
د خوست په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې د کرکټ یو میاشتنۍ سیالۍ د ډېري نیازیو لوبډلې په بریا پای ته رسېدلي دي. منتظمین وايي، د سیالیو موخه زده کړو او سپورټ ته د ځوانانو هڅول وه. د پایلوبې لیدو ته سلګونه کسان ورغلي ول. ویډيويي رپورټ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په خيبر پښتونخوا کې د وسلوالو د فعاليتونو، پوځي عملیاتو او د ترهګرۍ ضد حکومتي تګلارې په اړه د سياسي ګوندونو يو شان دريځونو ته په کتو هغه لاملونه څېړل شوي چې دوی متحد کېدو ته نه پرېږدي.
سیاسي مشرانو د جولای پر ۲۳مه په احتجاج کې حکومت ملامته کړ چې سيمې د خلکو، په تېره د سکرو د کاروباريانو او د هغوی د لاريو، په امنيت ساتنه کې پاتې راغلی دی.
په چمن کې نهه میاشتنی احتجاجي ناسته د جولای پر ۲۱مه تر هغې وروسته ختمه شوه چې د پرلت غړو او مشرانو وویل چې حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول شویو احتجاجیانو خوشې کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتنې ومنلې.
لو وویل واشنګټن ۱۰۱ مېلیونه ډالر په پاکستان کې د جمهوریت او مدني ټولنې پیاوړتیا، د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد د مبارزې، د اقتصادي اصلاحاتو او پر چین د هغه هېواد د اتکا (انحصار) مخنیوي لپاره لګول غواړي.
د بنو د پرلت مشران وايي حکومت ته یې خپلې ۱۲ غوښتنې وړاندې کړې دي او هیله من دي چې پوره شي. دوی پر داسې مهال د خیبر پښتونخوا له اعلاوزیر علي امین ګنډه پور سره لیدلي دي چې تېره اونۍ په بنو کې د لاریون پر مهال د ډزو تر پېښې وروسته په سیمه کې ناکراري ده او صوبايي حکومت د جولای پر ۲۵مه د لوړپوړو ملکي او امنیتي چارواکو یا اپېکس کمېټۍ غونډه ورغوښتې ده. د بنو پرلتوال وايي چې له حکومته یې په سیمه کې د امنیت، د عزم استحکام په نوم د عملیاتو نه کولو، د وسلوالو ډلو ترمینځ د توپیر نه کولو، پولیسو ته د عامه نظم... Читать дальше...
افغان لوبغاړی محمد صمیم فیض زاد هیله لري چې په پاریس کې د ښو لوبو په ترسره کولو به جنګ ځپلو افغانانو ته خوشالي راوړي. هغه به له کابله په فرانسه کې کېدونکو اولمپېک سیالیو ته ځي. فیض زاد په سختو حالاتو کې د ګڼو اتلولیو تر خپلولو وروسته اولمپېک سیالیو ته غوره شوی دی. د نوموړي تر څنګ به شپږ نور افغان لوبغاړي هم په هغو سیالیو کې ګډون کوي خو هغوی په افغانستان کې نه بلکې د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې مېشت دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости