ترکیې افغانستان ته پوځي مرستې واستولې
![ترکیې افغانستان ته پوځي مرستې واستولې](https://gdb.rferl.org/73C58D48-284B-425B-A909-F06C7925CCF4_cx5_cy8_cw55_w800_h450.jpg)
ترکیې افغانستان ته د څلورنیم میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې واستولې.
د ترکیې ډیلي سبا ورځپاڼې لیکلي چې دا کار د هغه تړون له مخې شوی چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په سپتمبر کې لاسلیک شوی وو.
دا مرستې د افغان ملي پوځ پر لوژستیکي عملیاتو لګول کېږي.
له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې څه باندې ۲۶۰۰ نارینه او ښځينه افغان پولیس د ترکیې د پولیسو په اکاډمۍ کې روزل شوي دي.
که څه هم د جغرافیایي موقعیت له اړخه د افغانستان او ترکیې ترمنځ ۳۰۰۰ کیلومتره واټن دی، خو دواړو هېوادونو د ترکیې جمهوریت د تأسیس د پیل له کلونو راهیسې په خپلو کې نژدې اړیکې ساتلي دي.
ترکیه لومړنی هېواد و چې په ۱۹۲۱میلادي کال کې یې په کابل خپل ډیپلوماټیک ماموریت پیل کړ او دواړه هېوادونه چې اکثریت مسلمانان پهکې مېشت دی په خپلو کې ژورې کلتوري اړیکې لري.