Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2025

Новости за 08.08.2025

اسراییلي ځواکونه د ټولې غزې د نیولو لپاره چمتو شوي

Pa.azadiradio.com 

اسراییل غواړي چې غزه ونیسي. دا پریکړه تیره شپه د اسراییل جګپوړیو چارواکو وکړه او فلسطنیانو دستي رد کړه. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو فاکس نیوز ته په مرکه کې وویل، د ترهګرو د ځپلو لپاره پکار ده چې دا تړانګه په بشپړ ډول لاندې کړو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د سلګونو افغان کډوالو د ویزو د تصویب چارې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت وایي چې د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام روان دی او سلګونه ویزې اوس مهال د تصویب په مختلفو مرحلو کې دي. د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاندې ټامي پيګوټ د پنجشنبې په ورځ په واشنګتن ډي سي کې خبرې غونډې ته وویل چې (SIV) پروسه روانه ده او دا له کلونو راهیسې ادامه لري. نوموړي بیا وویل چې د ټرمپ اداره دې پروګرام ته لومړیتوب ورکوي. د SIV پروګرام د هغو افغانانو لپاره دی چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو له ځواکونو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره... Читать дальше...

په جرمني کې د ښځینه افغانانو د پناه اخیستو شمیرې زیاتې شوې

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر (BAMF) وايي چې په جرمني کې د پناه غوښتونکو افغان ښځو شمېر په بې ساري کچه زیات شوی دی. د شپیګل اونیزې په وینا، یوازې په جولای میاشت کې له ۳۰۰۰ څخه زیاتو افغان ښځو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، چې د تیرې میاشتې په پرتله دوه چنده زیاته ده. د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، شاوخوا ۹۵۹۳ افغان ښځو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، چې د دې غوښتنلیکونو نیمایي یې د هغو ښځو دي چې پخوا په جرمني کې اوسېدلې وې او اوس یې خپلو دوسیو ته د بیا کتنې درخواستونه ورکړې دي. په ۲۰۲۱ کال کې،... Читать дальше...

په چین سیلونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د چین د شمال لویدیځ ګانسو ولایت په یوژونګ ښار کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۳ نور تري تم دي. د چین دولتي نشراتي ادارې سي سي ټي وي راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ سخت بارانونه په غرنیو سیمو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې سبب شول. د چین ولسمشر شي جین پینګ د ژغورنې او سیلاب مخنیوي لپاره د پراخو هڅو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې په ځنګلونو کې لګیدلی اور کنټرول شوی

Pa.azadiradio.com 

چارواکي د فرانسې په جنوب کې خبرداری ورکوي چې له سې شنبې راهیسې په ځنګلونو کې لګیدلي اورونه ښایي د تودې هوا له امله بیرته خپاره شي. چارواکو نن وویل چې دا اورونه نن کنټرول شوې دي خو د دې لپاره چې هوا په سیمه کې د سانتي ګرید تر دیرش درجو لوړه ده، دا ویره شته چې بیرته د اور لمبې خپرې شي. دا اورونه چې شاوخوا یوسل و شپیته کیلومتره مربع ساحه یې نیولې وه، د یوه کس ژوند یې واخیست، لږ تر لږه یو ویشت تنه یې ټپيان کړل او د نژدې شپږ دیرش کورونو د سوځیدو سبب شول. د فرانسې په جنوب کې دا اورلګیدنه په تیرو څو لسیزو کې بیساری بلل شوې ده.

افغان لارۍ چلوونکي د پاکستان د ویزو له ستونزو سر ټکوي، پر دوی تازه ویزه جبري شوې

Pa.azadiradio.com 

یو شمیر افغان موټر چلوونکي او د دوی مرستیالان ( کلینران ) وايي، د پاکستان د ویزو په اخیستلو کې ستونزو سره مخ دي. دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ، چې دا چاره ورته سخته ده او باید د تیر په څیر ورته د ټاډ سند پر بنسټ د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

محمد رشید خان: پاکستان کې "غیر جمهوري قوتونه" ولسواکي پیاوړې کېدو ته نه پرېږدي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د خلکو په رایو جوړ شوي حکومتونه اکثر خپله اییني موده نه پوره کوي او په څه نا څه وجه ماتېږي. په ۱۹۸۸ز کال کې د الوتکې په پېښه کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال ضیاالحق تر مړینې وروسته په پاکستان کې ټولټاکنې وشوې چې پیپلز ګوند وګټلې او بېنظیر بوټو وزیراعظمه شوه. د جمهوریت پلویان هیله من ول چې له دې سره به په پاکستان کې ولسواکي پیاوړې شي، خو پخواني ولسمشر غلام اسحاق خان د بوټو حکومت ړنګ کړ او په ۱۹۹۰ز کال کې د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د نواز شریف حکومت جوړ شو. تر هغې وروسته یا منتخب حکومتونه ړنګ... Читать дальше...



له ایران او پاکستانه د ایستل شویو ښځو دردونکې کیسې او په اړه یې اندیښنې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه ( یو.ان. ومېن) وایي، افغانستان ته بېرته ستنې کړل شوې افغان ښځې او نجونې له بې وزلۍ، په کم عمر کې د ودونو، تاوتریخوالي او بېلابېلو بې ساري محدودیتونو سره مخ دي.

ټرمپ وايي د ارمنیا او اذربایجان مشران په سپینه ماڼۍ کې د سولې موافقه لاسلیکوي

Mashaalradio.com 

دواړه هېوادونه له اذربایجانه د جلا شوې نګورنو قره باغ سیمې پر سر لانجه او شخړه لري. په هغه سیمه کې ارمنیان اوسي او اذربایجان د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې د یوې چټکې حملې له لارې له ارمنیو بېلتونپالو ونیوله.

د برتانیې پولیس د پاکستان د کرکټ دملي ټیم د یوه غړي په هکله چې په جنسي تیري تورن دی تحقیقات کوي

Pa.azadiradio.com 

د برتانیا پولیس د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم د غړي حیدر علي په اړه چې د جنسي تیري تور پرې لګیدلی دی تحقیقات کوي. د مانچسټر پولیسو د حیدر علي نوم پرته رویټرز ته وویل چې دوی د اګست په څلورمه نیټه یو ۲۴ کلن سړی د جنسي تیري شکایت ترلاسه کولو وروسته ونیولو. پولیسو وویل چې سړي د جولای په ۲۳ مه نیټه په یوې میرمنې جنسي تیری کړی دی. پیښه برتانیې ته د پاکستان الف کرکټ ټیم د سفر په جریان کې رامنځته شوې. د پاکستان کرکټ بورډ وویل چې حیدر علي د تحقیقاتو تر بشپړیدو پورې د هیواد د کرکټ ټیم څخه وځنډول شو.

د اسرائیلو امنیتي کابینې د غزې ښار د بشپړو نیولو پلان تصویب کړ

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر وایي د هیواد امنیتي کابینې د غزې ښار د بشپړ نیولو پلان تصویب کړی دی. دا اقدام، چې د جمعې په سهار اعلان شو، د ۲۲ میاشتنۍ جګړې د پراختیا یوه بله نښه ده. بنیامین نتنیاهو مخکې ویلي وو چې د حماس د له منځه وړلو لپاره، اسرائیل باید ټوله غزه ونیسي او وروسته یې "دوستو عربي ځواکونو" ته وسپاري. اسرائیل اوس د غزې ډیره برخه ترکنټرلاندې لري. اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د غزې بشپړ اشغال کولی شي د بې شمیره فلسطینیانو او د حماس لخوا نیول شوي شاوخوا ۲۰ یرغمل کسانو ژوند له... Читать дальше...

په کوټه کې د وژل شویو وکیلانو د نهم تلین په مناسبت غونډې شوې دي

Mashaalradio.com 

د بنسټ مشر ډاکتر لال کاکړ مشال راډیو ته وویل، هر کال "د اګست اتمې د شهیدانو" تلین په خورا درناوي لمانځي. د پاکستان د وکیلانو ټولنې غړي منیر کاکړ مشال راډیو ته وویل، هغه ځانمرګي برید په صوبه کې د وکالت څانګې ته لوی زیان ورساوه.

افریقايي هېواد بېنین کې له تمبوزکونو سره د نڅا مېله ولې کېږي؟

Mashaalradio.com 

د لویدیزې افریقا په بېنین کې زرګونه خلکو د تمبوزک (ماسکونو) په مېله کې ګډون کړی دی. د اګست پر درېیمې د مېلې موخه د پلرونو او نیکونو د ارواګانو، فرهنګي میراث او دودیز شناخت (هویت) لمانځل دي. په پلازمېنه پورتو نوفو کې هنرمندانو رنګارنګ تمبوزکونه وهلي ول او له ډول سره یې په نڅا له یو نسله بل هغه ته لېږدول شوې کیسې بیا ژوندۍ کړې. په بېنین کې ځینې قومونه ماسک لرونکو هنرمندانو ته درناوی لري او وايي، هغوی یې د ټولنیز نظم ساتونکو پلرونو او نیکونو استازیتوب کوي، ټولنه له بدو سترګو ساتي او طبعي نړۍ له روحاني هغې سره تړي. Читать дальше...

د امریکا له خوا له افغانستان پر وارداتو د ۱۵ سلنه د تعرفې لوړوالی، سر له نن نافذیږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا له خوا له افغانستان پر وارداتو د ۱۵ سلنه تعرفې لوړوالی، له نن ( د زمري د میاشتې له ۱۷ مې) څخه عملي کېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي دغه اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز وکړي. اقتصاد پوهان هم وايي د تعرفو لږ لوړوالی هم کولای شي جدي پایلې ولري.

د نسیم راډیو کارکوونکي  ونیول شول او دغه  رسنۍ بیا وتړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغان خبریالانو مرکز رپوټ ورکوي چې د ولایتي استخباراتو لخوا په دایکندي کې د سیمه ییزې راډیو نسیم د مدیر او دوو خبریالانو په نیولو او د هغې د تجهیزاتو ضبطولو سره، د راډیو نسیم او په بامیان کې د هغې د سیمه ییز سټوډیو فعالیتونه وځنډول شول. د افغان خبریالانو مرکز د واکمنې استخباراتي ادارې دا عمل په ولایت کې د آزادو رسنیو د ځپلو او محدودولو لپاره یوه څرګنده هڅه ګڼي او غندي یې. د طالبانو په څلور کلنه واکمني کې په خبریالانو او رسنیو فشار زیات شوی دی ، ګڼ شمیر نیول شوي او ډیری خصوصا ښځینه خبریالانې اړ شوی چې خپل کار پریږدی او له هیواده ووځي.

د کرملین یو لوړ پوړی چارواکی وایی پوتین او ټرمپ به په راتلونکو "څو ورځو" کې سره وګوري

Pa.azadiradio.com 

د کرملین یو لوړ پوړی چارواکی، وروسته لدې چې د روسیې مشر په مسکو کې د امریکا له ځانګړي استازي خپلې وروستۍ خبرې "ګټورې او رغنده" وبللې ، وايي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په "راتلونکو ورځو" کې سره وویني.




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России