
د بلوچستان په ګوادر کې بلوڅ پرلتوال وايي، امنيتي ځواکونو یې پر ضد کاروايۍ کې ګڼ مشران نیولي دي. د دوی په خبره امنيتي ځواکونو پر بې وسلې او سوله ییزو پرلتوالو تشدد کړی دی. خو پوځ تور پورې کوي چې پرلتوالو یې يو سرتيری وژلی او ۱۶ یې ژوبل کړي دي. په دې اړه نور تفصیل په دې راپور کې چې د اې اېف پي او ډیوه راډیو له ویډیوګانو جوړ شوی دی.
سلګونه مسافر د چمن-سپین بولدک دواړو خواوو ته د اوښتو لپاره په دغه سرحدي دروازه کې په تمه دي. د افغانستان په کندهار ولایت کې دغه سرحدي دروازه یوازې د پاسپورټ درلودونکو پرمخ خلاصه ده. په تېرو وخت کې د افغانستان او پاکستان وګړو د هویت کارتونو په درلودلو سره کولای شول چې په دې دروازه تګ راتګ وکړي.
د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال د جولای پر ۲۹مه، په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې هېڅ ملا یا ډلې ته د خلکو د ایمانونو د فیصلو کولو اجازه نشته او که څوک داسې کوي نو ریاست به یې پر ضد له ټول قوته کار اخلي.
د بوسنیا هرڅوګووینا په پلازمېنه سرایېوو کې په هر اوړي کې دودیزه مېله کېږي چې پکې سږ کال له ګاونډیو هېوادونو څخه ورغلیو شاوخوا ۵۰۰ هنرمندانو برخه واخیسته او د ښار په لارو او کوڅو کې یې لاریون وکړ. د بوسنیایانو فرهنګ او جامې ترکانو ته ورته دي او په مېله کې هم هنرمندانو کلتوري کالي اغوستي ول. د مېلې لیدو لپاره ګڼ ځايي خلک او سیلانیان په کوڅو کې ولاړ ول. بوسنیا پخوا د عثماني سلطنت برخه وه او په پلازمېنه سرایېوو کې اوس هم د مسلمانانو ترڅنګ مسیحیان (عیسویان) او یهودان ګډ ژوند کوي. د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
پوځ د جولایي پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې دعوه وکړه چې احتجاج کوونکو د ګوادر د امنيت ساتونکو سرتيرو پرضد له تشدده کار اخیستی، یو یې وژلی او ۱۶ یې ژوبل کړي دي. خو پوځ دا نه دي ويلي چې دغو پرلتوالو څنګه او په څه شي سرتيرو ته دغه مبینه مرګژوبله اړولې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости