د افغانستان د کرکټ بورډ دوه چارواکي له يو کلن بندیز سره مخ شول
د کرکټ ملي لوبډلې منیجر نوید صایم کاکړ او پخوانی چیف سیلکټر دولت احمدزی له يو کلن بندیز سره مخ شول.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه نن د يوې خبري ناستې په ترڅ کې دا اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې منیجر نوید صایم کاکړ او د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت احمدزی په خپلو چارو کې د ناغېړۍ له امله له يو کلن بندیز سره مخ شوي دي.
د دغه بندیز له مخې ياد کسان د يوه کال لپاره د کرکټ په برخه کې هېڅ ډول فعالیت نشي کولای.
نوید صایم کاکړ له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملي لوبډلې منیجر و چې په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې له پرله پسې ماتو وروسته لومړی یې دنده وځنډول شوه او اوس له يو کلند بندیز سره مخ شو.