Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2025

Новости за 07.08.2025

کونړ کې لګیدلی اور لا هم مړ شوی نه دی، ګڼ ځنګلونه یې سوځولي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، څلور ورځني اور د دغه ولسوالۍ ګڼ ځنګلونه سوځولي دي. د ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې دا اور له تېرو څلورو ورځو راهیسې په ډولۍ خوړ سیمه کې بل و خو د دوی په خبره د وچ ناو، لویې دېرې او مارانو ډب کلیو ته هم رسېدلی دی. دوي وایي که څه هم د اور شدت کنټرول شوی خو په خبره یې لا هم په بشپړ ډول مهار شوی نه دی. د ناړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي او قومي مشر عبدالرحیم سالارزي د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل "لږ لږ اندازه کې اور لا شته خو د... Читать дальше...

پاکستان کې پي.او.ار کارت لرونکو ته له مهلت سره سره د دوی نیونې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د پاکستان حکومت په دغه هیوادکې میشتو (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو ته د استوګنې موده درې اونۍ نوره هم وغځوله خو یو شمېر دوی شکایت کوي چې د پولیسو لخوا یې نیونې او ځورونې دوام لري.

مهر سلطانه وايي د کرک د ولس د ستونزو د هواري هڅې کوي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کرک استازې مهر سلطانه وايي، پر ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره هڅې کول غواړي. نوموړې په وروستیو کې د ښځو پر ځانګړې څوکۍ منتخبه شوه او د پیپلز ګوند غړې ده. هغه وکیله او د قانوني چارو پوهه ده او غوښتل یې چې په عدلیه کې کار وکړي، خو چې په ۲۰۰۸ز کال کې په ځانګړې څوکۍ صوبايي اسمبلۍ ته ولاړه نو بیا یې سیاست ته مخه کړه. مهر سلطانه وايي، په کرک کې ډېری خلک د څښاک پاکو اوبو، برېښنا او ګیس ته لاسرسی نه لري، نو غواړي چې د دې لپاره هم په اسمبلۍ کې غږ پورته کړي. له نوموړې سره بشپړه مرکه واورئ.

د ولسمشرانو ټرمپ او پوتین د غونډې پر ځای سلا شوې

Pa.azadiradio.com 

یوه روسیي چارواکي نن( د اګست ۷ مه) وویل چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غونډې تیاریانې روانې دي. د دې غونډې پریکړه وروسته تر دې وشوه چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې له ولسمشر پوتین سره د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړې .

د بشري حقونو کمېشن پر اسلام اباد غږ کړی چې "سمدستي" دې بلوچستان کې "جبري بې درکۍ ودروي"

Mashaalradio.com 

رپورټ وايي چې سیاستوالانو او د بلوڅانو یووالي (یکجهتي) کمېټۍ ویلي دي چې په هغه صوبه کې زرګونه کسان بې درکه دي چې د زیاترو د مړ، ژوندي هېڅ پته نه لګي. هغه کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي.

جرمني د افغانانو په شمول د غیرقانوني کډوالو د ایستلو چارې تنظیموي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرندت نن وویل چې افغانستان او سوریې ته د نورو کډوالو د ایستلو لپاره د الوتنو د تنظیم چارې روانې دي. الکساندر دوبرندت زیاته کړه چې دا ډیره مهمه ده چې خلک ډاډه شي چې هغه کډوال چې جرمونه کوي هغوی په جرمني کې پاتې نه شي. نوموړي بیا وویل چې جرمني ته د غیر قانوني کډوالو د داخلیدو د مخنیوي لپاره به د سرحدونو د حفاظت چارې پسې سخته کړي. نژدې درې اونۍ مخکې جرمني یو اتیا افغان کډوال چې د دوی په وینا په جرمونو کې یې لاس درلود په یوې چارټر الوتکې کې افغانستان ته واستول. دا... Читать дальше...



حکومت د "امنیتي اندېښنو" له وجې په بلوچستان کې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ ځنډولی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان د مخابراتي چارو د ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) یو چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له حکومتي اعلان سره سم، د بلوچستان په چمن، کلا عبدالله، کلا سیف الله، پښین، بوري (لورالايي)، زیارت، هرنايي، کوهلو او نوشکي کې د موبایل انټرنېټي خدمات تړل شوي دي.

هند په اسام ایالت کې یوشمیر خلکو ته د وسلو د لیږد اجازه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د هند د اسام ایالت اعلان کړی چې دوی به له بنګله دیش سره د سرحدي سیمو خلکو ته د وسلو اجازه ورکړي. د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې د اسام اعلی وزیر هیمانتا بسوا سرما، چې د هندو ملتپال بي جي پي ګوند غړی دی، د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه ځایي اوسیدونکي چې ګواښ احساسوي اوس کولی شي د ایالت ویب پاڼې له لارې د وسلو جوازونو لپاره غوښتنه وکړي. دې اقدام د ایالت د مسلمان اقلیت ترمنځ اندیښنه راپارولې ده. د اسام شاوخوا ۳۱ ملیون نفوس له ۳۵ سلنې څخه ډیر بنګالي ژبي مسلمانان دي. ډیری یې اندیښنه لري چې دا پریکړه... Читать дальше...

د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د خصوصي سکتور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د یوسل او درې اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ د یوه تړون خبر ورکوي. دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا تړون د دواړو خواوو ترمنځ د تیلو او ساختماني سکتورونو په برخه کې لاسلیک شو. د یوې اعلامیې له مخې، د تاتارستان مرستیال لومړي وزیر او د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمیرویچ کوروبچینکو، چې د تړون لاسلیک کولو لپاره کابل ته تللی، طالبانو ته بلنه ورکړه چې د تاتارستان د نفتي موادو په... Читать дальше...

په واڼه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د خیرپښتونخوا په واڼه ښار کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د چارواکو په وینا دوه پولیس وژلي او څوارلس تنه نور یې چې اکثر یې لارویان وو، ټپيان کړې دي. دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ وشوه. د سیمه ییزو پولیسو د مشر په وینا، بم هغه مهال وچاودید کله چې د پولیسو موټر په ګزمې روان و. په وروستیو اونیو کې، په پاکستان کې د یاغیانو بریدونه زیات شوي، چې لسګونه پاکستاني امنیتي ځواکونه یې وژلي دي. په عین حال کې، د پاکستان حکومت د باجوړ په سیمه کې د پوځي عملیاتو د پیلولو لپاره چمتووالی نیسي، چیرې چې قومي مشران هڅه کوي د نښتو مخه ونیسي. Читать дальше...

خضر حیات نه غواړي د معذورۍ له وجې چا ته احتیاج شي

Mashaalradio.com 

د پېښور اوسېدونکی خضر حیات اته کلن وو چې په یوه پېښه کې یې لاس غوڅ شو. دی وايي، پر دې سربېره یې نه غوښتل چې پر کورنۍ بار (بوج) شي نو ځکه مزدوري کوي. هغه چېنګچي چلوي او د سریو (سیخانو) د ماتولو سخت کار کوي. حیات وايي، که تعلیم یې ترلاسه کړی وای نو ښايي سختې مزدورۍ ته اړ شوی نه وای. نور په لنډ ویډیويي رپورټ کې.

ټرمپ د خپل استازي مسکو ته تر سفر وروسته ویلي له پوتین سره یې د لیدو "ښه موقع" برابره شوې ده

Mashaalradio.com 

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، په مسکو کې یې د منځني ختیځ چارو لپاره د ځانګړي استازي سټیف وېټکوف او روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمینځ په ناسته کې "خورا پرمختګ" شوی دی او دا چې ښايي ژر له پوتین سره وویني.نوموړي د اګست پر شپږمه وویل، "ښه موقع برابره شوې چې ډېر ژر یوه غونډه وشي." تر دې لږ ساعت مخکې د ټرمپ ویاندې ویلي ول چې نوموړی پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو له پوتین سره لیدو ته تیار دی. د نوموړي ویاندې کیرولین لیوېټ په بیان کې ویلي ول چې روسانو له "ولسمشر ټرمپ سره د لیدو لېوالتیا ښوولې" او زیاته... Читать дальше...

خوست کې تر سخت ورښت وروسته د ښار پاکۍ اشر شوی دی

Mashaalradio.com 

د خوست اوسېدونکو د اګست پر شپږمه د ښاروالۍ له کارکوونکو سره یوځای د ښار پاکۍ اشر وکړ. تر دې یوه ورځ مخکې تر طوفاني باران وروسته سېلاب راغی چې د طالبانو د حکومتي چارواکو په وینا، پکې دوه تنه ووژل شول او لسګونه کورونه یې ویجاړ او زیانمن کړل. د ښار پاکۍ په اشر کې د ځینو ښوونځیو زده کوونکو هم ګډون وکړ. ویډیويي رپورټ.

پاکستاني چارواکو د (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو موده ۲۵ ورځې وغځوله

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو این ایچ سي ار) د پاکستان حکومت له خوا د (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې مهلت غزولو هرکلی کړی دی، خو له اسلام‌باد یې غوښتي د هغو کسانو له جبري ایستلو ډډه وکړي، چې لا هم ملاتړ ته اړ دي. (یو این ایچ سي ار) د چهارشنبې په ورځ (د اګست په شپږمه) په یوه اعلامیه کې ویلي دې ته پام چې د دغه کارت درلودونکي افغانان له کلونو راهیسې په پاکستان کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، جبري ایستل یې له نړیوال اصولو سرغړونه بلل کېږي. اعلامیه زیاتوي پاکستان... Читать дальше...

سپینه ماڼۍ: ټرمپ راتلونکې اوونۍ ښايي له پوتین سره وویني

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ممکن په راتلونکې اونۍ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني، ځکه امریکا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر مسکو د فشار راوړلو لپاره د نورو بندیزونو لګولو لپاره چمتووالی نیسي. دا ډول مخامخ لیدنه به د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې په جینوا کې د جو بایډن له پوتین سره تر لیدلو وروسته د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ وي. پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ۲۰۱۹ کال د دسمبر راهیسې نه دي سره لیدلي او د یو بل پر ضد خپل فکر پټ نه ساتي. Читать дальше...




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России