Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2025

Новости за 14.03.2025

د پاکستان پوځ: د مسافرو پر اورګاډي د ترهګرو له لوري برید کې افغاني او هندي وسلې کارول شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ په بلوچستان ایالت کې د جعفر ایکسپریس په نوم په مسافر وړونکي اورګاډي  برید کې کارول شوې وسلې «افغاني او هندي» بولي او وایي،  هند د طالبانو له لارې په پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د طالبانو په یوې امنیتي غونډه کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني حضور نه درلود

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو امنیتي غونډه د دوی د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني له ګډون پرته ترسره شوه. د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون مسوول او د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ په کندهار کې ناسته ترسره شوه چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو د وزارت په استازیتوب د دې وزارت مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر، د مشرتابه د دفتر استازي مولوي نذیر احمد ناصر او د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند په شمول د کمیسیون ټولو غړیو ګډون کړی وو. د طالبانو... Читать дальше...

د روسیې یو تعبه په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور په فنلنډ کې مجرم وپیژندل شو

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یو تعبه په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور په فنلنډ کې مجرم وپیژندل شو. د فنلنډ په پلازمینه هلسنکي کې یوې محکمې اته دیرش کلن وسلاف توردن په دوه زره څوارلسم کال کې د اوکراین په ختیځ کې په څلورو مواردو کې په جنګي جنایتونو محکوم کړ. دا روسی د دوه ویشت اوکرایني سرتیرو د وژلو او د څلورو نورو د ټپي کیدو په پيښو کې په لاس لرلو محاکمه شو. وروسته تر دې چې دا کس په دوه زره درویشتم کال په جولای کې په فنلنډ کې ونیول شو، اوکرایني چارواکو د هغه د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو د فنلنډ سترې محکمې دا غوښتنه رد... Читать дальше...

د G7 ډيپلوماتان: د ایران له لورې د خلکو نیول او په بهر کې وژل زیات شوې دي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د اوو ستر صنعتي هیوادونو یوشمیر دیپلوماتانو خبرداری ورکړ چې د ایران له لورې د خلکو نیول او په بهر کې وژل زیات شوې دي. رویټرز اژانس څرګندوي چې د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان او د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ دا خبرداری په هغه مسوده کې ورکړی دی چې دې اژانس ترلاسه کړې ده. جي اووه په یوه بیان کې ویلي دي چې تهران په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده او په ورته وخت کې دغو هیوادونو له ایرانه غوښتي دي چې د اټومي پروګرام په تړاو دې خبرو ته مخه کړي. Читать дальше...

د مرستو د بندیدو له کبله په یو شمیر ولایتونو کې ۲۶روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د روغتیايي سکتور پر وړاندې د مخ پر زياتېدونکو ننګونو او د سلګونو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو په دوام، د روغتيا نړيوال سازمان" ډبليو اچ او"  او "نړیوال روغتیايي کلستر" وايي په افغانستان کې په تېره یوه اوونۍ کې ۲۴ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.

د طالبانو حکومت له عمان څخه د مستقیمو الوتنو د پيل او د افغان بندیانو د سزا کمولو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د عمان له چارواکو وغوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو زمینه برابره کړي او د هغو افغانانو د بند موده دې راکمه کړي چې د دغه هیواد په زندانونو کې بندیان دي. تر اوسه معلومه نه ده چې په عمان کې څه شمیر افغانان بندیان دي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلې دي چې امیرخان متقي د عمان له ګڼو چارواکو سره د جلا جلا غونډو په ترڅ کې دا غوښتنې کړې دي. ښاغلي متقي د یکشنبې په ورځ عمان ته ولاړ. په عمان کې د افغانستان د سفارت چارې د وږي د میاشتې له وروستیو راهیسې طالبانو ته سپارل شوې دي.

د پاکستان پوځ وايي هند په بلوچستان کې د "ترهګرۍ ملاتړ" کوي

Mashaalradio.com 

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د مارچ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د بلوچستان له اعلاوزیر میر سرفراز بګټي سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، "ترهګرو خپل عملیات په منظم ډول" ترسره کړل.



په یوه جومات کې د چادونې له کبله د جمعیت علمای اسلام یو مشر ټپي شوی دی

Pa.azadiradio.com 

پولیس وایي، د پاکستان په شمال لویدیځ کې په اعظم ورسک کې نن د جومات دننه چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام یو مشر سخت ټپي شوی دی. په جنوبي وزیرستان کې رویټرز اژانس د پولیسو د مشر اصف بهادر په وینا خبر ورکړ چې په دې چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې سیمه ییز مشر عبدالله ندیم سخت ټپي شوی دی او دوه تنه ماشومان هم د چاودنې له امله زخمیان شوې دي. په اعظم ورسک کې پروسږکال د نومبر په میاشت کې هم له یوه جومات سره نژدې چاودنه شوې وه چې په هغې کې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې یو بل سمیه ییز مشر مولانا شهزاده خان ترابي ټپي شوی و.

اوچا: هره میاشت تر پنځوس ډیر کسان د ماینونو د چادونو له کبله ټپیان کیږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره( اوچا) وایي، هره میاشت په افغانستان کې تر پنځه پنځوس پورې کسان د ماینونو او ناچاودو موادو د چادونو له امله ټپيان کیږي. اوچا تیره شپه په ایکسپاڼه کې دا هم وویل چې د افغانستان له څلور سوه یو ولسوالیو دوه پر دریمه برخه لاهم پر ماینونو او ناچاودنو موادو ککړې دي. اوچا د ملګرو ملتو د ماین پاکۍ د پروګرام د معلوماتو له مخې څرګنده کړې ده چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا درې دیرش لکه کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې په یوکیلومترۍ کې یې سیمې پر ماینونو او ناچاودنو موادو ککړې دي. Читать дальше...

سیند اسمبلۍ پر اباسین د ۶ نویو نهرونو جوړولو پروژې ضد پرېکړه لیک منظور کړی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان د سیند اسمبلۍ پر اباسین د نویو نهرونو جوړولو پروژې پرضد قرارداد منظور کړی دی.د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه د مارچ پر ۱۳مه اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې پر اباسین د چولستان کانال په ګډون د شپږو نهرونو جوړول، له سینده د اوبو حق اخیستو معنا لري. ده وویل، په داسې حال کې چې سیند خپله اوبو ته احتیاج ده، له اباسینه پنجاب ته د نهرونو ایستل یو "غیر قانوني" عمل دی. د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان او جیو نیوز ټېلېوېژن وايي، وروسته د اسمبلۍ غړو هغه پرېکړه لیک په یوه خوله تایید کړ. Читать дальше...

شنونکي وايي حکومت د بلوچستان پر ناامنۍ سیاست کوي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د دفاعي او سیاسي چارو شنونکي وايي چې د پاکستان ریاست د بلوچستان امنیت موضوع جدي نه نیسي. دوی وايي، د مارچ پر ۱۱مه په بولان کې پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي د بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) تر برید او محاصرې وروسته په قامي اسمبلۍ کې د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وینا ښيي چې حکومت لا هم پر دې مسله سیاست کوي. دوی وايي، حکومت ته په کار دي چې د مخالف ګوند تحریک انصاف د کنټرولولو پر ځای په بلوچستان کې د ناامنۍ ختمولو لپاره له اپوزیشن سره ګډ کار وکړي. تفصیل په رپورټ کې.

د پېښور په صدر کې له روژه ماتې تر پېشمني ګڼه ګوڼه وي

Mashaalradio.com 

د پېښور په صدر کې د روژه ماتې لپاره د خوراکونو اخیستو لپاره ډېرې خلک فوډ سټریټ یا د خوراکونو کوڅې ته ورځي. په هغه بازار کې سموسې، پکوړې، چاټ او نور خواړه خرڅېږي او له روژه ماتې تر پېشمني خلاص وي. دوکانداران وایي د روژې نه علاوه هم هغه شیان هلته خرڅوي خو په روژه کې یې کاروبار ښه وي. وسیم سجاد صدر بازار ته ورغلی او دا ویډیو یې جوړه کړې

د ټرمپ حکومت د امریکا له سترې محکمې غوښتي چې د زیږون له لارې د تابعیت د محدودیتونو د پلي کیدو اجازه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د ټرمپ حکومت د امریکا له سترې محکمې غوښتي چې د زیږون له لارې د تابعیت د محدودیتونو د پلي کیدو اجازه ورکړي. دا غوښتنه چې د ټرمپ حکومت د پنجشنبې په ورځ د (مارچ ۱۳مه) سترې محکمې ته لیږلې په کې غوښتل شوي چې د مریلینډ، ماساچوست او واشنګټن ایالتونو قاضیان دې هغه پریکړې محدودې کړي چې د ټرمپ د اجرایوي فرمان خلاف دي. اوسمهال د ټرمپ پر هغې فرمان چې له مخې یې د زیږون پر بنسټ د تابعیت ورکړه منعه کوله بندیز لګول شوی دی. د زیږون په اړه د ټرمپ فرمان هغوو کسانو ته د امریکا د تابعیت ورکړه ردوي چې والدین یې په غیرقانوني لارو امریکا ته رسیدلي وي.




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России