فضل الرحمان وویل چې احتجاجي تحریک د اپرېل له ۲۵مې پیلوي او بیا یې نورو ځایونو ته غځوي. "د اپرېل پر ۲۵مه له بلوچستانه خپل تحریک پیلوو. موږ دې جلسو ته د عوامي (ولسي) اسمبلۍ نوم ورکوو. د اپرېل پر ۲۵مه به په پښین کې جلسه کوو."
د دې اوونۍ په "مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ د خرابو تعلقاتو له وجې په پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو او پر دوه اړخیزه تجارت پر اغېز بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د مزدورانو او کارګرانو د ملي ټولنې (نیشنل لېبر فیډرېشن) ضلعي مشر امیر خان د مارچ پر ۲۶مه، مشال راډیو ته وویل چې که هغه مزدوران خوشې نه شول نو د احتجاج په توګه د کویلې (سکرو) کانکیندنه دروي.
په اسلام اباد کې "د مهربانۍ عمل" په نوم یو خیریه سازمان هره ورځ بې وزله خلکو او مزدورانو ته روژه ماتی برابروي. ځینې خواریکښو مشال راډیو ته وویل چې اسلام اباد ته مزدورۍ ته ورغلي دي او کار نه لري نو مجبور دي چې هلته ورشي او وړیا ډوډۍ وخوري. په دې اړه نور په ویډیويي رپورټ کې.
د چېک جمهوريت د پلازمېنې پراګ د ښاروالۍ په کتابتون کې له کتابونو یوه داسې میناره جوړه شوې چې خلک یې لیدو ته په قطار کې ولاړ وي. د نړۍ له ګوټ ګوټه ورغلي ځینې سیلانیان د هغې مینارې له لیدو پرته پراګ ته خپل سفر نیمګړی بولي. ویډیويي رپورټ.
شنونکي باور لري د اسلامي دولت خراسان څانګې د روسیې پلازمېنې مسکو ته نږدې د کنسرت پر صالون برید کړې دی. شنونکي وايي چې اسلامي دولت د روسیې په ځواکونو کې تشې موندلي نو ځکه یې هلته وسله وال برید کړی. په دغه وسله وال برید کې چې چاودېدونکي توکي هم وکارول شول، ۱۳۰ تنه ووژل شول.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости