د کانونو او پټرولیم وزارت د وسپنې یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته سپاري
![د کانونو او پټرولیم وزارت د وسپنې یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته سپاري](https://gdb.rferl.org/AFA245A4-0E3C-4F06-A642-F4C462D6002A_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د وسپنې یو شمېر کانونه داوطلبۍ ته سپاري.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې تړاو په پنجشېر ولایت کې سروې پیل شوې ده.
ده وویل: د دې سروې هدف دا دی څو هغه کمپنۍ او فابریکې ته چې دننه په هېواد کې د وسپنې ویلې کولو په برخه کې کار کوي، خام مواد برابر شي.
د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې به د کانونو په برخه کې پانګونه زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره او د هېواد اقتصاد به پیاوړی کړي.