د فرانسې په جنوب کې د اور وژنې کارکوونکي د پراخ اور د کنټرول هڅې کوي.
دا اور په چټکۍ سره د ځنګلونو او کلیو له لارې خپور شو، چې اوسیدونکي او سیلانیان یې تېښتې ته اړ کړل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اود ولایت چارواکو ویلي چې په دې اور کې یو کس مړ شوی، لږترلږه ۲۵ کورونه سوځلي دي او په سیمه کې ډیری سړکونه تړل شوي دي.
تر اوسه، ۱۴۰۰۰ هکتاره مځکه سوځلې ده.
د اود ولایت چارواکو ویلي چې اور "ډیر په چټکۍ" مخ په زیاتیدو دی او شا او خوا ۲۰۰۰ اور وژونکي د اور د کنټرول هڅې کوي. د معلوماتو له مخې په سیمه... Читать дальше...
د امریکا د کانګریس غړیو یوې دوه ګوندي ډلې یو وار بیا په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو لایحه د استازو او سنا جرګو ته معرفي کړه.
دا د هغو لسګونو زرو افغانانو لپاره د دایمي استوګنې قانوني لاره رامنځته کولو لپاره درېیمه هڅه ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته امریکا ته انتقال شوي دي.
دا لایحه به د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام هم وغځوي او په متحده ایالاتونو کې د بیا مېشتېدو لپاره وړتیا پراخه کړي.
د کانګریس غړي جیسن کرو چې دا لایحه یې وړاندي کړې، په یوه... Читать дальше...
د طالبانو د ولایتي پولیسو قومانداني په یوه بیان کې ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په شمال ختیځ نورستان ولایت کې په یوه کان کې چاودنې اته کسان ووژل.
په بیان کې ویل شوي چې چاودنه د دو آب ولسوالۍ په ماوي کان کې هغه وخت وشوه چې کارګرانو په یوه تونل کې چاودیدونکي توکي چمتو کول.
په بیان کې راغلی چې په پېښه کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي او سیمه ییزو روغتیایی مرکزونو ته وړل شوي دي. د ټپیانو دقیق شمېر او د هغوی وضعیت سمدلاسه روښانه نه دی.
دا پیښه یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه وشوه چې د بغلان ولایت په... Читать дальше...
داسې مهال چې کابل ښاریانو مخکې په وار وار د کافي کثافت دانیو د نه شتون له امله له ښاري ککړتیا شکایتونه کړي دي، د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالې وايي، دې ستونزې ته د رسېدنې په هدف به په بېلابیلو ناحیو کې ۵۰۳۸ نوې کثافت دانۍ کېږدي.
د دغې ښاروالۍ د کلتوري چارو سلاکار نعمت الله بارکزي د سه شنبې په ورځ( د زمري په ۱۴ مه ) ازادي راډیو ته وویل، دا چاره پیل شوې او تر اوسه په څو ناحیو کې د ۳۴ میلیونه او ۶ لکه افغانیو په ارزښت یو نیم زر کثافت دانۍ نصب شوې دي:
"کابل ښاروالې په ښار کې د نیم متر... Читать дальше...
یو شمېر هغه کورنۍ چې په وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستنې شوي وايي لا هم له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي. دوی وايي په جبري او یا هم د کوربه هیوادونو د فشار له امله اړ شوې چې بېرته افغانستان ته ستانه شي. افغانستان ته په وروستیو کې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر تېز شوې او دې پروسې ډېری کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
باز محمد چې د څلورو اولادونو پلار دی نږدې دوه میاشتې کیږي چې له ایرانه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.
هغه چې د فاریاب په مرکز میمنه کې ژوند کوي وايي تر اوسه... Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ د څلورم کال د پوره کېدو په درشل کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دغه ډلې په تېرو څلورو کلونو کې په ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي، خبریالان یې نیولي او د هر ډول مخالفت غږ یې غلی کړی دی.
دغه ادارې "افغانستان: د طالبانو تر واک لاندې څلور کاله وروسته هم بېدرېغه ځپنه روانه ده." په نوم په یو راپور کې چې پرون د اګسټ پنځمه یې خپور کړی لیکلي چې دغه هیواد اوس مهال له سخت بشري کړکیچ سره مخ دی.
په راپور کې راغلي دي چې دغه کړکیچ د مرسته کوونکو هیوادونو د مرستو د کمېدو... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، په خوست کې د سخت طوفان او شړکنده باران له وجې په مختلفو پېښو کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او لسګونه کورونه زیانمن شوي دي.د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز د اګست پر شپږمه مشال راډيو ته وویل، د اګست پینځمې پر ماښام د طوفاني باران له وجې د "مرکز په بېلابېلو سیمو" کې ۲۱ کورونه بشپړ ړنګ شوي او نهه نور یې جزوي زیانمن کړي دي.
دی د لومړنیو پلټنو پر اساس زیاتوي، باران د خلکو د لمرینې برېښنا شاوخوا ۸۰۰ تختې ماتې کړې دي او سېلاب کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې دي او یوشمېر څاروي یې وژلي دي. Читать дальше...
د ایران په پلازمېنه کې چارواکي د اوبو د کړکېچ او د دوبي د ګرمۍ له زیاتوالي سره لاس او ګریوان دي، او د اوبو او برېښنا د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.
د تسنیم خبري اژانس په وینا، په تهران کې، حکومت په ورځ کې دوه وار د کورونو برېښنا پرې کوي، چې په په ورځ کې تر څلورو ساعتونو پورې وي.
له دې کبله په ۳۷ درجې تودوښه کې د کورونو ډیری هوایي کولرونه له کاره لویدلي دي.
د تودوښې څپې په داسې حال کې راځي چې دا هیواد د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دی. د اقلیم د کارپوهانو په وینا، د ایران ۸۰ سلنه بندونه تقریبا خالي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په کریملین کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیف ویټکوف سره ولیدل.
دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دا غونډه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا تر ټاکلي ضرب الاجل مخکې وشوه.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکلی ضرب الاجل د جمعې په ورځ پای ته رسیږي. واشنګټن تهدید کړی چې که جګړه ونه درول شي "درنې تعرفې" او نور اقتصادي بندیزونه به ولګوي.
په جلا توګه، کریملین د چهارشنبې په ورځ وویل چې پوتین به د پنجشنبې په ورځ د متحده... Читать дальше...
د هند په اتراکنډ ایالت کې د اګست پر پینځمه تر شړکنده باران وروسته سېلابونو لږ تر لږه څلور تنه وژلي دي. سېلابونو او د کمرونو نړېدو ګڼ کورونه، سړکونه اوپلونه زیانمن کړي دي. چارواکي وايي، د ژغورنې چارو ته یې دوام ورکړی دی. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د پاکستان حکومت رسمي اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې به د هغو افغان کډوالو ایستل پیل کړي چې د موقتي استوګنې کارتونه یې پای ته رسېدلي دي.
دا پریکړه د دې اونۍ په پیل کې د اسناد نه لرونکو بهرنیانو د بیرته ستنولو پلان (IFRP) د یوې برخې په توګه د لوړې کچې غونډې پر مهال شوې. دا پرېکړه د امنیتي اندیښنو او پر ملي سرچینو د فشار زیاتیدو له امله له غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې لپاره ملي ستراتیژي یاده شوې ده.
د راډیو پاکستان په وینا، د دې پالیسۍ له مخې نژدې یو ملیون افغان کډوال د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي. Читать дальше...
پولیس او انتظامي چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په کرک او د بلوچستان په مستونګ کې په دوو حملو کې د اېف سي د یو افسر په ګډون شپږ سرتېري او یو ملکي ډرېور وژل شوی او درې سرتېري ژوبل دي.د کرک پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پېښه د اګست پر د اېف سي سرتېري د اګست پر شپږمه د تېلو او ګیس د تولید ساحې د امنیت دندې لپاره په ګاډي کې روان ول چې د ګورګورۍ تاڼې په حدودو کې د وسلوال برید ښکار شول.
پولیس وايي، وسلوال په غونډیو کې پټ ناست ول او چې د اېف سي سرتېرو ګاډی له سړکه تېرېده نو هغوی ورباندې ډزې... Читать дальше...
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د اګست پر پینځمه د پېښور په ګډون د پاکستان په لسګونه ښارونو کې د خپل رهبر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارېدو او دوه کلن بند پرضد احتجاج وکړ. پي ټي ای وايي، دا مظاهرې یې د خپل مشر د خوشې کولو لپاره د پراخ احتجاجي غورځنګ پیل دی. عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې ونیول شو چې تر اوسه د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی. وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې ورته عدالتونو سزا اورولې په ځینو کې يې د خوشې کولو امر کړی دی. Читать дальше...
د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) وايي، د طالبانو له خوا د رسنیزو فعالانو مخ پر زیانېدونکې ځپنه، د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته د دوامدارې بېپروايۍ ښکارندويي کوي.
دغه فدراسیون د سه شنبې په ورځ( د اګست په پنځمه) په یو بیان کې په افغانستان د خبریالانو د نیولو د مواردو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ویلي، د خبریالانو د بندي کولو دوام، پر رسنیو سخت شرایط وضع کول، او د خپلواکو رسنیو تړل، د افغانستان د رسنیو راتلونکې ګواښي.
په بیان کې ویل شوي، هغه خبریالان چې لا هم په افغانستان کې راپورونه ورکوي، له ګواښ، ځورونې، نیونې او تاوتریخوالي سره مخ دي. Читать дальше...
نن چهارشنبې د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو له کبله د سیلابونو د راوتو اټکل شوی دی.
د طالبانو په واک کې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي پیژندنې ریاست پرون ناوخته د یوې خبرتیا په خپرولو سره په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تیز باران له کبله د سیلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري.
وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې دي.
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، اسراییل باید په غزه کې د حماس له "ماتې" ډاډمن شي څو د برمته شویو کسانو ازادي تضمین کړي.
فرانس پریس خبري اژانس لیکلي، نتانیاهو دغه څرګندونې د اسراییلو د پوځ له یوه تعلیمي مرکز د لیدنې پرمهال پرون سه شنبې کړي دي.
د هغه په ټکو، "دا مهمه ده چې د حماس ډله په کامله توګه ماتې وخوري، برمته شوي ازاد او باید اطمینان ترلاسه شي چې غزه نور د اسراییلو لپاره خطر نه جوړوي".
نتانیاهو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګروملتونو کارپوهانو په غزه کې د شدیدې قحطۍ خبرداری ورکړی دی. Читать дальше...
د روسیې د میلیاردر سلیمان کریموف قیمتي کښتۍ د مزایده له لارې پلورل کیږي.
کریموف چې د امریکا د تحریمونو په لیست کې دی، دا قیمتي کښتۍ په ۲۰۲۲کال کې د امریکايي چارواکو له خوا ضبط شوه.
دغه کښتۍ د مادیا په نوم یادیږي چې ۱۶۰ متره اوږدوالی، د هلیکوپټرو د ناستې میدان، د لامبا حوضونه، جکوزي، ورزشي کلپونه، ارایشګاه او د خوب اته کوټې لري چې په یو وخت په کې ۱۶ کسان اوسیدلی شي.
د دغې کښتۍ ارزښت څه باندې ۳۰۰میلیون ډالره دی.
پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته امریکا پر کریموف بندیزونه ولګول.
تېر کال د امریکا کانګرس... Читать дальше...
نن د اګست شپږمه د اټومي بم د لومړي برید ۸۰مه کلیزه ده.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اټومي بم د لومړی ځل لپاره په ۱۹۴۵کال کې د سهار په ۸:۱۵دقیقو کې د امریکا یوې B-29 بم وړونکې الوتکې چې ۱۰زره پونډه یورانیم په کې ځای پرځای شوي وو د جاپان پر هیروشیما ښار وغورځاوه.
د دغه بم په برید کې شاوخوا۷۸زره کسان ووژل شول چې د همغه کال تر پایه د وژل شویو کسانو شمیر ۱۴۰ زره کسانو ته پورته شو.
له دې برید وروسته امریکا د اګست په نهه یو بل اټومي بم د جاپان په ناګاساګي ښار وغورځاوه چې تر ۷۰زرو ډیر کسان په کې ووژل شول. Читать дальше...
د روسیې د ارام سمندر بحري ځواکونه وايي، له چین سره يې د "۲۰۲۵کال د سمندري تعامل" په نوم ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي.
د روسیې چارواکو په خبره، په دغو تمریناتو کې په لسګونو بیړیو، اوبټلو، جنګي بیړو، د اوبو لاندې ژغورونکو اوبټلو او د دواړو هېوادو د اوبو لاندې ډیزلي او برقي کښتو برخه درلوده.
له دې وړاندې دواړو هېوادونو د اګست په لومړی نیټه د روسیې په ولادیوستوک ښار کې ورته پوځي بحري تمرینات ترسره کړې وو.
دغو هېوادونو د اګست له دریمې تر پرونه د جاپان په سمندرګي کې رسما بحري پوځي تمرینات وکړل.
د ازادي راډیو... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (افایاو) وايي، د افغانستان په ډیرو شمیرو کلیو کې وچکالي د کورنیو د ژوندي پاتې کیدو پر وړاندې جدي ګواښ دی.
دغې ادارې په خپل تازه راپور کې زیاته کړې، "سږکال په لیرو پرتو سیمو کې د وچکالۍ یا بې وخته بارانونو له کبله د خلکو کرنیز محصولات له منځه تللي، څړځایونه کم شوي، د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې چې ورسره د افغانستان مالداره او پر کرنې متکي کورنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي دي".
د ملګرو ملتونو دغې ادارې روان وضعیت ته په غبرګون کې له نړیوالو د ۳۴میلیونو ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.
عبدالوکيل سوله مل شینواری د لنډو کيسو ليکوال دی. نوموړي تازه د لنډو کیسو ۱۰مه ټولګه خپره کړې ده چې بندي غږونه نومېږي. د نوموړي د ځینو نورو اثارو په شان په دې ټولګه کې هم د افغان مېرمنو د ژوند ستونزې په هنري بڼه انځور شوې دي. د سوله مل شینواري د ژوند او هنر په اړه لا نور معلومات په دې مرکه کې اورېدلی شئ.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России