د ایران ولسمشر: تهران راتلونکي ګام اخیستو ته هم تیار دی
![د ایران ولسمشر: تهران راتلونکي ګام اخیستو ته هم تیار دی](https://gdb.rferl.org/616C7CFC-D4C6-43BC-9624-BA1CD32F055D_cx25_cy28_cw50_w800_h450.jpg)
د ایران ولسمشر نن بیا ټینګار وکړ چې تهران راتلونکي ګام اخیستو ته تیار دی او د جولای له اوومې نېټې به د یورانیمو د غني کولو اندازه له ټاکلي ۳،۶۷ څخه چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي تړون کې تعین شوې وه، لوړه کړي.
د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د حسن روحاني له قوله وایي چې ویلي یې دي، که خواشیني څرګندوئ یا اعلامیې خپروئ همدا اوس یې وکړئ.
روحاني وویل، د اراک اټمي دستګاه به چې د شوي تړون پر اساس یې فعالیت درول شوی و، بېرته خپل پخوانی فعالیت پیل کړي.
د نړۍ له سترو قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون تر لاسلیک کېدو مخکې ایران په لوړه کچه یعنې شل فیصده یورانیم چې ورڅخه په وسلو کې هم کار اخیستل کېدای شي، تولیدول.