ولسمشر کندهار تللی او ځینې پروژې یې پرانېستې دي
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني نن کندهار ولایت ته تللی دی او ځینې پروژې يې پرانېستي دي.
ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر د ځینو ټولګټو پروژو د پرانېستلو تر څنګ د کندهار له مشرانو، عالمانو، ځوانانو او ښځو سره جلا جلا لیدنې کوي.
ولسمشر اشرف غني سهار په اوو بجو کندهار ته په رسېدو د دغه ولایت هوایي ډګر د احمدشاه بابا په نوم ونوماوه.
هغه همدا راز له کندهار ښاره تر هوايي ډګر پورې غځیدلی سړک هم د کندهار د وژل شوي پخواني قوماندان جنرال رازق په نوم پرانېسته.
ولسمشر په دامان ولسوالۍ کې د سولري برښنا پروژه پرانېسته او تمه ده په عینو مېنه کې ۳۵۰ بستریز روغتون هم پرانېزي.