په اروزګان کې د وچې مېوې د یوه لوی مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وچې مېوې لپاره د یوه لوی مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې.
په ترینکوټ کې دا مارکېټ په داسې حال کې جوړېږي چې دا ښار له شااوخوا دوو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو له ګواښ سره مخامخ دی.
د ترینکوټ ښاروال انجنیر نعمت الله بختیار د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د دې مارکېټ په جوړولو به ۱۹ ميلیونه افغانۍ ولګېږي.
د ترینکوټ اوسېدونکي د مارکېټ په جوړېدو خوښي ښيي او وايي چې ولایت یې تراوسه پورې د وچې مېوې د عرضه کولو لپاره مناسب ځای نه درلود.
اروزګان یو له هغو ولایتونو دی چې اوسېدونکي یې وايي، په تېرو اتلس کلونو کې پرمختیايي چارو ته پکې ډېر لږ پام شوی دی.