په غزني کې سما راډيو ته د ګواښ په تور یو کس نیول شوی
د غزني چارواکي وایي، هغه تورن کس یې نیولی چې د غزني یوې سیمه ییزې راډیو ته یې د طالبانو په نوم د تړلو ګواښ کړی و.
د غزني د والي ویاند عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل چې درې ورځې مخکې د سما راډیو مسؤلینو ورسره دغه ستونزه شریکه کړې وه چې د ملي امنیت ادارې یې په وړاندې اقدام وکړ.
دی وايي: درې ورځې مخکې هغه کس چې د سما راډیو کارکوونکي یې ګواښل، هغه د ملي امنیت د منسوبینو له خوا نیول شوی چې یو تنکی ځوان دی، کوم تحقیقات او پلټنې چې تراوسه شوي، کوم ګواښونه چې د ټیليفون له لارې دوی ته کېدل، د شخصي مسایلو پر بنیاد شوي، نه د سیاسي مسایلو او نه هم د وسله والو طالبانو پښه پکې دخیله ده.
له دې مخکې د سما راډيو مشر رامز عظیمي روېترز ته ویلي وو چې د راډیو فعالیت یې ځکه ځنډولی چې د یوه مشکوک سیمه ییز طالب قوماندان له خوا چې په دې راډیو کې د ښځینه کارکوونکو له کار سره مخالف و، ورته په ټيلیفون او لیکلي بڼه ګواښونه شوي وو.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رد کړه چې د طالبانو کوم قوماندان دې، دې راډیو ته د تړلو ګواښ کړی وي.
مجاهد ویلي چې ځیني وختونه یو شمېر کسان په شخصي لانجو کې د طالبانو له نومه کار اخلي خو دوی هڅه کوي چې په دغه نوي مورد کې نور معلومات راټول کړي.
غزني د افغانستان یو له نا ارامو ولایتونو ګڼل کېږي چې ډېرې ولسوالۍ یې د طالبانو ترکنټرول لاندې دي.