
د روغتیا نړیوال سازمان وايي د شري ناروغۍ یوازې سږکال په افغانستان کې ۱۶۰ کسان وژلي دي. سرخکان څه دي او څنګه کولی شئ خپل ماشومان ترې وژغورئ؟ جزییات په دې ویډیو کې.
مېنګل ویلي چې د پاکستان امنيتي ځواکونو نه یوازې پخواني لادرکه کړي بلوڅان نه دې خوشې کړي بلکې په وروستيو کې یې د هغوی د کورنيو احتجاج کوونکي غړي، چې ښځې هم پکې شاملې دي، نیولي دي.
دا اونۍ مو په مشال مرکه کې خبريال محمد فهيم مېلمه کړی دی. نوموړي په تېرو ۱۶ کلونو کې په پېښور کې له بېلابېلو رسنيو سره کار کړی دی. فهيم په خيبر پښتونخوا کې د تېرو ۱۲ صوبايي بجټونو د غونډو په اړه خبریالي کړې ده او وايي چې سږ کال د پاکستان له جوړېدو راهیسې لومړی ځل وو چې صوبايي حکومت تر وفاقه مخکې خپله بودیجه اعلان کړه. دی البته وايي چې دا کار منفي اغېز نه لري. فهیم وايي صوبايي حکومت په بجټ کې لویې پروژې نه دي شاملې کړي او د قبایلي ضلعو لپاره هم بودیجه زیاته ښه نه برېښي ځکه چې پکې زیات ټیکسونه شامل دي. Читать дальше...
د خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي د جولای پر ۱۷مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې اسلام اباد د روانې میاشتې له لومړۍ راهیسې له افغانستانه هغه هېواد ته د سبزیو او مېوو پر لېږد مالیه شاوخوا ۱۵ چنده لوړه کړې ده.
امیر خان متقي د جولای پر ۱۷مه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت یوې غونډې ته په وینا کې د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست خو "غرب" یې یاد کړ او پوښتنه یې وکړه چې هغه چې تور پورې کوي چې په افغانستان کې د "القاعده او نورې ډلې موجودې دي"، نو هغوی دا "معلومات" د کوم "مېکانېزم" پر اساس ترلاسه کوي؟
پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د ټولو بې اسناده کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه لکونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د پاکستان وفاقي کابینې په هغه هېواد کې د شاوخوا ۱۴ لکو هغو افغانانو د اوسېدو قانوني موده یو کال نوره غځولې چې د مهاجرت کارډونه لري، خو په کراچۍ کې مېشت ځینې افغان کډوال غواړي چې پاکستان دې ورته شهریت یا تابعیت ورکړي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د پاکستان اېتلافي حکومت تر هغې وروسته د ډېریو ګوندونو او د بشري حقونو سازمانونو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی چې د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر د جولای پر ۱۵مه اعلان وکړ چې پر پاکستان تحریک انصاف بندیز لګوي. مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف د یو بل سخت مخالفان دي او په خپلو واکمنیو کې یې د یو بل مشران زندانونو ته اچولي او ورباندې یې د درغلۍ مقدمې جوړې کړې دي. د تحریک انصاف سیاستوالان وايي چې که حکومت ورباندې بندیز ولګاوه نو پرضد به یې عدالت ته ولاړ شي. خو پوښتنه دا ده چې حکومت ولې... Читать дальше...
په افغانستان کې د سیروم د تولید یوه فابریکه وايي چې سوریې، عراق او یمن ته سیروم صادروي. دا پهداسې حال کې ده چې افغانستان د اړتیا وړ ډېر درمل له بهر څخه واردوي. نور پهدې راپور کې:
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости