د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته لاړه
![د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته لاړه](https://gdb.rferl.org/F0B66F6D-21FB-4476-BFFB-FF83B21E1791_w800_h450.jpg)
د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو د تیاریو په هدف نن چهارشنبه هندوستان ته روانه شوه.
د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه لوبډله به د جولای میاشتې له ۱۱مې نېټې څخه تر ۳۰مې پورې په یاد هېواد کې تمرینات ترسره کړي.
تردې تمریناتو وروسته به لوبډله د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه انګلستان هېواد ته په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه سفر وکړي.