امریکا د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکی پوځ تروریستي ګروپ وباله
![امریکا د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکی پوځ تروریستي ګروپ وباله](https://gdb.rferl.org/88911F01-29A0-4770-B3D9-80EC3E669132_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا متحده ایالاتونو د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ په نوم بیلتون پاله ډله تروریستي ګروپ وباله.
واشنګټن ویلي، منابعو ته د دې ډلې د لاسرسي مخه نیسي څو د بریدونو له پلان او ترسره کولو پاتې شي.
د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون د جولای په دوهمه ویلي د بلوچستان د ازادۍ پوځ یا «بي.اېل.اې» تر ډېره د پاکستان په جَنوب لویدیځ کې په بلوڅ مېشتو سیمو کې امنیتي ځواکونه او ملکیان په نښه کوي.
امریکا ویلي، د بلوچستان د ازادۍ پوځ په بلوچستان کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په اګسټ کې په چینايي انجنیرانو باندې انتحاري برید کړی، تر هغې وروسته یې په نومبر کې په کراچۍ کې د چین په قونسلګرۍ حمله کړې او د ۲۰۱۹ میلادي کال په مې میاشت کې یې په ګوادر بندري ښار کې یو لوکس هوټل تر برید لاندې نیولی.
په بلوچستان کې اکثر تاوتریخوالی په دې دی چې بلوڅ بیلتون پالي طبیعي زیرمو ته د لاسرسي په لټه کې دي او هم په عوایدو کې ښه ونډه غواړي.
بلوڅان که څه هم په طبیعي زیرمو ډکو سیمو کې اوسي، خو په خپله بې وزلي دي.
د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د سې شنبې په ورځ د پاکستان د جندالله وسله والې ډلې ته هم خبردای ورکړی دی.
جندالله ډله د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي سره تړلې ده.
د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي له کله چې دې ډلې «جندالله» فعالیت پيل کړی په ځینو هغو بریدونو کې لاس لري چې یو شمېر ایراني ملکیان او دولتي چارواکي پهکې وژل شوي.