د امریکا استازو جرګې د ټرمپ د څرګندونو په اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړ
د امریکا د استازو جرګې پرون سې شنبه هغه پرېکړهلیک تصویب کړ چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې هغه تبعیضي بلل شوي، غندي.
د دې جرګې یوه خپلواکه او څلورو جمهوري غوښتونکو غړو له ۲۳۵ ډموکرات غړو سره یوځای د دغه پرېکړهلیک ملاتړ وکړ.
د پرېکړهلیک متن په سختو ټکو د ټرمپ د توپیر پالنې څرګندونې چې د نویو امریکایانو او د بېلو رنګونو خلکو پر ضد کرکه او اندېښنې زیاتوي او هغه قانوني کوي، غندي.
دغه لانجه وروسته له هغې راپورته شوه چې ټرمپ په ټویټري پیغامونو کې د کانګرس څلورو ډموکراتو ښځینه غړو ته وویل چې بېرته دې خپلو هېوادونو ته لاړې شي.
دغه څلور واړه ښځې الکساندریا اوکاسو کورتز، الهام عمر، آینه پریسلي او رشیده طالب د امریکا اتباع دي او درې یې په امریکا کې زېږېدلي دي.
په استازو جرګه کې دغه پرېکړهلیک داسې مهال صادرېږي چې په خپله ټرمپ او د کانګرس جګپوړو جمهوري غوښتونکو غړو رد کړې چې هغه توکمپال دی او له جمهوري غوښتونکو وکیلانو یې غوښتي چې د ډموکراتانو د اقداماتو په وړاندې ودرېږي.