پاکستان د بلوچ پېلتونپالو په اړه د امریکا له اقدامه هرکلی وکړ
![پاکستان د بلوچ پېلتونپالو په اړه د امریکا له اقدامه هرکلی وکړ](https://gdb.rferl.org/D4E78942-E173-4DBC-94D8-125F8C021BB1_cx40_cy14_cw21_w800_h450.jpg)
پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو د هغه اقدام هرکلی وکړ چې د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ په نوم بېلتون پاله ډله یې ترورېستي ډله ونوموله.
واشنګتن ویلي، منابعو ته د دې ډلې د لاسرسي مخه نیسي، څو د بریدونو له پلان او ترسره کولو پاتې شي.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ یا بي ایل اې تر ډېره د پاکستان په جَنوب لوېدیځ کې په بلوڅ مېشتو سیمو کې امنیتي ځواکونه او ملکیان په نښه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا مهمه ده چې په پاکستان کې د ترهګریزو اعمالو له عاملانو، تنظیموونکو، مالي تمویلوونکو او بهرنیو ملاتړو سره یې حساب کتاب وشي او عدالت ته راکاږل شي.
متحدو ایالتونو ویلي، د بلوچستان د ازادۍ پوځ په بلوچستان کې د ۲۰۱۸ کال په اګست کې په چینايي انجنیرانو باندې انتحاري برید کړی، تر هغې وروسته یې په نومبر کې په کراچۍ کې د چین په قونسولګرۍ حمله کړې او د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې یې په ګوادر بندري ښار کې یو لوکس هوټل تر برید لاندې نیولی.
په بلوچستان کې اکثره تاوتریخوالي په دې دي چې بلوڅ بېلتونپالي طبیعي زېرمو ته د لاسرسي په لټه کې دي او هم په عوایدو کې ښه ونډه غواړي.
بلوڅان که څه هم په طبیعي زېرمو ډکو سیمو کې اوسي، خو بېوزله دي.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د سې شنبې په ورځ د پاکستان د جندالله وسله والې ډلې ته هم خبردای ورکړی دی.