هانګ کانګ: چین سره د استرداد لانجمن قانون نور مړ دی
د هانګ کانګ اجرائیه رئیسه وايي چې له چین سره د بېرته سپارلو یا استرداد لانجمن قانون نور نو مړ دی.
د دې قانون له مخې هغه کسان چې په هانګ کانګ کې نیول کېږي، باید د محاکمې لپاره چین ته واستول شي.
د هانګ ګانګ اجرائیه رئیسې کاري لمَ Carrie Lam نن د جولای په نهمه وویل، د استرداد قانون چې په سیمه کې د پراخو مظاهرو باعث شو مړ شوی دی.
لم د تېرې جون میاشتې په لومړیو کې هڅه وکړه چې د دې قانون په ځنډولو سره معترضان راضي کړي، خو دې مظاهرو چې سلګونه زره کسانو ګډون پهکې وکړ او په ترڅ کې يې څو ځلي تشدد هم پېښ شو، دوام وکړ.
معترضانو د دې قانون د غندنې او د لم د استعفا غوښته کوله، خو د اجرائیه رئیسې له اعلان وروسته هم اعتراض کوونکو وویل چې مېرمن لم له دې قانونه د صرف نظر کلمه نهده کارولې، نو ځکه به دوی خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.