اروپايي ټولنې یو ځل بيا په منځنۍ اسيا کې ډموکراتيک بدلونونه غوښتي
![اروپايي ټولنې یو ځل بيا په منځنۍ اسيا کې ډموکراتيک بدلونونه غوښتي](https://gdb.rferl.org/3DC15D2E-CFE5-4DCE-8C9F-88FCAAED2614_cx41_cy13_cw42_w800_h450.jpg)
اروپايي ټولنې يو وار بيا په منځنۍ اسيا کې د ډموکراتيکو بدلونونو غوښتنه وکړه.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فيدريکا موګريني وويل، په سيمه کې د اصلاحاتو عملي کېدل يوه اوږده او کله نا کله دردوونکې پروسه ده.
موګريني دا خبره ترکمنستان او قرغزستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پاى کې له ازادي راډيو سره نن په يوه ځانګړې مرکه کې وکړه.
هغې ويلي، اروپايي ټولنه له دغو هېوادونو سره د اصلاحاتو او بدلونونو په برخه کې همکاري کوي.