د سبزپوش ولسوالۍ پر بازار د هاوان لګېدو ۴ تنه وژلي او ۲۸ ټپیان دي
![د سبزپوش ولسوالۍ پر بازار د هاوان لګېدو ۴ تنه وژلي او ۲۸ ټپیان دي](https://gdb.rferl.org/6A615E30-0512-4A2F-9B2C-33BBF0300650_w800_h450.jpg)
د فاریاب ولایت د سبزپوش ولسوالۍ پر بازار د هاوان د لګېدو په پېښه کې ملکي خلکو ته مرګ ژبله اوښتې ده.
د دغه ولایت د روغتون مشر محمد نعیم مصمم رسنیو ته د دې پېښې د ۴ کسانو مړینه او د ۲۸ نورو ټپي کېدل تأیید کړي دي.
خو ځایي خلک وایي چې ډېری ټپیان لا روغتون ته نه دي لېږدول شوي او په سیمه کې پاتې دي.
د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.