د کانونو او پټرولیم وزارت جوزجان کې د نفتو د رسولو پروژه پیل کړې
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په جوزجان ولایت یې کې د نفتو د رسولو پروژه پیل کړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته دا هم وویل چې د دغې پروژې په پلي کولو سره به ۵۰ مېګاواټه برښنا هم تولید شي:"دا مستهلکینو ته د ګازو د رسولو پروژه ده چې دوی ته به له افغان تصدیو ګاز رسول کېږي او دوی به ترې انرژي تولیدوي، دا پروژه د ۱۲میاشتو لپاره ده."
ښاغلی مطفي وایي، د دې پروژې په پلي کولو سره به په جوزجان ولایت د هایدروکاربن «نفتو» څاګانې رغول کېږي چې ۱۶مېلیونه ډالر لګښت پرې راځي.
د نوموړي په خبره، د کانونو وزارت په پام کې لري چې دې ته ورته نورې پروژې هم پلي کړي، څو د افغانستان د ګازو د تولید له ۵ حوضو ګټه پورته شي.
د یادونې وړ ده چې د هایدروکاربن پروژې له پلي کېدا سره به په مستقیم ډول سلګونه کسانو ته د کار زمینې هم برابرې شي.