ولسمشر غني د عبدالغفار احمدزي د جنازې د درناوي مراسم پرځای کړل
![ولسمشر غني د عبدالغفار احمدزي د جنازې د درناوي مراسم پرځای کړل](https://gdb.rferl.org/07BAD37B-4C5C-4413-BF02-19D780D2AB3C_cx11_cy16_cw40_w800_h450.jpg)
ولسمشر محمد اشرف غني د حاجي عبدالغفار احمدزي د جنازې د درناوي مراسم پرځای کړل.
په دې اړه د ارګ په فېسبوک پاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني د نوموړي د جنازې په مراسمو کې وویل، زموږ ژمنه دا ده چې د شهید احمدزي کورنۍ او اولادونو ته به د مسؤلینو له لوري پر وخت رسيده ګي کېږي.
عبدالغفار احمدزی چې تېره ورځ په کابل کې د مقناطیسي ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو، د ولسمشر غني د کور د ساتونکو مشر او پخوانی جهادي قوماندان و.