ورځ لمانځي. خو سږ کال د ورکو بلوڅانو خپلوانو او مدني فعالانو پر هغه ورځ په کراچۍ کې احتجاج وکړ او له حکومته یې د ورکو کسانو د موندلو، خوشې کولو یا عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه وکړه. بلوڅان د خلکو ورکولو تور پر امنیتي ادارو پورې کوي خو هغوی وايي چې ځینې کسان چې ورک بلل کېږي، له وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي دي. ویډیويي رپورټ.
سپیکر صادق د انتخاب طریقه بیانه کړه او و یې ویل چې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ په مشرۍ د یوشمېر ګوندونو نوماند شهباز شریف ته د رایې ورکوونکي دې د قامي اسمبلۍ د تالار "الف دهلېز" ته ولاړ شي او د سني اتحاد کونسل نوماند عمر ایوب خان ته ووټ ورکوونکي دې "ب دهلېز" ته ورشي.
په پکتیا کې د سیمې ۳۰ لوبډلو ترمینځ د فوټسال سیالۍ شوې دي چې نندارې ته یې ګڼ خلک ورغلي ول. د فوټسال لوبغاړو له پکتیا بهر د سیالیو لپاره مناسبې موقعې غواړي. فوټسال د فوټبال په څېر لوبه ده خو پکې لوبډله کې کم لوبغاړي وي. په وروستیو کې هغې لوبې په افغانستان کې پام وړ پرمختګ کړی دی. ویډیويي رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости