Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2025

Новости за 13.03.2025

ملګري ملتونه: اسراییلي ځواکونو په غزه کې له فلسطینیانو سره جنسي تاواتریخوالی کړی دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په خپل تازه راپور کې ادعا کړې چې اسراییلو په غزه کې له خلکو سره جنسي او د جنسيت پربنسټ سیستماتیک تاوتریخوالو کړی دی. دا راپور چې پرون پنجشنبې خپور شوی په کې راغلي، اسراییلي ځواکونو د فلسطیني ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو له بشري حقونو جدي سرغړونې کړي دي. په فلسطین میشته سیمو کې د څیړنې یو کمېسیون د دغو فلسطینیانو له بشري حقونو د سرغړوي موارد مستند کړي او اسراییلي ځواکونه یې د فلسطینیانو پرضد یې د جنسي او د جنسیت پر بنسټ په تاواتریخوالی تورن کړی دی. بل پلو، اسراییلو... Читать дальше...

د ایراني ځواکونو په ډزو یو افغان کډوال وژل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د حال وش په نوم د بشري حقونو يو سازمان ويلي، د کډوالو پر یوه موټر د ايراني ځواکونو په ډزو کې يو افغان وژل شوی دی. دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ايکس پاڼې/پخواني ټويټر د پېښې له ځایه د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، پېښه د سيستان بلوچستان په بمپور ولسوالۍ کې شوې ده. په ويډيو کې عيني شاهدان وايي، امنيتي ځواکونو د کډوالو د موټر د درولو په خاطر، د دې پر ځای چې پر ټايرونه يې ډزې وکړي په موتر کې ناست خلک يې په نښه کړل. تراوسه د وژل شوي افغان هويت معلوم نه دی.

اروپایي ټولنه: د رواني روغتیا او ساري ناروغیو د مخنیوي په څانګو کې مو، ښځینه طبي پرسونل روزلی دی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طبي پرسونل د روزنې په برخه کې ۵۸۱ ښځې د رواني روغتیا او ۴۱نورې د ساري ناروغیو د مخنیوي په څانګو کې روزلي دي. دغې ټولنې د دې ښځینه طبي پرسونل د روزنې خبره د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر کړې ده. د اروپايي ټولنې په ټکو، دا ښځینه طبي پرسونل به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په کیفیت کې مرسته وکړي. اروپايي ټولنه په داسې حال کې د ښځینه پرسونل د روزنې خبره کوي چې طالبانو تیرکال په طبي انیستیتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه. طالبانو له دې وړاندې د... Читать дальше...

ایران: په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ د پراختیايي پروژو په پلې کیدو کې مرسته کوو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ایران سفیر وايي، هوډ لري له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي. علي رضا بیکدلي د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور سره د پنجشنبې په روځ په یوې کتنې کې دا خبره کړې ده. د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې د دې کتنې په اړه ویلي، دواړو چارواکو په افغانستان کې د اوبو د کمښت او اوچکالي په اړه هم خبرې کړي دي. ایران په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې د همکاري خبره په داسې حال کې کوي چې له مودو... Читать дальше...

پاکستان: "د جعفر ایکسپریس برید کوونکي له افغانستان سره په تماس کې وو" – طالبان بیا دا ادعا ردوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي د جعفر ایکسپریس په نوم پر اورګاډي د برید او د لسګونو کسانو د یرغمل تر شا وسله وال "افغانستان کې له خپلو ملګرو" سره په تماس کې وو.

انجینر مومند وايي د غني خان او حمزه شينواري شعرونه يې په شوق ويلي دي

Mashaalradio.com 

د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی انجینر مومند دی. نوموړی له کلونو راهیسې د مساپرۍ ژوند کوي. دی وايي، لومړی په ۲۰۰۰ز کال کې امريکا ته ولاړ او اوسمهال له خپلې کورنۍ سره په اروپايي هېواد ناروې کې اوسي. مومند وايي، پلرنی ټاټوبی يې د افغانستان لوګر ولايت دی، خو د ۹۰مې لسيزې په پيل کې کوټې او تر هغې وروسته پېښور او سوات ته کډه شو. نوموړی وايي، غني خان او حمزه شينواری يې د خوښې شاعران دي او زياتره يې د هغوی شعرونه ويلي دي. د مومند دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

طالبانو د پاکستاني پوځ ادعا رد کړه چې ګواکي د بلوچستان د بریدکوونکو مشران په افغانستان کې دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید د هغو ترهګرو له خوا تنظیم شوی وچې مشران یې په افغانستان کې دي، په کلکه رد کړه. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دوی د پاکستان د پوځ د ویاند هغه بې اساسه تورونه چې د پیښې په تړاو یې پرافغانستان لګولي، په کلکه ردوي او له پاکستاني لوري غواړي چې د داسې غیرمسولانه څرګندونو پرځای خپل امنیت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام وکړي. هغه ویلي چې... Читать дальше...



روسی چارواکی: له اوکراین سره مو لنډ مهاله اوربند رد کړ

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې ټاکل شوې، روسیې ته تللی امریکایي پلاوی په اوکراین کې د لنډمهاله اوربند په اړه نن له روسي چارواکو سره خبرې وکړي، د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین یوه جګپوړي همکار له دغو خبرو څو ساعته مخکې له اوکراین سره هرډول لنډ مهاله اوربند ردکړ. یوري یوشاکوف له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې چې نن پنجشنبې خپره شوې وویل چې د یوه اوربند لپاره د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ وړاندیز به چې کییف پرې سلا کړې، یوازې اوکراین ته وخت ورکړي چې پرځان هغه فشارونه کم کړي چې روسیې یې پرځواکونو راوستي دي. اوشاکوف... Читать дальше...

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان عملیات پای ته رسېدلي خو بلوچ لبریشن ارمي يې ردوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په بلوچستان کې د جعفر ايکسپريس اورګاډي ټول يرغمل یې خوشې کړې او ۳۳ وسله وال یې وژلي دي. پوځ د مارچ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ۴ پوځيان هم وژل شوي او عمليات پای ته رسېدلي دي. خو له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ ليبریشن ارمي نن (د مارچ پر ۱۳مه) غرمه مهال په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې له پاکستاني پوځ سره یې نښتې اوس هم روانې دي او يرغمل کسان یې په قبضه کې دي. دې ډلې ويلي چې د هغه اورګاډي له سپرليوو یې ولسي وګړي خوشې کړي او په رخصتيوو... Читать дальше...

افغان کډوال: په ترکیه کې مو پرته له بیمې په اضطراري حالت کې هم ډاکټران درملنه نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د افغان کډوالو د نیول کېدو او ایستلو کېدو سره همهاله، عامه خدمتونو په ځانګړي ډول روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرى، بله لویه ستونزه ده چې دوی ورسره مخامخ دي. یو شمېر افغان کډوال چې په ترکیه کې اوسي، شکایت لري او وايي، سره له دې چې په سختو او بېلابېلو ناروغیو اخته دي، روغتیایي مرکزونه یې درملنه نه کوي. یو افغان پناه‌ غوښتونکی محی‌الدین چې په استانبول کې مېشت دى، ازادۍ راډيو ته یې وویل: "زما پښه په فوټبال کې بې‌ځایه شوې وه، کله چې کلینیک ته لاړو، ډېر درد مې درلود نه زغمل کېده، بيا يې هم موږ په تمه کړو. Читать дальше...

د شري واکسین نه تطبیق او شري ناروغي زیاتېدو خلک اندېښمن کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې يو شمېر کورنۍ ماشومانو ته یې د سرخکان (شری) د واکسین د نه‌پلي کېدو له امله شکایت کوي. ډیری وايي ماشومانو ته یې دا واکسین نه دی شوی، چې له امله اوس په شري ناروغۍ اخته دي. د ننګرهار د اچين ولسووالۍ د چلګزې اوسېدونکى نجيب الله دى چې وايي ماشومان يې د واکسين د نه کېدو له امله په سرخکان یا شري اخته شوي دي. هغه ازادي راډيو ته وويل: "يو څو ورځې مخکې زما خپله ماشومان عايشه امنه او فاطيمه په دې ناروغۍ باندې اخته وه، شديده تبه يې وه، توخى يې و، سرې سرې دانې وې پرې، اکثره... Читать дальше...

قرغزستان او تاجکستان د پولې او نورو اړوند ګڼې موافقې لاسلیک کړې

Pa.azadiradio.com 

قرغزستان او تاجکستان د خپلو ګډو پولو د په نښه کولو او د خپل منځي اړیکو د بیرته اعاده کولو لپاره څو موافقې لاسلیک کړې. د روسیې د تاس خبري آژانس د راپورله مخې په دغو موافقو کې چې د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته د تاجکستان د ولسمشرامام علي رحمان د سفرپه مهال د کوربه هیواد له ولسمشرصدر جباروف ترمنځ نن پنجشنبې لاسلیک شوې، د ګډې پولې د په نښه کولو یو تړون او د اوبو د زیرمو په ګډون د مواصلاتي اړیکو د بیرته اعاده کیدو دوه سندونه شامل دي. د دواړو هیوادونو ترمنځ د شاوخوا ۹۸۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د... Читать дальше...

ملګري ملتونه: په پاکستان کې د افغان کډوالو توقیفونه زیات شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنیرۍ UNHCR په فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او توقیفونو د زیاتوالي خبر ورکوي. د دې ادارې په یوه راپورکې چې پرون چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی ویل شوي چې په فبروري کې، په پاکستان کې د نیونو او توقیفونو کچه د جنوري په پرتله پنځلس سلنه زیاته شوې ده. د UNHCR د راپورله مخې په فبرورۍ میاشت کې له ۱۴۰۰ د زیاتو کسانو نیونې او توقیفونه ثبت شوي دي. د دې ادارې په خبره د دې نیونو او توقیفونو شاوخوا پنځوس سلنه یې په پلازمینه اسلام آباد او راولپنډۍ کې شوي دي. Читать дальше...

د پاکستان پوځ: په بلوچستان کې د بریدکوونکو مشران په افغانستان کې دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په بلوچستان کې د مسافرو پر رېلګاډي وروستی برید د هغو ترهګرو ډلو تنظیم کړی و چې مشران یې په افغانستان کې دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبې یې خپره کړې ویلي چې پرجعفر ایکسپرس رېلګاډي د وسله والو برید ته چې په سلګونو مسافریې برمته کړي و، پوځ په چټکۍ ځواب ورکړ، ټول ۳۳ ترهګریې ووژل او له ۲۱ یرغمل شویو پرته چې د ژغورنې په عملیاتو کې له څلورو سرتیرو سره یوځای ووژل شول، نور ټول یرغمل وژغورل. د مسافرو پردغه ریلګاډي چې له کوټې پیښورته په لاره... Читать дальше...

کریملن: ډېر ژر به کورسک سیمه له اوکرایني ځواکونو تصفیه کړو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشرولادمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د روسیې په لویدیځ کې له کورسک سیمې څخه د کتنې په مهال خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې ژرتر ژره اوکرایني ځواکونو ته ماتې ورکړي. د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې پوتین چې پوځي جامې یې اغوستې وې، په دغه اقدام سره متحدو ایالتونو ته پیغام ورکړ چې مسکو د جګړې په ډګر کې برلاسی دی. په داسې حال کې چې روسیې په وروستیو میاشتو کې د جګړې په لومړیو کرښو کې پرمختګونه کړي او د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې په اوکراین کې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: افغانان له شدید انساني او بشري حقونو له ناورین سره مخامخ دي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري بشري حقونو روان وضعیت او انساني کړکېچ به افغانستان کې په ځانګړي ډول ښځو او نجونو لپاره ویجاړونکې پایلې لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د دایمي کمېټې د ۹۲مې غونډې په بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ دمارچ په ۱۲مه خپره شوې، د دغې اتحادیې غړو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د دغه هېواد خلک لا هم له سخت انساني او د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دي. دغې ټولنې د طالبانو له خوا... Читать дальше...

د بهرنیو چارو وزارت پر هند پر جعفر اېکسپرېس په برید کې د ککړتیا تور پورې کړی

Mashaalradio.com 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د مارچ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې د مارچ ۱۱مې حمله له هېواده "بهر د یوې وسلوالې دلې مشرتابه پلان" کړې وه.

یو این ایچ سي ار: په پاکستان کې په فبرورۍ کې د افغان کډوالو دنیولو کچه ۱۵ سلنه لوړې شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالي عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو د کچې د لوړېدو خبره کوي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۲مه) په خپل یوه راپور کې ویلي، په تېرې فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې تر ۱۴۰۰ زیات افغانان نیول شوي او بندیان شوي دي چې تر ۵۰ سلنه زیات یې په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې دي. دا راپور چې د ریلف ویب پر ویبسایټ خپور شوی په کې راغلي چې د روان رېږدیز کال له جنورې میاشتې ۱۵ سلنه لوړوالی ښيي. «یو ان اچ سي ار» ویلي چې... Читать дальше...


Музыкальные новости




Rss.plus






روسي چارواکي: روسیه به له اوکرایین سره د اوربند پر موضوع غور وکړي

Pa.azadiradio.com 

روسیې د اوکراین او د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د اوربند وړاندیز ته محتاطانه غبرګون څرګند کړ. د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون وویل چې روسیې چارواکي به پر دې موضوع غور وکړي او په دې برخه کې د امریکا د مذاکره کوونکو له لورې د تفصیلاتو اوریدو ته په تمه دي. روسیه هیلمنه ده چې په راتلونکو ورځو کې به د روسیې او امریکا د متحد ایالتونو ولسمشران په ټیلفون خبرې سره وکړي. د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د خبرو په ترڅ کې موافقه وشوه چې د کییف او ماسکو ترمنځ د دیرش ورځو په مخه اوربند وشي.

بریټانیايې دوه روسي ډیپلوماټانو ته ویلي چې د بریټانیا له خاورې ووځي

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا یوه روسي دیپلومات او د یوه دیپلومات میرمنې ته ویلي دي چې له بریتانیا ووځي. د برتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی د اونۍ په پیل کې په ماسکو کې د برتانیا د سفارت د دوو مامورینو د اخراج په غبرګون کې دې روسانو ته د وتلو امر کړی دی. اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې تر اوسه له بریتانیا څخه د دې دوو روسانو د وتلو نیټه نه ده مشخصه شوې.

د ورښتونو او سیلونو له کبله تیره یوه میاشت کې اتیا تنه مړه شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یوې میاشتې د ورښتونو او سیلونو د قربانیانو شمیر اتیا تنو ته رسیدلی دی. د طالبانو تر واک لاندې طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت ادارې ویاند جانان سایق پرون په کابل کې رسنیو ته دا خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د ورښتونو او سیلونو له امله د یوې میاشتې په موده کې تر سلو ډیر کسان ټپيان شوې هم دي. طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت د ادارې په وینا د ورښتونو له امله تر یو زر اته سوه ډیر کورونه د څه باندې څلورو اونیو په ترڅ کې وران شوې او نژدې درې زره جریبه زراعتي مځکه ویجاړه شوې ده.

د نوښار د باباجي روغتون بد حالت: څاروي پکې تړلي دي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا نوښار د باباجي سیمې روغتون کې ډاکټران او مریضان نشته خو څاروي پکې تړلي دي. دا په ۱۹۹۷ کال کې جوړ شوی هسپتال دی خو فعاله نه دی او کډوال پکې مېشت دي. د سیمې خلک وایي، چې دوی هلته د روغتیايي مرکز سخت ضرورت لري، خو اوس مهال اړ دي چې خپل ناروغان نوښار یا پېښور ته یوسي. له سیمې خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته منتخب استازی وایي، چې د روغتون د فعالولو په اړه یې د .روغتیا له وزیر سره خبرې کړې دي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیویي رپورټ وګورئ

سیګار: له افغانستان سره د امریکا ځینو مرستو کې د بشپړې څارنې تګلارې نشته

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار اداره ( سیګار) وایي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا ځینې مرستې د بشپړې څارنې تګلارې نه لري. سیګار په یوه راپور کې چې د مارچ په لسمه خپور شوی د بیلګې په ډول د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) او د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو.ایچ.او) یادونه کړې چې ګواکې مرستو کې یې د څارنې ډاډمنې تګلارې نشته. سیګار په خپل دغه راپور کې د اتلسو نړیوالو ادارو سره چې امریکا په افغانستان کې ورسره د بشري مرستو په هدف پیسې ورکړي، د نهو نړیوالو ادارو پلټنه کړې. د دغې... Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России