Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2025

Новости за 18.03.2025

د چک د بهرنیو چارو وزیر په اروپا کې د ازادي راډیو د ملاتړ هڅې رهبري کوي

Pa.azadiradio.com 

د چک د جمهوریت د اروپایي چارو وزیر، مارتین دورژاک، وايي چې یو شمېر اروپایي هېوادونه د دې وړاندیز ملاتړ کوي چې اروپایي ټولنه دې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته مالي مرسته ورکړي. نوموړي نن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: "دا به یو ستره تېروتنه وي که موږ اجازه ورکړو چې دا سازمان له منځه ولاړ شي." د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډنالډ ټرمپ ادارې د یکشنبې په ورځ د ازادې اروپا راډیو / ازادي راډیو بودیجه بنده کړه.

ازادي راډیویي مجله: د شعر نړیواله ورځ

Pa.azadiradio.com 

ښه شعر څه ځانګړتیاوې لري؟ کوم شعر د ژباړې لپاره مناسب دی. په دې خپرونه کې د یوشمیر نړیوالو او کورنیو ناقدانو نظر د شعر په اړه درسره شریکوو او شعرونه لرو

ایا موسیقي د ماشوم د حافظې، ذهن، روحي او رواني وړتیاوو د ودې لپاره مهمه ده؟

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان د ټولو لپاره په موسیقۍ بندیز لګولی دی، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت ماشومانو ته موسیقی خورا مهمه بولي وايي، دې برخه کې ډیر کم کار شوی دی. د دغه انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست ازادي راديو ته وویل، موسیقي د ماشوم د حافظې، ذهن، روحي او رواني وړتیاوو د ودې لپاره ډیره مهمه ده. یو شمیر افغان سندغاړي هم چې ماشومانو ته یې سندرې ویلي دا صنف ډیر مهم ګڼي وايي، هڅه کوي چې په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي. سندرغاړي ګود ځاځي دا سندره په دې ورستیو کې ظاهراً... Читать дальше...

د ناسا دوه ستورمزلي له ۹ میاشتني ځنډ وروسته ځمکې ته را روان شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ادارې- ناسا دوه ستورمزلي چې د ۹ میاشتو لپاره په نړیوال فضايي سټېشن کې بند پاتې وو، نن د ځمکې پر لور وخوځېدل. د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې بوچ ویلمور او سني ویلیامز له دوو نورو ستورمزلو سره د سپېس ایکس په یوه کپسول کې له نړیوال فضايي سټېشن څخه جلا شول او تمه ده تر ځمکې پورې د دوی سفر به اولس ساعته وخت ونیسي. امریکایی نېک هېګ او روسی الکساندر ګوربونوف په تېر مني کې په خپل سپېس ایکس کپسول کې نړیوال هوايي سټېشن ته ورسېدل. ټاکل شوې وه چې مېرمن ویلیامز او ښاغلی... Читать дальше...

د خوست میخانیکي انسټیټیوټ کې د داخلې کانکور ازموینه وشوه

Mashaalradio.com 

د فبروري په ۱۷مه د خوست په میخانیکي انسټیټوټ کې د شاملېدو لپاره د دولسمو ټولګیو ۹۵۰ تنه زده کوونکو ازموینه ورکړه. له هغې وروسته چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې، ډیری ځوانان هڅه کوي چې د ټولنیزو علومو پر ځای حرفې او کسبونه زده کړي. ټاکل شوې د خوست میخانیکي انسټیټیوټ د برېښنا، د موټرو ترمیم، برېښنا او کمپیوټر ساینس په ګډون د نیمه لوړو زده کړو په ۷ څانګو کې څلور نیم سوه نوي محصلان جذب کړي. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپوټ کې

کابل ښاریان: د نوروز د لمانځلو هغه پخوانی شور او شوق پاتې نه دی

Pa.azadiradio.com 

د نوروز په نږدې کېدو سره، ډېری افغانان وايي، د دې لرغوني جشن د نمانځلو پخوانی شوق او شور نه  دی ورپاتې. دوی وايي هغه ځانګړي دودونه هم اوس نه ترسره کېږي، چې میلو ته به تلل، هفت میوه او نور ځانګړي خواړه به یې جوړول.

ملګري ملتونه: افغانستان تر هغه نه شي سوکاله کېدلی چې پر ښځو بندیزونه ليرې نه شي

Mashaalradio.com 

د ملګروملتونو امنیت شورا طالبانو ته ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او سوکالي تر هغه مهاله نه شي ټینګېدلای چې دوی پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار بندیز لیرې نه کړي.امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر- یوناما د کاري مودې د غځولو لپاره جوړه شوې وه له طالبانو وغوښتل چې له دې پالیسیو سمدستي لاس واخلي. امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د یوناما د ماموریت موده د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ پورې وغځوله. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر ایکس خپل یوه بیان... Читать дальше...



یوناما: د افغانستان سوله او ثبات د افغان ښځو او نجونو پر تعلیم او کار د بندیزونو په لیرې کیدو پورې تړلې ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون (د کب ۲۷مه) په هغه پرېکړه لیک کې چې له مخې یې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما ماموریت تمدید شو ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او سوکالي تر هغه مهاله نه شي ټینګېدلای چې طالبان پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار او په عام محضر کې د خبرو کولو بندیز لیرې نه کړي. امنیت شورا په دې غونډه کې د رایو په اتفاق د یوناما د ماموریت موده د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷پورې وغځوله. طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته نه یوازې د ښځو پر تعلیم او کار بندیز ولګاوه، بلکې... Читать дальше...

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ واوښت

Pa.azadiradio.com 

د غزې پر تړانګه د اسراییلو په هوايي حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ واوښت. ګڼو رسنیو د غزې د روغتیايي چارواکو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د غزې پر بیلابېلو سیمو د حملو پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۲۶ کسانو ته رسېدلی دی. خپلواکو سرچینو تراوسه دا شمېرې نه دي تایید کړي. د فلسطین د اشغالي قلمرو لپاره د ملګروملتونو د همغږۍ دفتر ویلي چې د اسراییلو دا حملې د منلو وړ نه دي او غوښتنه یې کړې چې اوربند دې سمدستي رعایت شي. اسراییل وايي، په دې حملو کې یې هغه تندلاري په نښه کړي چې د تروریستي حملو... Читать дальше...

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت : امریکا ته د هغوو افغانانو پر سفر بندیز نه دی لګول شوی چې له امریکايي ځواکونو سره يې کار کړی وي

Pa.azadiradio.com 

متحدایالات وايي چې دې هېواد ته د هغو افغانانو پر ورتګ بندیز نه دی لګول شوی چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ غړو ګوندونو د امنيتي غونډې بایکاټ کړی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ کې شاملو سياسي ګوندونو د لوړپوړو چارواکو لخوا د امنيت په اړه غونډه کې له ګډون څخه انکار کړی دی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي د مارچ په ۱۸ مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې د قامي سلامتۍ د پارليماني کمېټې غونډې پر ځای بايد د پارلمان شريکه غونډه راوبلل شي. د هغه په خبره د خراب شوي امنيت په اړه په دې غونډه کې بايد د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ټولو غړو ته د ګډون بلنه ورکړل شي. "موږ په بنيادي توګه له دې کبله... Читать дальше...

د دولتي ادارو کارکوونکي: میاشتې کیږي حکومت مو معاش نه دی راکړی، خو حکومت د حل ډاډ ورکوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د روژې میاشت له نیمايي اوښتې او اختر په رانږدې کېدو دی او د افغانستان په شان دودیزه ټولنه کې په اختر کې مالي امکاناتو ته اړتیا ډېریږي د افغانستان د دولتي ادارو یو شمېر کارکونکې وايي د طالبانو حکومت د وروستیو دوه میاشتو معاشونه نه دي ورکړي.

د هوا پیژنې ریاست په ۱۵ ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سیلابونو اټکل کړی دی

Pa.azadiradio.com 

د هېواد د هوا پېژندنې د دارو د اټکل له مخې نن د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د واورې د ورېدو، بارانونو او سیلابونو احتمال شته. د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې په هرات، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، دایکندي، بامیان، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې نن د نسبتا درنې واورې یا بارانونو او سیلونو امکان شته. د دې بارانونو کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې او د واورو اندازه به د ۱۰ او ۳۰ سانتي مترو ترمنځ وي. Читать дальше...

امریکا: له امریکايي ځواکونو سره همکارو افغانانو ته د سفر بندیز نه دی لګول شوی

Pa.azadiradio.com 

متحدایالات وايي چې دې هېواد ته د هغو افغانانو پر ورتګ بندیز نه دی لګول شوی چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده. ځینو امریکايي رسنیو په دې وروستیو کې د یوشمېر هېوادونو لیست خپور کړ چې ګنې ولسمشر ډونالډټرمپ یې امریکا ته د وګړو پر سفر بندیز لګولی. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ټامي بروس پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکا ته د دې پوځي متحدانو لېږد د واشنګټن د پالیسۍ یوه برخه ده، خو هغې ټینګار وکړ چې امریکا ته د دې ډلې افغانانو د لېږد په بهیر کې امنیتي چک هم شامل دی څو د امریکا امنیت خوندي شي. Читать дальше...

ملګروملتونو امنیت شورا: طالبان دې د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار بندیز لیرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو امنیت شورا طالبانو ته ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او سوکالي تر هغه مهاله نه شي ټینګېدلای چې دوی پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار بندیز لیرې نه کړي. امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر- یوناما د ماموریت د تمدید لپاره جوړه شوې وه له طالبانو وغوښتل چې له دې پالیسیو سمدستي لاس واخلي. امنیت شورا په خپله پرونۍ غونډه کې د یوناما د ماموریت موده د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ پورې وغځوله. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکس په یوه... Читать дальше...

د خوست خياطان وايي سږ کال يې کاروبار وده کړې

Mashaalradio.com 

په خوست کې د لویو او وړو خیاطیو مسوولین وايي چې سږ کال يې کاروبار ښه شوی او د نورو کلونو پرتله ورته ډېر خلک د جامو ګنډلو لپاره ورځي. د خوست اوسېدونکي هم دې ته خوښ دي چې اوسمهال هلته په هر ډیزاین او فرمایش جامې ګنډل کېږي او د پخوا په شان يې د ګنډلو لپاره نورو ځایونو ته نه لېږدوي. ويډيو رپورټ

تر وخت مخکې د ویښتو سپینېدو او تویېدو لاملونه څه دي؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د ويښتو پر صحت غږېدلي یو. خبر به شئ چې د ویښتو د تویېدو لوی لاملونه څه دي، تر وخت مخکې ویښته ولې سپینېږي، کوم ډول شامپو ویښتو ته ګټه رسوي او کوم ډول کیمیاوي شیان ویښتو ته تاوان رسوي؟ بشپړه خپرونه واورئ.




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России